ولې امنیت مخ په خرابېدو ده؟


اېمل افغان
ولې امنیت مخ په خرابېدو ده؟
 
څرګنده خبره ده چې په افغانستان کې ورځ تربلې امنیت مخ په خرابېدو روان دی او ترڅنګ یې حکومت هم خپل باور ورځ تربلې په ملت له لاسه ورکړی،چې دغه د باور د لاسه ورکول یولړ علتونه لري چې هغه هم  افغان حکومت ونشو کړای په دا لسو کلونو کې یې په افغانستان کې یوه منظمه او په کار پوه اداره جوړه کړې وایې چې د دې کار په ترسره کولو سره به یې دغې دیرش کلنې جګړې ته یوځل بیا  د پای ټکې ایښی وایی او ترڅنګ به یې هرچاته د کار کولو زمینه برابره شوې وایې او هم به د کار د نه سرته رسولو په صورت کې له هغه کس نه د ورکړې چوکۍ پوښتنه شوې وایې چې ولې په دا لسو کلونو کې موږ پرمختګ ونکړو نور هم شاتګ ته مجبوره شوي یو.؟
دا هغه ستونزې دي چې زموږ په موجوده اداره کې شتون لري هغه په دې مانا چې د افغان حکومت په راز کې داسې څېرې شتون لري چې هغه هیڅکله هم نه غواړي چې په هېواد کې دې یوه سالمه او په کارپوه اداره را منځ ته شي ځکه که چېرته په هېواد کې د کارونو او مسؤلیتونو پوښتنه شوې وایې نو دغه موجوده چارواکي به هم پوښتنې لاندې راغلي وایی او نه به هم هېوادوال په داسې ناوړه بدبختيو سر وو چې اوس یې د ځان د ساتلو لپاره ورنه د خلاصون لاره ورکه ده.
خوکله چې بیا موږ په هېواد کې دا موجوده اداره ګورو او ترڅنګ دې دېرش کلن بحران ته یو لنډ نظر وکړو حکومت د دې وړتیا په خپل ځان کې پیدا نکړه چې دغسې وران کاره کړې او ډلې یې له خپل لست نه لرې کړې وایی چې د دې کار په ترسره کولو سره به د ملت  لپاره د کار زمینه برابره شوې وایی او هم به د دې کار په کولو سره حکومت هم د ملت باور ترلاسه کړی وايي او ترڅنګ به یې هېواد هم د پرمختګ په لور ګړندي ګامونه پورته کړي وایی چې له یوې خوا به مو هېواد ورسره اباد شوی وو او له بلې خوا به مو ځوانان د زده کړې له لوی نعمت نه برخمن شوي وایی.
دا چې اوس موږ په افغانستان کې د ننه حالاتو ته ګورو ملت له حکومت نه لرې پاتې شو امتیازات او چوکۍ ټولې  هغو کسانو په خپل زور او واک کې راوستلې چې نه یې وړتیا درلوده او نه هم د ملت لپاره د منلو وړ خلک ول نوداسې کړې چې نن د افغان ولس په سرنوشت لوبې کوي او بې ځایه هېوادوال هره ورځ په شهادت رسېږي نوڅنګه به موږ وکولای شو چې په افغانستان غوندې یو غریب او د نورو هېوادونو د لاس وهنې په شتون کې یوه اداره جوړه کړو چې ترڅو دغه اداره وکولای شي نور ددې مظلومو هېوادوالو د وینو تویولو مخه ونیسي او هم دغې بې سرحده او له پلانونو ډکې جګړې ته د پای ټکی کېدي.