کېدای شي دریو ولایتونو ته نوي والیان وټاکل شي

داسې اوازې دي ،چې ولسمشر کرزی غواړي په حکومت او کابینه ادلون بدلون رامنځته کړي دکابینې په اړه ویل کیږي ،چې دمالیي ، کورنیو ، دفاع ، بهرنیو چارو وزارتونو ته نوي وزیران او داطلاعاتو فرهنګ وزارت پر دوو برخو وویشل شي .
دوالیانو په برخه کې دکندهار لپاره منیر منګل دهرات لپاره ګل اغا شیرزی او دننګرهار لپاره ډاکتر اکرم خپلواک نومونه یادیږي . دکندهار اوسنی والي توریالي ویسا دوه اونۍ کیږي ،چې تری تم دی .