
په خبريال وېبپاڼه کې چې له
امريکا سره د تلپاتو نظامي تمځايونو لپاره د آړونو (شرايطو) ژباړه خپره شوې ده،
افغان مظلوم ولس ته د يوې اوږدې بدمرغۍ د پيل په مانا دی چې خلاصون به ترې بې له
شکه پېړۍ وغواړي .
امريکا داسې شرايط وړاندې
کړي دي چې ان يوه ځناور ته، چې عقل هم نه لري، د منښت وړ نه دي، د بېلګې په توګه
يې ځينې مادې او د دوی فقرې را اخلم او په
ساده ژبه يې سپړم :
((ټول امریکایي پوځیان او غیر
پوځي عناصر د پوځي او پاک سازۍ د عملیاتو پر مهال مکلف دي چې د امریکا د قوانینو په
رڼا کې عمل وکړي، او هغو ته درناوی وکړي، د امریکا دولت وعده کوي چې د افغانستان د
قوانینو او عرف د درناوې لپاره لازم تدابیر نیسي . ))
امريکا خپل کارمن (هغه که
افغانان وي، که امريکايان او که د بل وطن) مجبوروي چې د امريکا د قانون پر بسنټ
عمل وکړي، حال دا چې دغه کړه وړه به ټول د افغانستان په خاروه کې تر سره کېږي، د
افغانانو ټولنيز او سياسي ژوند به اغېزمنوي او د هغوی د بچيانو وينې به تويېږي .
د څلورمې مادي دريمه فقره :
َ
((دواړو
لورو هوکړه کړي چې د امنیتي توانمندیو د پیاوړي کولو او د افغانستان او امریکې پر
وړانډي د هر ډول کورني او بهرني ګواښ پر وړاندي لازم چمتو والی ونیسي. او په همدې
خاطر امریکا کولای شي چې د شينډنډ، شورابک، قندهار، بګرام او خوست په سیمو کې
دایمې پوځي هډي ولري او همدا راز امریکا کولای شي چې د اړتیا په صورت کې د
افغانستان په نورو برخو کې هم دایمې، مو قتي او یا هم عملیاتي هډي جوړي
کړي. پر موقتو هډو باندي حاکم ضوابط به د امریکا د قوانینو په رڼا کې وي او
په دغه برخه کې د افغانستان عرف او ضوابط د درناوي وړ دي.))
که دغه مادې ته ښه پام وشي،
نو زبادېږي چې امريکا يوازې يو څو تمځايونه نه غواړي، بلکې د افغانستان ټول واک او
اختيار د تل لپاره غواړي . امريکا په زغرده وايي چې دوی به د اړتيا په اکر کې نور
تلپاتې تمځايونه هم جوړ کړي . پوښتنه دا ده چې د اړتيا وخت به کله راځي ؟؟
د افغانستان شتون او امنيت
پرته له امريکا او همجرمو يې هېڅ ملک نه شي ګواښلی، خو دا چې امريکا به د نورو
تلپاتو تمځايونو لپاره په خپله خپل کسان په يوه او بل نامه را اوچت او وسلوال کړي،
نو بيا ريښتيا هم د افغانستان ټولنيز، سياسي، اقتصادي اکربکر کاواکه کېږي . بده لا
دا چې امريکا د هرې مادي په پای کې ليکي چې ټول کړه وړه به د امريکا د قانون پر
بنسټ کېږي، خو د افغانستان قانون ته يوازې د درناوي ژمنه کوي . زه ډاډه يم چې د
امريکا په ژمنه به خر هم باور نه کوي، خو بيا هم په سياسي او حقوقي تړونونو کې د
درناوي ويی (لغت) کومه مانا نه لري، بلکې يوازې د غولولو لپاره کارول کېږي .
پينځمه ماده :
((د ټولو هغو
غیر منقولو ودانیو او تاسیساتو شتمني چې د دغه هوکړه لیک له اجرا څخه وروسته د امریکایی
ځواکونو په واک کې دي د امریکا د دولت د حاکمیت لاندي دي.
د امریکا دولت په دغو سیمو کې د نورو تاسیساتو د د بیا ودانولو، پراخولو
او جوړولو مسولیت لري، او د ګډي اړتیا په صورت کې دواړه لوري اړتیا ته په کتو سره د
دغو تاسیساتو د بیاودانولو، جوړولو او پراخولو مسولیت پر غاړه لري . ))
د برسېرنې مادې پر بنسټ که چېرې
موږ امريکا ته يوه لوېشت خاوره هم ورکړو، په دې مانا چې امريکا ته مو دا حق ورکړی
دئ چې دغه يوه لوېشت خاوره نوره هم پراخه کړي او ورو۔۔ ورو به ښارونه
ونيسي . که چېرې دې مادې همدا مانا نه ورکولای، نو بيا د پراخولو او د نورو
تاسيساتو د جوړولو خبره به نه کېده، بلکې يوازې په هغه څه به قناعت شوی وای چې په
لمړي ځل ور کول کېږي . خو امريکا غواړي چې
د افغانستان د ننه د امريکا دولت ته مځکه غصب کړي
.
