
نوراحمد عايل
په پاڼه يا کتابچه کې په لاس د سيده خط کشولو لپاره، له دې وروسته خط کش مه کاروئ،ځکه چې اوس يوه داسې نوې اله جوړه شوې ده چې
Constrained Ball نومېږي ،چې له پخوانيو اوږدو، لرگينو او پلاستيکي خط کشونو څخه کوچنۍ ساده او سپکه وسيله ده. په انځور کې يې وينئ
ددې الې په کوچني سوري کې به خپل پېنسل او يا قلم ورکړئ او همداسې سيده به حرکت ورکړئ ،اله د هغې کوچني څرخ په وسيله چې د الې په بېخ کې ځاى په ځاى شوى دى حرکت کوي، ، په دې نويو او ماډرنو خط کشونو کې يې ځينې دومره مجهز دي چې د يوه کوچني سکرين له لارې د هغۀ خط اندازه هم درښيي چې تاسې د کاغذ پر مخ کښلې ده.