
دښځو لپاره د نړی بدترین ځایونه: هندوستان
افغانستان، چیری چی ښځی د خپلو ستونزو حل په ځان سوځولو کی ګوري
صومالیا، چیری چی ښځی په خپل نوم شرمیږي
کانګو، په زور سره له ښځو سره زنا پایتخت وبلل شو
هندوستان، چیری چی له ښځو سره زور زیاتی ساری ناروغی دی
پاکستان، چیری چی په ښځو تیزاب شیندل کیږي
Jason Burke in Delhi
منبع: ګارډین
ژباړن: وسیم سجاد، کابل
کوسوم به خپلی کورنی ته په راتلونکی اونی کی په یوه واده کی د برخی اخیستلو لپاره ستنیږي، ستړوونکی لاره—چی ۵۰۰ میله د ډهلی ختیځ، چی د اتراپردیش ایالات زړه خواته لاړه دی—ځي.
۳۳ کلنه ۱۵ کاله وړاندی د هندوستان پایتخت ته له خپل میړه او یکی یواځی ځوی سره ددی لپاره راغلی وه چی خپل ژوند ته نوی رنګ ورکړي، له هماغه وخته ژوند کله ښه، کله بد خو تیریږي.
د ژوند خواږه دا وو چی دی ته په یوه مالداره کورنی کی مزدوري ډیر زر پیدا شوه، او ډیر وخت یی وانه خیست. کوسوم میاشتی ۵،۵۰۰ هندي کلداری اخلي، د اونی شپږ ورځي پوره کار کوي خو ددی باوجود نوموړی ځان بختوره ګڼي.
″مالکین می ښه خلک دي، سخت کار ته می نه پریږدي، خیال می ساتي.″
خو د ددی پیسو ته د میاشتی تر پایه د ډیرو سترګی وي، کوسوم ابتدایی کچه زده کړی لري، لیک او لوست کولای شي، دا د خپلی کورنی لپاره د عاید ترټولو لویه زیرمه دی.
داځل به کوسوم خپله میاشتنی تنخوا نندرور د ځوی په واده کی مصرفوي، په هندوستان کی جهیز تر ټولو جنجالی او قیمتي مسله دی. دلته هر واده د کورنی په خوښه دی، کوسوم وایی چی نه یی دي اوریدلي چی چا په عشق او عاشقی سره واده کړیوي.
کوسوم په ۱۵ کلنی کی واده کړیدی، کوسوم یو څه پیسی له خپل میړه چی بی اندازی شرابی دی څنګ ته کړیدی، پیسی یی په یو صندوق کی چی ددو کوټو په یو کور کی یی ایښی ساتي، ددی دغه کور چی جوپړی دی ریل سټیشن ته نږدی (په جنوبی ډیلی کی) په غیر قانونی ډول جوړ شویدی. میړه یی په کوسوم شکونه نور هم زیات شویدي، یو ځلی د کوسوم په زړه کی راوګرځیده چی په بانک کی حساب خلاص کړي خو جنجال داوو چی باید د میړه موافقت یی خپل کړیوي.
د کوسوم میړه چی مزدورکار دی، دیاړي کوي. که کومه ورځ ورته کوسوم پیسی ورنه کړي نو بیا کوسوم راونیسي او تعذیبوي (وهي) یی. کوسوم هلی ځلی وکړی چی پولیسو ته لاړه شي خو کنځاوی ورته وشوی، دا یی ژبوره وبلله. کورنی تشدد په هندوستان کی سمه ساري ناروغي دی، څو اونی وړاندی د کوسوم میړه ددی یوه ګوته ماته کړه، مخکی یی ورته ژامی کږی کړی وی. کوسوم ددی ظلمونو باوجود خپل میړه نشي پریښودلای، ځکه هیڅ څوک هم ورته پناه نه ورکوي، او بله بدبختي خو لا داچی د ښځی لپاره شرم دی او که بیا د تښتیدو خبره په کلی کی هم مشهوره شوه نو بیا خو... د کوسوم ځوی ویشال پاللو ته اړتیا لري.
له ویشال سره لانجی اوس زور اخیستی دی، ویشال لوی شوی او انډیوالان یی بدخویه دي، د غیرحاضری له امله له حکومتی مکتبه هم ویستل شویدی، ددی مالکینو ددی ځوی ته بیا هم داخله واخیسته خو هغوی اوس رسمی اسناد غواړي چی له کوسوم سره نشته او مجبوره دی چی د ښوونځی مسولینو ته پیسی ورکړي. کوسوم د اچوت له نسله دی چی په هندوستان کی ورته په ټیټه سترګه لیدل کیږي. کوسوم وایی: په هندوستان کی ژوند اسانه نه دی.
leekwal@yahoo.com