امريکا د
افغانستان نه يوازې خاوره غواړي، بلکې هوايي حريم يې هم غواړي . همغه لمړۍ خبرې ته
بيا راځو چې امريکا غواړي د افغانستان ټول واک او اختيار واخلي . د دې خبرې د زباد
لپاره د لاندې شپږمې مادي دريمه فقره ولولئ :
(( د افغانستان د هوایي حریم
مسولیت، نظارت او کنټرول د هوکړه لیک له پلی کیدو سره سم تر هغه پوري د امریکا د دولت
په اختیار کې دي تر څو چې له ترهګرۍ سره عملیات روان دي او امریکایي ځواکونه په افغانستان
کې شتون لري.
د افغانستان ملکي پروازونه په موقتي او یا هم دایمې توګه د کميتي
د لزوم دید په صورت کې د افغان دولت په واک کې ورکول کیږي))
يو خوا
امريکا تلپاتې تمځايونه غواړي، بلخوا د بر سېرنې مادې پر بنسټ سره وايي چې د
افغانستان د هوايي حريم نظارت، کنټرول او مسوليت به تر هغه وخته له دوی سره وي تر
څو چې دوی په افغانستان کې شتون ولري . نو دا چې امريکا د تل لپاره په افغانستان
کې شتون لري، زموږ د هوايي حريم کنټرول به هم تل د دوی په واک کې وي . بده لا دا
چې له ترهګرۍ سره مباره هېڅ وخت پای ته نه رسېږي، په ځانګړې توګه د امريکا په شتون
کې . ځکه چې چېرته چې امريکا شتون لري، هلته امريکا په خپله ترهګري رامنځته کوي . بلخوا
دا چې افغان دولت به څنګه او څه وخت خپل امنيت وساتلای شي چې نظامي الوتکې يې په
خپله خاوره کې له امريکا څخه د الوت اجازې ته اړتيا ولري؟؟؟
د شپږمې
مادې څلورم بند :
((د امریکا په
پوځي او ملکي الوتکو او موټرو چې په افغانستان کې فعالیت کوي او د دفاع وزارت د پریکړې
له مخې حرکت کوي هیڅ ډول مالیه نه لګول کیږي او همدا راز دغه الوتکې د افغان دولت له
تلاشۍ څخه هم خوندي دي.))
امريکا به
په افغان خاوره کې ګرځي راګرځي، وژن به کوي، د ښځو او ماشومانو په پت او عزت به
تېری کوي، په موټرو او ټانکونو به هغه ماشومان، مېرمنې او سپينږيري وهي چې د خسو يا
خيرات په راټولو پسې راوتلي وي، خو د امريکا موټر به ماليه نه ورکوي . همداسې به
يې موټر او الوتکې له تلاشۍ څخه خوندي وي . افغان دولت به څه پوهېږي چې په دغه
موټر کې د بر کلي د سپين ګل مور تښتول کېږي، که د کوز کلي د علم ګل دوه کلن ماشوم،
ايا په دې کې به زموږ يورانيم غلا کېږي، که د کوم پردي ملک وګړی را تښتول شوی دی
او اوس د کړولو لپاره پټې بندي خانې ته وړل کېږي .
امريکا
ځانته د اتمې مادې پر بنسټ حق ورکوي چې د افغانستان له اوبو، برېښنا او د اړيکو
نيولو له وسايلو څخه ګټه واخلي، يا يې په خپله جوړ کړي، خو افغان دولت ته ماليه نه
ورکوي . امريکا دومره بې عقله نه ده چې افغانانو ته مخابرات جوړ کړي، بلکې هغه د
ټولې اسيا لپاره د جاوسوسۍ مرکز جوړوي . که څه هم چې دوی خپلې دغې مادې ته د
خدمتونو نوم ورکړی دی، خو له آره د شرارت
سرچينه ده، ځکه چې د همدې مادې په څلورمه فقره
کې يې همدغه چل نغښتی دی :
((د افغانستان
د دولت له لوري د هرې هغې ارتباطي او بنسټیزي طرحې په لاره اچول چې کولای شي امنیتي
ستونزي پیښې کړي او یا هم د ترهګریزو ډلو د ګټي وړ وګرځي باید په ګډه کميته کې تر بحث
لاندي ونیول سي او پرې د دواړو لورو توافق اړین دي.))
