
د هلمندي ولس په اړه اعلاميه !
د هلمند ولايت د وروستيو بدلونونو په
اړه زموږ د ابراز نظر اعلاميه
درنو لوستونکو اسلام عليکم !
د ستر څښتن تعالی (ج) څخه ډېر ډېر متشکر يو چي افغان لا پس له جدي
ملي مبارزو څخه په دې وتوانېدل تر څو د دولتي مرکزي مسؤلينو او د تصميم ګيريو
مراجع د هلمند واليت پر با شهامته او رنځېدلي ولس د يو شمېر رشوت خورو ، بد اخلاقو
، فاسدو او ککړو افرادو او مسؤلينو ظلمونه او فساد درک او ټولنيز ذهنيتونه يې په
ومنل چي پر حايقو استوار دي .
چي په پايله کي يې داود لغمانی شاړی د لښکرګاه د ښاروالۍ له دندي
او ورسره په مربوطه قضيو کي دخيل د ګرشګ ولسوال محی الدين داوري د سلګونو نورو
فسادونو تر څنګ د اخلاقي فساد په مشهود جرم له دندي ګوښه کړل .
نو ستاسو غيور ولس په استازيتوب له ولسمشر حامد
کرزي ، د سيمه ايزو ارګانونو د اداري د ريس عبدالخالق فراهي او د اداري فساد پر
وړاندي د اداري ريس لودين څخه ي،ه نړۍ مننه کوو او کور وداني يې وايو .
او تاسو غيور ولس ته دداسي ظالمانو ، فاسدو
او رشوت خورو د ګوښه کېدو تبريکي وايو .
ګرانه ولسه ستونزه داده چي هر غل او رشوت خور
به له دندي ګوښه کيږي ، د خلکو په ميليونونو پيسې او ډالري به له ځانه سره وړي او
ښه مستريح او عياش ژوند به په کابل ، دوبۍ ، لندن او نورو ځايونو کي کوي ، دا په هيڅ عنوان د قناعت وړ او عادلانه
نه بولو ، نو لهذا ستاسو اسلامي ، ملي او وطني وجيبه او دين دی چي خپل اسناد ،
شواهد ، مدارک او قراين ددغو افرادو لکه داود شاړی لغمانی او دده سره د همکارانو
په اړه راټول او جمع آوري کړﺉ تر څو څارنوالي ، د اداري فساد پر ضد اداره ، محاکم
او نورو کشفي او عدلي ارګانونو سره مرسته وسي چي حقوق اعاده ، حيثیت مو پر ځای او
حق مو حقدار ته ور وسپارل سي ، او دا هم بايد ووايو چي ستاسو او ستاسو سره د
همنظره ځوانانو لپاره به يو افتخار ددې غيرتمن ولس آينده نسلونو ته ورپاته وي تر
څو هر بل سړی که داسي اعمال تر سره کړي د ورته انجام او برخورد سره به مخ سي ،
بالاخره له ولسمشر حامد کرزي څخه يو ځل بيا
مننه کوو چي په دې وروستيو کي يې د هلمندي مظلوم ولس آواز او فرياد ته غوږ نيولی
او خپل حسن نيت يې اظهار کړی دی چي دغه فاسد افراد لکه ( د ولايت مرستيال ستار ميرزکوال
، ښاروال داود لغمانی ، د ګرشک ولسوال محي
الدين داودي ) چي دا ټول د ګلاب منګل د مافيا کليدي اعضاوي وه ، له دندي ګوښه کړل
.
هيله لرو چي عادل اشخاص چي د هيواد د هر ګوټ
وي وګمارل سي ، دا مفسدين چي د افغان او په ځانګړې توګه هلمند رنګ بدوي او تاريخ
يې ورانوي د خپلو اعمالو په قانوني او شرعي جزاګانو محکوم او مجازات کړي .
او همدا رنګه د هلمند د هغو مطرح او کليدی
اشخاصو څخه مننه کوو چي د يادو مفسدينو په ګوښه کېدو کي يې هلي ځلي تل په پارلمان
، مېډيا او د عامه افکارو په مراجعو او مراکزو کي کولې موږ يې کور وداني وايو او
سر لوړي دي اوسي .
ژمنه کوو چي افغان لا به ستاسو ټول اسناد
رسمي ادارو ته په محرم شکل ورسوي لکه د دغو خلکو پر ضدچي يې اسناد جمع آوري کول او
دولتي ادارو ته يې سپارل ، راځی اوږه په اوږه په اسلامي او ملي روحيه او د
وطندوستۍ په انګېزه سره متحد او متفق سو ،
داسي خلک هميشه شرمنده او رسوا کړو تر څو ملي ګټي ، ستاسو پاک احساسات جريحه داره
نه سي .
په ډېر ادب
افغان لا
Afghan.law@gmail.com