بی خونده خبری: (۱)

 وسیم سجاد، کابل
جون۲۰۱۱،۲۰
تاند لیکلي: بسم الله محمدی څوک مقرر کړي دي؟
د کورنیو چارو وزیر چی نوم یی په بسم الله پیل کیږي او په محمدي پای مومي، په خپل وزارت کی د امارت!!! پرمهال یی ۶۷ شاوخوا کسان په دندو ټاکلي دي. ۴۳ یی د پنجشیر شیران!!! دي. دوی د پنجشیر په نړیوال پوهنتون!!! کی د لومړی نړیوالی جګړی او دویمی نړیوالی جګړی د ماسټر ماینډ شیرِ پنجشیر مسعود څخه لوړی زده کړی ترلاسه کړیدي. یوه ورځ می په پروان کی ټریننګ ورکاوه، نو ما خپلو شاګردانو ته چی زیاتره پکی مشران وو، وویل چی کوشش وکړی چی فعال ووسی.
تیز قدمونه پورته کړی خپل نشاطات وښیی. بیا می د اوباما مثال ورکړ چی وګوری کله چی اوباما پریس کانفرانس ته خبری کوي څومره په تیزو قدمونو ګام اخلي. نو یو پکی په ډیره جدی لهجه وویل چی: از امر صیب یاد ګرفته!!!
خندا هم راغله او خپله بی طرفی می هم وساتله(په یاد ولری چی بی طرف بی شرف دی: خو څه می کړي وای؛ رزق ته می لغته ورکول نه غوښتل). دی بی منطقه ته وګوره چی هلکه مسعود څه وخت له دنیا ورک شوی او اوباما څه وخت واک ته رسیدلی. یا کیدای شي اوباما په پوهنتون کی مسعودالوجی!!! لوستي وي. محمدي، نه پوهیږم چی د ناکامو جنرالانو په تقرر کی یی څه لیدلي دي. لری نه دی چی سبا به به محمدي د زین العابدین په څیر په غیاب او یا په مرګ محاکمه شي. دوی زه هیڅکله له حُسنِ مبارک او یا هم له یمنی صالح سره نه شم مقابله کولی. هغوی چی چپه شول دوی خو هیڅ هم نه دي.
دوی خو طالب جان ته خپل امتحان ورکړیدی. طالب خو دوی له خپل شیر سره په بازارک ورمنډلي وو، پوزه فهیم، چوکره ډبل عبدالله، فیلسوف اسیا قانوني، سترجنرال محمدي، مړ جنرال داود، داود... خو ټول ...
ایا شاپور بختیار، بکتاش سیاوُش، مجاهد کاکړ به د کورنیو چارو وزیر را وغواړي چی ددی تعیناتو په اړه تری پوښتنی وکړي؟
دعوت: پښتو سره د مور میری سلوک کیږي!!!
تل ځوریږم چی اورم له پښتو سره ظلم کیږي. خو دا ظالمان بیا مونږ په خپله یو. نن می ریس راته ویل چی ولی په پښتو نه غږیږم چی هغه یی هم زده کړي. خجالت یی کړم. زه بیا ځان په خپله پروژه کی قهرمان بولم چی په ډیره پښتو لیکل او ویل کوم خو نن زه بیا زیرو شوم. دا کیسه بیا د هر وزارت او هر ریاست دی. کانفرانس کی به زیاتره پخوانی منحوسی څیری ګوری، خو چی لږ یی و ګروی، پښتون راو خيژي. نو سړی حیران شي چی اخر دوی ولی په پښتو نه غږیږي. که په پښتو غږیدل جرم وي نو اولنی مجرم خدای(نعوذو باالله) دی ځکه پښتو ده پیدا کړیدی.
فاروق وردګ پښتون دی. ستر جنرال رحیم وردګ پښتون دی، د مالیی محترم وزیر پښتون دی؛ ډاکټر احدي خو په پښتنو کی بیا بد نام افغان ملتی دی خو یوه ورځ یی هم د هزاره بشردوست په اندازه پښتو ونه ویله؛ خارجه وزیر پښتون دی، خو د وزارت مجله کی یی د پښتو درک په وړو کی د مالګی ته ورته دی؛ و رام، رام. د افغان ادبی بهیر پخوانی ډم او دملی امنیت اوسنی ویاند مشعل هم پښتون دی؛ د افغانستان بانک لومړی معاون صافي هم پښتون دی، د ملی امنیت مشر رحمت الله نبیل هم پښتون دی، جیلانی پوپل هم پښتون دی؛ محلي ارګانونو اداری ته نوی راغلی فراهي هم پښتون دی؛ د کرزی حقوقی سلاکار نصرالله ستانکزی هم پښتون دی، لوی څارانوال الکو هم پښتون دی نور به څومره لیست اوږدوم. دوی ټولو قسم خوړلی چی په پښتو به نه غږیږو ځکه چی بیا دوی فاشیستان بلل کیږي، دوی بیا متعصب دي، دوی بیا له دندو لری کیږي!!! لوخی (که سپیلِنګ یی سیی وي) د قوم بد غوښتل سر یی په اوبو کی وچ شو.
که غواړی رایی ترلاسه کړی او یا هم ځان مطرح کړی نو په جومات کی... وکړی. اتمر چی کله د معارف وزیر وو د خپل وزارت پرمهال یی پښتنو ته دزده کړی برابرولو غږ اوچت کړ؛ د پښتنو زړونه یی خپل کړل؛ سړی بیا د کورنیو چارو وزیر شو، هسی بخت ورسره یاري ونه کړه کنه ولسمشری ته یی پوره تیاري نیولی وه. پښتانه اوس یو ژړیدونکی قوم دی، له ګیلو پرته نور هیڅ نه لري. مونږ اوس هم خپل راتلونکی په طالب کی ګورو. دلته پښتو د دوزخ ژبه بلل کیږي؛ د وحشت، ترهګری ژبه هم پښتو دی.
خو افتخارات مو ورک نه دي: پښتو اوس هوری لري د کیوبا په ټاپو ګوانتنامو کی پیژندل کیږي، کندهار کی پرتو کاناډیانو او امریکایانو ″څنګه یی؟″، ″مننه″ زده کړي دي. پښتون ته دومره افغان ملتیانو کار ونه کړ څومره چی طالب جان ورسوله!!!
leekwal@yahoo.com