نړۍ د جون مياشتې په20 مه نېټه:


محمد علي کلې 
_  نن ورځ دمهاجرونړيواله ورځ ده ؛
_  دسينګال هېواد دازادۍ ورځ ده ؛
_  ازبکستان دخپلواکۍ ورځ نمانځي  ؛
_  په جاپان کې دسمندرورځ ده ؛
_  په 1867زکال کې جمهوررئيس  ((اندريوجانسن  )) د(( اﻻسکا)) دپيردلوخبر خپورکړ؛
_  په1967 زکال کې دامريکاقضا ، دنړۍ نامتوبوکسر محمدعلي کلې  ، له دې امله په پنځه کال بنداولس زره ډالره ناغه باندې محکوم کړ ، چې نه يې غوښتل په پوځ کې شامل شي او د ويتنام په جګړه کې برخه واخلي ؛
_  په 1990 زکال کې دجرمني پارلمان پرېکړه وکړه ، چې پلازمينه له ((بن )) څخه پخواني ښار ((برلين )) ته بېرته انتقال کړي ؛
_  په 1994زکال کې  دايران د مشهدپه يوه جومات کې ، دبم دچاودنې له امله 25کسان ووژل شول اوشاوخوا 80کسان نورټپيان شول  .