د ښځو لپاره د نړی بدترین ځایونه: افغانستان


د ښځو لپاره د نړی بدترین ځایونه:افغانستان
افغانستان، چیری چی ښځی د خپلو ستونزو حل په ځان سوځولو کی ګوري
صومالیا، چیری چی ښځی په خپل نوم شرمیږي
کانګو، په زور سره له ښځو سره  زنا پایتخت وبلل شو
هندوستان، چیری چی له ښځو سره زور زیاتی ساری ناروغی دی
پاکستان، چیری چی په ښځو تیزاب شیندل کیږي
Jon Boone in Kabul
منبع: ګارډین
وسیم سجاد، کابل
ښځی په افغانستان کی؛ د کورني تاوتریخوالي، تبعیض او فقر له وجی ځانونه سوزوي.
څو ورځي مخکی، د واده په شپه، سلما وغورځیده. دی په ځان تیل اچولي ول، بیا یی تیلی ځان ته ورته کړی وو او بس. ۷۰٪ ځان یی په پرهر ژلی وو، اوس ټوله په پټیو کی پټه دی، په ټول افغانستان کی چی اور ژوبلو لپاره دوه تخصصی وارډونه وجود لري.، سلما هوری بستر دی. په دی ډونګوټی جوړه شوی او له هغی پاسه کمپله پرته دی.
سلما په ټیټ غږ خبری کولی، ددی کیسه ګنګسونکی دی. دا وایی چی له میړه او دده له کورنی سره یی هیڅ شخړه نه دی راغلی، یواځینی کار چی دا یی ځان سوځولو ته وهڅوله هغه واده وو چی ددی په خوښه نه وو.
په زور واده او یا په نه خوښه واده په افغانستان کی ښځی مجبوره وي چی ځان وسوځوي. سلما د خوړی په شپه او د خوړی لپاره تیاریو ډیره په قار کړیوه، د استقلال په روغتون کی د هغه وارډ ډاکټر چی سوځیدلی مریضان ورته راوړل کیږي، مشر ډاکټر احمدشاه وزیر وایی: دوی زیاتره وخت شرمیږي د چی وپوښتي څه پیښ شول.
ځینی خلک بیا د ښځو په پټو رازونو خبریدل  د وزیر له تشریحاتو هم خورا پیچلی او جړ بولي. وزیر وایی چی د ″ځان ته د اور اچوونکو″ ښځو تعداد ورځ تر بلی زیاتیږي.یواځی او یواځی دروان هجری شمسی کال په لومړیو دریو میاشتو کی ۹ ښځو ځان ته اور اچولی وو. خو ټول تیر کال بیا ۲۱ داسی پیښی ریکارډ شوی وی.  
ښځو ته پیښی دا ستونزی د کلتور له وجی دي؛ او یا هم کورنی شخړی؛ او یا هم  خپلو حقوقو ته نه لاس رسی. کلتور دومره غالب دی چی ښځی بیرون کار کولو ته هم نه پریږدي او یا دوی نشي کولای چی د خپل میړه او یا کوم خپلوان له اجازی پرته بازار ته لاړی شي.
څه ناڅه لاس ته راړنی چی شویدي هغه هم د کرزی د حکومت په دوری کی شویدي.
خو ډاکټر وزیر له ځان سره د اور اچونی نور دلایل هم لري: خلک وایی چی تشدد، خو زه اوله ستونزه په فقر کی بولم. زیاتره خلک دلته په (افغانستان کی) یوه کور کی اوسیږي، هوری بیا یو ورور خپلی ورینداری ته وایی چی ستا میړه کار نه کوي، تاسو سپیره یاست. زیاتره خلک چی دلته روغتون ته راځي وایی چی له خواښیانو سره ستونزه لري.
ډاکټر وزیر مخکي ځي او وایی: په ۱۹۹۰ لسیزه کی مونږ داسی هیڅ پیښی نه پیژندلی، ځان ته اور اچونه خلکو له ایرانه کاپی کړه، رسنیو دی کار ته لمن ووهله او اوس ښځی دغه لار د خپلو ټولو ستونزو لپاره یواځینی د حل لار بولي.
leekwal@yahoo.com