
جلال اباد: په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هيواد نامتو ژورنالست اودننګرهار د ژورنالستانو اتحاديې مشر حاجي اسد الله حصار شاهيوال د پختورګو د ناروغۍ له امله په حق رسېدلى دى،نوموړى د تېرو دېرشو کالو راهيسې په هيواد کې د يو تکړه خبريال او ليکوال په توګه پېژندل کېدلو او په بيلابيلو موضوعاتو يې څلوېښت څيړنيز کتابونه ليکلي او د هيواد په بيلابيلو ورځپاڼو کې يې خبرونه او راپورونه هم خپاره شوي، د ننګرهار د راډيو تلويزيون تکړه وياند هم ؤ، په جلال آباد کې د وحدت ورځپاڼې د استاذي په توګه يې هم دنده تر سره کوله، د نوموړي مړينه د ژورناليزم او ادب په ډګر کې ستره ضايعه ده.