
ولسمشر حامد کرزي ۱۳۹۰ لمریز کال د ملي ژواندانه لپاره له ډیرو مهمو او حساسو کلونو څخه وباله، څرګنده یې کړه که چیرې موږ په دغه کال کې په یووالي، ملي وفاق، په تدبیر او جرأت سره عمل وکړو افغانستان به د ښې راتلونکې لرونکی او بریالی هېواد وي.
حامدکرزي چې نن یې دارګ د سلام خانې په ماڼۍ کې د ځوانانو په ملي کنفرانس کې خبرې کولې، د امریکا له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د افغانستان حکومت د امریکا د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون د وړاندیز په ځواب کې څو مهم شرطونه ایښي دي:
ـ دافغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ تړون باید په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګښت سبب شي.
ـ په افغانستان کې دې د نړیوالو ځواکونو شتون قانونمند او په ټولو برخو، لکه د عملیاتو په لاره اچولو، د موازي بنسټونو د جوړولو، د زندانونو د بندولو، د خلکو دکورونو د لټولو او د هغوي د نیولو په شمول دې د هغوی ټولې په خپل سره کړنې بندې شي.
ـ دنړیوالو ځواکونو شتون دې په افغانستان کې د دې هېواد د اساسي قانون او ملي ګټو په چوکاټ کې تنظیم او له افغانستان سره دې د هغوی مرستې د افغانستان د دولت له لارې په څرګند ډول دوام ومومي. ـ د امنیتي ادارو د پیاوړتیا لپاره دې امریکا په دوامداره توګه له افغانستان سره همکاري وکړي.
ولسمشروویل: که چیرې امریکا زموږ او موږ د هغوی شرایط ومنل نو له هغې وروسته بیا د افغانستان د خلکو واک دی چې د یوې لویې ملي جرګې په ترڅ کې د دغو شرایطو په اړه پریکړه وکړي. ولسمشر له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږدونې بهیرته د اشارې په ترڅ کې وویل: د امنیتي مسوولیتونو د لیږد لپاره چې واک افغاني شي، هڅې روانې دي.
دلته افغانان مسوولیت لري چې په هیڅ ډول بهرنیانو ته د دې زمینه برابره نه کړي چې هغوی له خپلې پریکړې څخه واوړي. حامدکرزي ټینګار وکړ چې د انتقال بهیر په شا تلونکی نه دی، افغان ځواکونه باید په پوره هوډ او کلکې ارادې سره دغه کارته اوږه ورکړي. ولسمشر وویل چې په روان کال کې به د افغانستان په اړه د آلمان هېواد د بن په ښارکې یوه غونډه جوړه شي چې دتیرو کلونو په ترڅ کې شوي پرمختګونه به وڅیړل شي او د راتلونکو کلونو لپاره به په بیلابیلو برخوکې له افغانستان سره د مرستو او همکاریو د څرنګوالي په باب تصمیم ونیول شي.
حامدکرزي وویل: د بن په لومړۍ غونډه کې افغانستان د بیلابیلو ډلو په توګه ګډون کړی و، داځل به د افغانستان د دولت په توګه د بن په دویمه غونډه کې ګډون کوي. ده زیاته کړه : ترهغه مهاله به له طالبانو سره زموږ له خبرو هم څرګنده پایله ترلاسه شوي وي چې هغوی هم باید د دې هېواد د اولادونو په توګه د افغاني پلاوي جز واوسي ترڅو تر یو بیرغ لاندې او د یو واحد افغانستان په نوم په دغه غونډه کې ګډون وکړي او که چیرې طالبانو ته په دغه غونډه کې دیوې جلا ډلې په توګه بلنه ورکړل شوه بیا موږ په دغه غونډه کې ګډون نه کوو.
ولسمشرهمداراز په دغه غونډه کې څرګنده کړه چې د افغانستان د اقتصادي پالیسۍ پر څیړلو یې پیل کړی دی چې دا وڅیړي آیا کوم ژوند چې اوس دافغانستان خلک لري، دبهرنیانو له وتلو وروسته به هم دوام وکړي که نه؟ او آیا د افغانستان د دولت لګښتونه د دې هېواد له اقتصادي عوایدو سره اړخ لګوي که نه؟. ده وویل : په دې باندې کارکوو چې د هېواد د صنعتي کیدو لپاره څه وکړ او د نړیوالو په هغو مرستو باندې څه وکړو چې زموږ دهېواد دصنعتي کیدو سبب نه شوې.
حامدکرزي په دغه غونډه کې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: نن د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې ځوانان د دواطلبانو په توګه دنده ترسره کوي چې تنخوا ورته ورکول کیږي. یو مهال زموږ د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې د عسکري خدمت یو مکلفیت و، اوس موږ دا څیړو چې بیرته د مکلفیت دوره پیل کړو او که په دواړو برخوکې ځوانان عسکري خدمت ته دوام ورکړي.
حامدکرزي په ټولنه کې دځوانانو رول وستایه، وې ویل: تاسو د نن ښایست او قوت یاست او ټولنه په تاسو ښکلې ده، د نن ښایست او انرژي مو ثابته ده خو دغه ښایست او انرژي هله د افغان ملت لپاره په یوه قوت بدلیدلی شي چې تاسو زده کړه وکړی.
له دې امله تاسو زده کړه وکړی چې ننۍ انرژي مو د سبا لپاره په قوت بدله شي ، هېواد مو په خپل ځان متکي او راتلونکی جمهوررئیس مو لکه زما په شان نورو ته د مرستې لاس اوږد نه کړي او د بهرنيو عسکرو او نړیوالو مرستو ته اړتیا ونه لرو. د دغه کار لپاره ستاسو زده کړې او تخصص ته اړتیا ده.
جمهوررئیس په ځوانانو باندې ټینګار وکړچي د زده کړې پرمهال له سیاست څخه ځان لرې وساتي او یوازې د زده کړې او علم د ترلاسه کولو لپاره دې هڅه وکړي.
حامدکرزي د هلکانو په تناسب نجونې ډیرې وهڅولې چې په بیلابیلو برخوکې لوړې زده کړې وکړي. جمهوررئیس په دغه غونډه کې پر دیني عالمانو او روحانیونو غږ وکړ چې د خپل ستر دیني او ملي مسوولیت له مخې نجونې دعلم زده کړې ته وهڅوي.
حامدکرزي ځوانانو ته وویل : سږ کال دافغانستان حکومت په بهرنیو هېوادونو کې تاسو ته دلوړو زده کړو لپاره پنځه میلیونه ډالره بیل کړي او دغه اندازه به کال ته لس میلیونه شي چې له هغو څخه باید ځوانان په سمه توګه ګټه واخلي.
په دغه کنفرانس کې نورولي خپلواک، سنګر امیرزاده او زمري باهر دځوانانو په استازیتوب خبرې وکړي، په هېوادکې یې د سولې له بهیر، له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو له بهیر، له امریکا سره د ستراتیژیک تړون د لاس لیک په اړه د لویې جرګې له جوړیدو څخه خپل ملاتړ څرګند او له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې د لویې جرګې په څېر په یو شمېر تصمیم نیونکو موضوع ګانوکې دې ځوانانو ته دګډون ونډه ورکړي.
دځوانانو په دغه دوه ورځني ملي کنفرانس دهېواد له ټولو ولایتونو څخه ځوانانو ګډون کړی چې په بیلابیلو برخوکې به د ځوانانو ستونزې وڅیړل شي او دحل په موخه به یې د حل لارې چارې ولټول شي.#