د تورې شرنګ

دې ملک کې دافغان دتورې شرنګ دی
همدا ده چې دښمن دلته په تنګ دی
دا شاړي شاړي ځمکي دغه غرونه
اغزي يې زخمی کړي دي لاسونه
اغزي زمونږ دخاوري هم یوزنګ دی
همداده چې دښمن دلته په تنګ دی
 
روښانه مو تاریخ ددی وطن دی
پوه شوی کلی کورکې هرپتمن دی
هربوټی دوطن په وینورنګ دی
همدا ده چې دښمن دلته په تنګ دی
 
میوند به درته ووایه میړانه دافغان
انګریزهم صفت نه کاندی دځان
کیسه یې اوریدلی چې داجنګ دی
همدا ده چې دښمن دلته په تنګ دی
 
راځی چې وطن وژغوروله جنګه
آباد به یې وساتو کړو به یې ننګه
یووالی مو ویاړنه دوطن دی
همدا ده چې دښمن دلته په تنګ دی
 
امرالدين سرحد