دغه فقره په
ټوله کې په دې مانا چې که چېرې افغان دولت خپل ولس ته د يوې ټولګټې پروژې د جوړولو
تابيا وکړي، نو بايد له امريکا څخه اجازه وغواړي . که د امريکا زړه نه وو، نو
افغان دولت ته به ووايي چې دغه پروژه د ترهګرۍ سبب ګرځي نو بايد له جوړښت څخه يې
ډډه وکړي .
تر ټولو
ګواښمنه حقوقي مسئله ده :
نهمه ماده:
حقوقي مسولیت:
((۱۔۔د امریکایی ځواکونو او د هغوی د پوځي او ملکي قرار دادیانو ټول حقوقي او قضایې مسولیت د امریکا
د دولت پر غاړه دی.))
د افغان په خاوره کې به افغان
ماشومان وژل کېږي، په افغان کورنۍ به يرغل کېږي او د هغوی په عزت به لوبې کېږي، خو
قانون به د امريکا پلی کېږي؟؟؟ نو دا که د افغانستان د له منځه وړلو او پر ځای يې
د امريکا د جوړولو مانا نه وي، نو بله هېڅ مانا نه لري .
((۲۔۔که چیرته د افغانستان دولت
د هغو دوسیو د اخیستلو غوښتنه وکړي چې پکې د امریکایی مامورینو د سرغړوني عمدي او غیر
عمدي کیسونه (دوسيې) ځای شوي وي نو په دې صورت کې د امریکا دولت مکلف دی چې د افغانستان
لوري ته حقوقي ځواب ورکړي.))
دغه فقره په
دې مانا چې که امريکايی په افغانستان کې کوم ماشوم ووژني، کوم موټر وان په ټوپک
وولي ځکه چې د دوی تر مخ روان وو، نو افغان دولت نه شي کولای چې هغه قاتل محکمه
کړي . امريکا به د دې مادې پر بنسټ افغان دولت ته داسې حقوقي ځواب ورکړي چې :
د همدې نهمې
مادې د لمړۍ فقرې پر بنسټ که امريکايی جرم
وکړي، نو پر هغه د افغانستان قانون نه، بلکې د امريکا قانون پلي کېږي . او دا
محکمه به موږ په امريکا کې کوو .
همدا حقوقي
ځواب دی، حقوقي ځواب کوم ښکر نه لري او نه هم کوم الهي ټاپه پرې لګول شوې وي . بيا
به په امريکا کې له هغه قاتل سره کومه کورنۍ حساب وکړای شي؟؟ مځکه او هوايي حريم
به مو امريکا نيولي وي، په کومه له ملکه ووځې او چا ته خپله عرېضه وړاندې کړي؟؟
((۴۔ که چیرته امریکایی پوځيان
او ملکیان د افغان دولت له لوري نیول کیږي نو افغانستان باید ډیر ژر هغوي امریکایی
لوري ته وسپاري.))
يو ځل بيا،
که چېرې کوم امريکايی په افغانستان کې کوم جرم وکړي، نو افغان دولت مجبور دی چې
هغه امريکا ته وسپاري، خو افغان دولت ان د يوه امريکايي د تلاشۍ اجازه نه لري .
که چېرې
افغان دولت او ولس د دا ډول شرايطو لسمه برخه هم ومني، په دې مانا چې دېرش کاله يې روژه ونيوله او اوس يې په
غولو ماتوي (لوستونکيو وبښئ چې غول يادوم، خو بايد سپينې خبرې وکړو) . افغان ولس دېرش
کاله قربانۍ ورکړې، دېرش کاله يې په پت، عزت، وطن، ټولنه، ناموس، شرف، انساني عفت
او حقوقو لوبې وشوې، خو افغان ولس تل دغه بدمرغۍ ومنلې او د خلاصون لپاره يې خپل
ماشومان قرباني کړل . نو افغان ولس اوس ولې مات غليم ته سر په سجده کړي او داسې
شرايط يې ومني چې هره ورځ يې د دېرشو کلونو له بې عزتۍ څخه بدترا وي؟؟؟؟
دا په دې
مانا چې افغان ولس بايد له خبرو او سولې مخ واړوي، بلکې افغان ولس بايد تل خبرو او
سولې ته تيار وي او په خپله د حل لار په پيدا کولو کې هره شېبه هڅه وکړي . له همدې
امله بايد ټول وسلوال مخالفين، په ځانګړې توګه طالبان د خپل وحشت او جهالت، د نورو له غلامۍ او لمسون څخه تېر شي او قرآني
احکام خپل کړنلاره وګرځوي . ځکه چې همدا امريکا د طالبانو يا د دوی په نامه د نورو
ځناورو ډلو ټپلو د کړو وړو پر بنسټ په افغانستان کې جګړه رامنځته کوي، خپل ولسونه
غولوي او نور هغوی په خپله پلوۍ را پاڅوي . په ننۍ نړۍ کې هر څه د علم او پوهې پر
بنسټ کېدون لري . څوک چې پر يوه شي نه پوهېږي، بايد يو پوه شخص وپوښتي، لکه څرنګه
چې الله ج وايي :
فسئلو اهل
الذکر ان کنتم لا تعلمون
اوسمهال
بايد هره وسلواله ناباندې ډله له بلې هغې سره خپل نظر شريک او په ګډه سره يوه د حل
لار ولټوي .
