په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره بايد څه  وشي؟!

رفيع الله زيار
د افغانستان په څېر په جګړه ځپلي هېواد کې پرمختګ ډېر ګران او ستوزمن ځکه دى، چې جګړې د خلکو فکرونه او ذهنونه داسې برباد کړې، چې په هغه کې د پرمختګ او ژوند ته د ودې ورکولو څه نه دي پاتې. نو لومړى په کار ده، چې د خلکو د فکرونو په جوړولو باندې کار وشي او د دوى فکرونه دې ته تيار شي، تر څو د خپل هېواد او خپل ځان لپاره د مرګ ، ژوبلې او ورانيو اړولو پر ځاى، په پرمختګ، ابادۍ او ترقۍ باندې لاس په کار شي او له دې نه نور تېر شي، چې ته څوک يې او زه څوک يم، ځکه چې دادې بهر نه زموږ د وېشلو او په موږ کې د بې اتفاقۍ د راوستلو لپاره يوه جوړه شوي دسيسه ده او دوى تل دا هڅه کوي، چې افغانان په خپلو کې بې اتفاقه کړي او دوى ورڅخه خپله شومه ګټه پورته کړي.
په دې وروستيو کې د افغان دولت له خوا په دې هېواد کې د سولې د راوستو لپاره پراخې او هر اړخيزې هلې ځلې پيل شوې، تر څو د هغو مخاليفينو سره روغه وکړي، چې په يوه او بل نوم مرور شوي او له دې هېواد نه يې د باندې ددې هېواد پر ضد وسله پورته کړي ده.افغان دولت هڅه کوي،له هرې ممکنه لارې کار واخلي، خو چې په هېواد کې سوله او منيت رامنځته شي او نور په دې هېواد کې د بې ځايه وژلو او وينې تويولو مخه ونيول شي.خو خبره دلته ده، چې د سولې د راوستلو لپاره بايد څه وشي؟
لومړى بايد د ننه په هېواد کې د هغو خلکو ستونزو او مشکلاتو ته په وخت ځواب وويل شي، چې دوى يې په ډېرو برخو کې لري.د مثال په ډول يې بايد دلته يو څه نومونې راوړو لکه: د ايتلافي ځواکونو له خوا په ساعتونو، ساعتونو د عامو لارو بندېدل، په کليو او بانډو کې په خپل سر تلاشۍ، په خپله دې هېواد په ادارو کې فساد او رشوت او داسې نور ددې لامل شوي، چې په هېواد کې يې د سولې هڅې يو څه ټکنى کړي، خو په دې وروستيو کې افغان دولت بيا يو شمېر داسې ګامونه اخيستي دي، چې له امله يې د سولې راوستو او د مخاليفينو سره د خبرو اترو کولو ته لار برابره شوي ده، چې له دې جملې نه يې له زندانونو څخه د يو شمېر بنديانو راخوشي کول دي او په دې برخه کې د خوست ادارې ډېر څه کړي دي او په دې وروستيو کې يې د نورو زندانونو په ګډون د بګرام له زندان څخه زيات شمېر بنديان په خپل ځانګړي ضمانت راخوشي کړې او خپلو کورنيو ته په داسې حال کې ليږلي، چې کورنيو يې دا فکر هم نه کاوه، چې زموږ د کورنۍ نيول شوي غړي به په خير راخلاصيږي او بيا به په خير سره خپلو کورونو ته روغ رمټ راځي او دلته به له سره زموږ سره يو ځاى خپل ژوند پر مخ بيايې.د خوست ادارې دغه کار د سولې د پروسې د ګړنديتوب او د مخاليفينو سره خبرو اترو ته د لارې هوارولو لپاره يو ډېر ښه او پر ځاى ګام دى، ځکه دغه يو شمېر خنډونه دي، چې د سولې د پروسې چټکتوب يې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړى دى. که چېرې افغان دولت او په خاص ډول د خوست ولايتي اداره په نورو برخو کې هم دا ډول ګړندي ګامونه واخلي، نو لرې نه ده، چې د سولې بهير دې ګړندى نه شي او يا د هم کومه ستونزه او خنډ په لار کې ورته پيدا شي او د سولې راوستلو لار دې ډب کړي.
دوهم بايد د سولې په شورا کې داسې شخصيتونه ونيول شي، چې هغه په خلکو کې زيات د محبوبيت خاوند وي او خپل قوم او کلى دا اعتبار ورباندې ولري، چې دا سړى د خپل هېواد او د خپل ولس سره په پوره مېړانه مرسته کوي او په هېڅ ډول ولس ته د  ګټې او دوى ته د ښېګړې د رسولو په لاره کې درېغ نه کوي، همدارنګه د خپل ولس او خپل هېواد لپاره د سر په قربانۍ هر څه ته تيار دى. ددې سره په څنګ کې بايد داسې کسان، چې په خپل وخت د سولې شورا دفتر ته نه خاضريږي بايد ترې وپوښتل شي، چې ته يوازې د معاش اخيستلو لپاره شپې او ورځې تېروې او که ددې هېواد د پرمختګ او ددې ولس د هوساينې لپاره کار کوې. که چېرې دوى د ولس او هېواد لپاره په پوره مېړانه او پوره اخلاص سره کار ونه کړي، نو فکر نه کوم، چې دا وړۍ دې شړۍ شي، ځکه چې که موږ په دې لاره کې يوازې پيسې او معاشونه په نظر کې ونيسو، نو موږ نه شو کولاى هغه منزل ته ورسېږو، کوم ته، چې دغه درېدلى او ځپل شوى ولس سترګې په لاره دى او له ډېرو کلونو راپه دېخوا يې په دې ارمان پسې سترګې ووتې.موږ بيا هم هيلمن يو، که چېرې پورتنيو ستونزو ته په وخت ځواب وويل شي، نو د سولې پروسه به ډېره کړندۍ او په لنډ وخت کې به مو هغه ارمان پوره شي، چې له ډېرې مودې نه راپه دېخوا يې پۀ زړونو کې لرو او پۀ دې هر څوک ښه پوهيږي، چې ټول افغانان نور له جنګ نه ستړي دي او دوى نور نه غواړي، چې هېواد يې د نورو په لمسون وران شي او خلک يې بيا سوال کولو ته مجبور شي.