
د ښځو لپاره د نړی ترټولو بدترین ځایونه: کانګو
افغانستان، چیری چی ښځی د خپلو ستونزو حل په ځان سوځولو کی ګوري
صومالیا، چیری چی ښځی په خپل نوم شرمیږي
کانګو، په زور سره له ښځو سره زنا پایتخت وبلل شو
هندوستان، چیری چی له ښځو سره زور زیاتی ساری ناروغی دی
پاکستان، چیری چی په ښځو تیزاب شیندل کیږي
Jack Kahorha in Goma
منبع: ګارډین
ژباړن: وسیم سجاد، کابل
د اوډیټی د پیدایش نصیب په جنګ ځپلی کانګو کی شوی وو، دغه ۱۸ کلنه له مینووا څخه خپلی هغه خاطری یاده وي کله چی د راوندا د ازادولو لپاره دیموکراتو قواوی ددی کلی ته—چی د کانګو ددیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کی پروت دی—راغلی او ددی ژوند یی د تل لپاره وډاراوه.
اوډیټی چا چی مونږ ته خپل تخلص ښکاره نه کړ وایی: د راوندا د ازادولو دیموکراتو قواوو زمونږ په کلي حمله وکړه، هر څه یی چور کړل، پلار یی را وسوځاوه، مور باندی راته اول جنسی تیری وکړ بیا یی ووژله.
″د راوندا د ازادولو لپاره دیموکراتیکو ملیشو زمونږ په کلي حمله وکړه او دلته بیا دوی د ۷ میاشتو لپاره پاتی شوی، زه مجبوره وم چی خپل عزت ددوی د هریو لپاره هره ورځ قرباني کړم تردی چی هغه ورځ را ورسیده چی وتښتیدم″.
د کانګو په اوږده او نه ختمیدونکی جګړه کی چی په شمالي او جنوبی کیوو ولایتونو کی روانه وه، ملیشو په ښځو ظلم زیاتی خپل ورځینی عادت ګرځولی وو.د ملګروملتونو د یوی سروی له مخی ۸،۰۰۰ ښځی په ۲۰۰۹ کال کی په کانګو کی په ″زور زنا″ ته مجبوره شویدي. ″ګروپی زور زنا″خو عامه خبره وه.
مسیکا کټسوا، ۴۴ کلنه، مینووا ته نږدی په یو واړه کلي کی اوسیږي، نوموړی په دی ځای کی د سلګونو هغو ښځو چی ظلم زیاتی او ″زور زنا″ ورسره شویدی، او همدارنګه د هغو ماشومانو چی له تشدد او جنګ،جګړو یی سرونه روغ دغی سیمی ته رسولي، سرپرستي او خدمت کوي.
کټسووا وایی: کله چی په کلیوالو د ملیشو لخوا حمله وشي، نو د جنسی تشدد کچه ورسره یکدم اوچته شي، دغه کچه په متواتر ډول اوچتیږي ځکه چی ښځی پټیو، ګودر او بازار ته تګ نشي پریښودلی.
د اوکسفام یو تازه راپور کانګو په کورنی تشدد هم متهمه کړه. ښځی وایی چی دوی د وطن دننه دویمه درجه مخلوق ګڼی شي، دوی ته کاري فرصتونه ډیر کم پیدا کیږي، په سیاست کی یی ځای ځایګی خوندور نه دی، په زور سره واده چی له ۱۸ کلنی مخکی ترسره کیږي د زده کړو مخه ډب کړیدی.
فاطومه ایوجینی د اساف په نامه دیوی غیری دولتی ټولنی فعاله په موګانګه کی وایی″عدالت عدالت نه دی، پولیس، عسکر او محلی اداری څوک چی کولای شي چی عدالت تطبیق کړي پخپله په زور کولو ودونو کی بوخت دي.″
خو بل پلو ته ثیثی ډیمبه –څوک چی له یوی غیرِ دولتی اداری سره د توماینی په نامه چی په ګوما کی موقعیت لري کار کوي—باور لري چی″په ماضی کی، ډیری ښځی ښوونځیو ته نه تللی، او هیچا زمونږ د حقوقو غوښتنه هم نشوای کولای خو اوس حتی زړی ښځي هم پوهنتونونو ته روانی وي ترڅو په ټولنه کی د ښځو په نماینده ګی یو بدلون رامنځ ته کړي.
فیلر لوتایچروا—د کیوو ولایت مرستیاله والی دی—وایی:″زه خو وایم چی د ځوانو جینکو په نماینده ګی باید یوه هڅه ترسره شي زمونږ په کورنی کی، دا مهمه دی چی د ښځو خلاف تبعیض کم شي ترڅو وکولای شي په راتلونکی کی د رقابت میدان ته راووځي.″
leekwal@yahoo.com