د امريکا د
تلپاتو نظامي تمځايونو مسئله د ښاغلي کرزي او د لويې جرګې له وس او عقل څخه لوړه
ده . ښاغلی کرزي به په عقل پوره وي که نه، خو کړه وړه يې د يوه ځانغاړي ماشوم په
څېر دي . په لويه جرګه کې سياسي، حقوقي او نظامي پوهان نه راټولېږي . پر دغه سکالو (مسئله) بايد د
سياسي، حقوقي، اقتصادي او نظامي پوهانو تر منځ بحث وشي، پيل او پايلې، ګټې او
تاوان يې بايد وارزول شي . خبريالان بايد دغه پېچلې مسئلې افغان ولس ته په ساده
ژبه په بېلګو کې وړاندې کړې . خو بايد د تلپاتو نظامي تمځايونو له هوکړې وړاندې ټول
ولس ته يو منلی دولت، ولسي او ملي جرګه
رامنځته شي .
امريکا په
داسې يوه اکر (حالت) کې نه ده چې په افغان ولس خپل شرطونه ومني، بلکې افغان ولس بايد
تر ټولو شرطونو وړاندې امريکا وپوښتي چې ولې او د څه لپاره تمځايونه غواړي . دغه
پوښتنه بايد امريکا داسې ځواب کړي چې د هر چا قناعت واخيستل شي . له هغه وروسته به
افغانان په دې اړه غور وکړي .
د يو څو ټکو
بيا بيا يادول غواړم او هغه دا چې :
امريکا پرته
له بدمرغۍ څخه افغان ولس ته هېڅ کومه تحفه او ګټه نه لري . خو که د افغان ولس بيا
هم زړه وي چې دغه د لستوڼي مار ته ځای ورکړي، نو بايد د امريکا پر هر ګام خبر وي .
ما په خپله يوه بله ليکنه کې ځينې آړونو ته نغوته کړې وه چې يو څو نور يې دلته
يادول غواړم . افغان دولت بايد :
·
د امريکا د تمځايونو ټول واک او
اختيار ولري، همداسې بايد تل د دو ي، پرته د امريکايانو له خبرولو، د تلاشي کولو
حق ولري .
·
افغان دولت بايد دا حق ولري چې د
امريکا ټولو پرسونلو ته، هغه که نظامي وي که ملکي که استخباراتي، ان جنرالان، د
قانون د ماتولو په اکر کې ان د مرګ سزا ورکړي . هر ګوره له دغه مادې څخه
ديپلوماتان معاف دي .
·
افغان دولت بايد خبرې وي چې امريکا
په افغانستان کې کومې وسلې ځای پر ځای کوي . افغان دولت دا حق لري چې د امريکا هغه
وسلې له افغانستان څخه وباسي يا يې په خپل واک کې راولي چې يورانيم او نورې
کيمياوي، بيولوژيکي او ميکروبي ځانګړتياوې ولري، ځکه چې افغانستان د وسلو لابراتور
نه دی او نه يې وګړي موږکان دي .
د زرم ځل
لپاره :
امريکا له افغان ولس څخه اډې نه، بلکې د افغانانو د وژن لپاره په خپله له افغانانو څخه رسمي اجازه غواړي ۰ امريکا په افغانستان کې نور د جګړې لپاره هېڅ دليل نه لري، خو که افغان ولس اوس تمځايونه ورکړي او له يوه وخت وروسته يې له ځناورتوب څخه تر پوزې راشي، او بيا ټوپک ته لاس کړي، نو بيا به افغانانو له امريکا سره تړون مات کړی وي، افغانان به ملامت وي او امريکا به خپل ولس او ټولې نړۍ ته وايي چې افغانان زموږ پر حق تېری کوي، نو موږ يې ځکه بچيان ور وژنو ۰
په
افغانستان کې د امريکا شتون د خبيثه سرطان په مانا دی چې افغان ولس د خلاصون لپاره
بايد د بدن غړي غوڅ کړي . دغه قرباني کېدای شي چې دېرش کاله نور هم پايښت ولري او
يا په خپله د افغانستان وجود مړ شي .