د ښځو لپاره د نړی تر ټولو بدترین ځایونه: صومالیا

د ښځو لپاره د نړی تر ټولو بدترین ځایونه: صومالیا
افغانستان، چیری چی ښځی د خپلو ستونزو حل په ځان سوځولو کی ګوري
صومالیا، چیری چی ښځی په خپل نوم شرمیږي
کانګو، په زور سره له ښځو سره  زنا پایتخت وبلل شو
هندوستان، چیری چی له ښځو سره زور زیاتی ساری ناروغی دی
پاکستان، چیری چی په ښځو تیزاب شیندل کیږي
 
ابوبکر البدری له موګادیشو
منبع: ګارډین
ژباړن: وسیم سجاد، کابل
فاطمه عثمان بولی وطن دننه په یوه کمپ کی د صومالیا پایتخت موګادیشو کی اوسیږي. ددی جوپړی ته ورته کور له ټوټو، ترپالونو او لښتو څخه په داسی ډول جوړ شوی چی پاکی اوبه پکی نه پیداکیږي، بجلی نلري، د کِناراب خو پکی له سره درک نشته.
فاطمه، میړه یی، ۷ ماشومان او ۳ خپلوان یی ټول یوځای په دی کور کی چی یوه خونه لري سره راټول شوي او ژوند مخته بیایی.
فاطمه وایی: زه داسی احساس کوم چی د خپل خاندان تر ټولو ذلیل انسان زه یم.
په فاطمی د هغو کسانو لخوا چی دی ورسره مزدوری کوله جنسي تیری شویدی، وهل (تعذیب شویدی)، تښتول شویدی او ... اوس، اوس فاطمه کولای شي د میاشتی ۴۰ ډالره د باورچی (اشپز) په حیث پیدا کړي.
فاطمه وایی: ما په پردیو کورونو کی مزدوري په اته کلنی کی پیل کړه؛ کله چی ۱۳ کلنه شوم، نو په زور واده شوم؛ او له هغه وروسته زه د کورنی تشدد ښکار شوی یم.
فاطمه نه لیکلی او نه هم لوستلی شي، بله بلا لا داچی ماشومان یی هم زده کړو ته لاس رسی نه لري. فاطمه وایی: د ماشومانو راتلونکی می تیاره دی.
د ښځو اصلي ستونزی عبارت دي له: کورني تشدد، په زور سره د زنا متواتره ویره، د صحي خدماتو نشتوالی، ښځو ته په ټیټه او حقیره سترګه لیدل. هیڅوک نشته چی ددوی اواز پورته کړي، څوک ورته دقدر په سترګه نه ګوري.
فادمو اسحاق احمد ۳۰ کلنه  د ۵ ماشومانو مور دی، دا هم دهغو غوندی چی ددی په چم ګاونډ کی پراته دي ژوند لري: زه د خلکو جامی وینځم؛ کومه منظمه دنده نلرم؛ خپل تقدیر او قسمت په انتظار یم؛ کوم مقدار پیسی چی زه په لاس راوړم ایله په ایله یو ډالر شي؛ دری ماشومان می سوال کوي: د سرک د سر سوالګر دي؛ که څه راوړي نو د لالټین تیل یی کړو او کنه نو په تیارو کی اوسیږو.
احمد سنت شوی هم دی، دی باندي په وړوکوالي کی هم مزدوري شویدی احمد منګیږي او وایی: کله چی مزدوری ونه کړم،میړه می تعذیبوي(وهي می)، ځکه چی ځوان کور اوسیږي او داسی فکر کوي چی زه یی کنیزه یم. که پریږدم یی نو چیری لاړه شم، زه یوه ژوندی کنیزه یم.
زه دغه ذلالت ته؛ کلتور او حالاتو رسولی یم.
احمد یتیمه لویه شویدی، ۱۴ کلنه وه چی جبراً خپل تره ځوی ته واده شوه، اول میړه یی وروسته مړ شو دی ورڅخه دوه ماشومان لرل، بیا ددی واده د پخواني میړه له بل ځوان ورور سره وشو، نوموړی می اوس هم میړه دی، تل می تعذیبوي(وهي). کله چی ۱۳ کلنه وم نو یو چا په زور زنا راسره وکړه، دوځلی نور هم  چی میړه می نه وو له ورته پیښی سره مخامخ شوم.
احمد د خپلو دریو لورګانو د ایندی په اړه په تشویش کی دی، دوی د ښوونځی هیله هم نشي کولای.په موګادیشو کی د صومالي ښځو د پرمختیا مرکز چی له هغو ښځو سره چی ناوړه پیښو سره مخامیږي مرسته کوي وایی: په صومالیا کی د ښځو خلاف تشدد په افریقا کی ځانګړی نوم او شهرت لري.
نادیه صوفی چی د نوموړي مرکز د اسنادو د ساتلو مسوله دی صومالیا ته  ځمکی پرمخ جهنم نوم ورکوي. نادیه وایی: هیڅ ښځه په صومالیا کی خوښه نه دی، ځکه چی ښځه له زانګو څخه تر مرګه پوری ځپل او رټل کیږي. د ښځو تښتول، په دوی تشدد، ددوی وژل د ژوند برخه ګرځیدلی دی او هیڅوک هم نشته چی مخنیوی یی وکړي.
leekwal@yahoo.com