په کريم خليلي او بسم الله خان توغندويي برید شوی


په ميدان وردګو وﻻيت  کې، د پوليسو په يوه مرکز په داسې مهال توغندي توغول شوي، چې د ولسمشر دویم مرستيال کريم خليلي او د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي هم حاضر وو.
د میدان وردګو والي حلیم فدایي روهي وېب پاڼې ته وویل چې یوازې یو توغندی په داسې حال کې په دوی ویشتل شوی چې د کریم خلیلي ، بسم الله خان او د اړونده ولایت چارواکو ترمنځ غونډه روانه وه.
نوموړي وویل چې توغندی له دوی څخه په لیري واټن کې لږیدلی او چاته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې .
زبیر صدیقي چې ځان د حزب اسلامي ویاند بولي روهي وېب پاڼې ته د تلیفون په کرښه وویل چې ددوی ملګرو د میدان وردګو د سیداباد ولسوالی په توپ دښته  کې د بهرنیانو او افغان لوړپوړو چارواکو په غونډه چې د کورنیو چارو وزیر او د ولسمشر دویم مرستیال هم په کې وو ، ۱۵ میزایېل توغولي چې لسو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولي .
خو نوموړي لوړپوړو چارواکو ته د زیان رسیدو په اړه بې خبري وښوده .
بل لور ته د د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ددغه پېښې پړه په خپله غاړه اخیستي او ډېرې مرګ ژوبلې خبره کوي ، خو نوموړی هم د لوړپوړو چارواکو د وژنې په اړه بې خبري ښیي .