نړۍ دجون دمياشتې پر 15مه نېټه :

 _ په اذربايجان کې دملي ژغورنې ورځ نمانځل کيږي ؛
_ په سويلي کوريا کې دزراعت ورځ ده ؛
_ په1616  زکال کې دلومړي ځل لپاره په کاناډاکې دسره پوستکيولپاره ښوونځی پرانستل شو؛
_ په1896 زکال کې دجاپان د((هونډو)) په ټاپوکې دزلزلې له امله 27 زره کسان ووژل شول؛
_ په 1924 زکال کې د(( فورډ)) موټرجوړولوکمپنی ، خپل لس مليونم موټرتوليدکړ ؛    
_ په 1941 زکال کې (( هوچي من )) دويتنام دخپلواک ليګ (( ويتمين )) بنسټ کېښود اوخلکوته يې بلنه ورکړه ، چې خپل هېواد له استعمارنه وژغوري ؛
_ په 1950 زکال کې غربي المان داروپاشورا ته ومنل شو؛
_ په 1999 زکال کې په بلجيم کې دکوکاکوﻻ په خرڅولوله دې امله بنديزولګول شو ، چې زيات کمياوي مواد يې درلودل ؛
_ په 2004 زکال کې دلومړي ځل لپاره دموبائيل ( ﻻسي ) ټېلفون ويروس کشف شو . دغه ويروس يوازې په ځينو موډلونوکې دخپريدو ځواک درلود .