سل فوټه لوړ په رسۍ تګ پرته د لاس تم کولو څخه


ژوند ډېر خوږ دی خو په نړۍ کې داسې زړور خلک هم شته د شهرت لپاره دغه خوږ ژوند له ګڼو خطرونو سره مخ کړي . داسې یوه بېلګه د یوه امرېکایي تنکي ځوان ده چې د دوو لویو ګړنګو ترمنځ چې لوړوالی یې سل فوټه وو ، یوه نری رسۍ وتړله او پرته د لاس تم کولو له کوم څېز څخه چې بدني توازن یې وساتلی شي پرې د پاسه تېر شو. ۲۴ کلن اېنډي لېویس پرته له وېرې په رسۍ باندې د خپل فوټوګرافر لپاره بېلابېل اکټونه کول او خپل مهارت یې په ډاګه کولو.