رجب طيب اردوغان: له ډوډۍ خرڅولو تر سياسته

لیکوال: ایسی الیبیوګلو
منبع: الجزیره انګریزي
ژباړن: وسیم سجاد، کابل
جون۲۰۱۱،۱۴
هغه څوک چی د استنبول په شاوخوا کی اوسیږي، اردوغان ورته اوس هم اتل دی.
د یو سیاست مدار په حیث، رجب طیب اردوغان د ترکیی د سیاسی میدان تر ټولو لایق لومړی وزیر دی، څنګه چی له بنده خلاص شو، د خپل ګوند رهبری یی په لاس کی واخیسته او ویی کولای شول چی خپل ګوند ددریو دورو لپاره په واک کی وساتي، د ترکیی نړیوال حیثیت یی نور هم اوچت کړ، او وطن ته یی نه هیریدونکی خوښی راوستلی.
خو بیا هم د استنبول په کوڅو کی، د قاسم پاسا او د کولاکسِز په اولسوالیو کی، او د ګولډن هارن په سواحلو کی رجب طیب اردوغان اتل دی، قهرمان دی او د خلکو په زړه کی ځای لري.
د اردوغان د عدالت او انکشاف (توسعه) ګوند د تیری یکشنبی په ورځ (می ۲۰۱۱،۱۲)  په ټول ټاکنو کی له نیمو ډیری رایی ترلاسه کړی؛ د دریم ځل لپاره د ټول ټاکنو ګټل دده په دوو لسیزو شهرت باندی له کومه چی نوموړی د سیاست میدان ته له هغی ورځی چی په کال ۱۹۹۴ کی یی د شاروالی ټاکنی وګټلی دال دی.
د قاسم پاسا او کولکزِس مزدوران، مورګانی، پلرونه ، دوکانداران او حتی ماشومان ښاغلی طیب اردوغان ته ځانګړی اعتقاد لري او وایی چی ″بیزډن بین″ یعنی [یو له مونږه].
 د قاسم پاسا په یوه پارک، احمد قره، د اردوغان یو لری تره ځوی چی دا مهال ۴۶ کلن دی مخکی یی په کشتیو کی کار کاوه، چای خرڅوي، دده سره په همدی پارک کی طیب اردوغان سیمیټ –یو قسم ډوډی په ترکیه کی- خر څوله.
زمونږ په زړونو کی:
قره وایی:
″اردوغان زمونږ په زړونو کی دی، د خلکو سړی دی. خلک یی خوښوي خو ردوی یی هم. خو اکثریت یی د سخت کار یو غښتلی مثال بولي.( هر څه امکان لري که یو څوک ځان وښوروي، لږه سختي په ځان تیره کړي.″
قره مخکی ځی او وایی: اردوغان ډوډی خرڅوله، ما چای. اردوغان دا په ثبوت ورسوله چی دامهمه نه دی چی سړی دی کوم شالید او بګرونډ ولري. خوبونه ریښتیا کیږي ترڅو چی اردوغان زمونږ رهبر وي، به هماغه اندازه به ترکیه غښتلی وي.
یاسر ایحان، د اردوغان د ویښتو جوړونکی په ډیر افتخار سره هغه انځور ته چی د خپلو ویښتو دوکان کی یی له اردوغان سره اخیستي اشاره کوي او وایی″ورور دی، ورور″
 ایحان وایی: زه اردوغان له تیرو ۱۶ کلونو پیژنم، دده او زما پلرونه اندیوالان دي. اردوغان یو لایق سړی دی ده زمونږ ژوند اسانه کړ.
کله چی زه په ۱۹۹۸ کی حج ته لاړ وم، کله می چی یو ملیون تُرکی لیره صراف ته وروړه، راپوری خندل یی. چا راته پیسی نه بدلولی. خو په ۲۰۱۰ کی چی زه لاړم حج ته، ما سل تُرکي لیری ورکړی او ۲۵۰ سعودی ریال یی راکړل. نو پوی شوم چی زمونږ ژوند بدل شویدی، زمونږ اینده بدلیږي.
رجب میرل ۵۸ کلن ټکسی چلونکی دی. میرل د توری بحیری د هغی سیمی اوسیدونکی دي له  کومی چی د اردوغان مهاجر والدین راغلي دي، میرل د اردوغان له کاري پلانونو خوښ دی. دده کورنی د اردوغان د حکومت پرمهال طبی اسانتیاوو ته لاس رسی پیدا کړ.
 
چینجن غاښونه:
زما دعمر په پنځوس کلنی، ایله په ایله زه اوس د یو ډول ارامتیا احساس کوم. له لومړي وزیره مننه. زما کورنی اوس مصونه دی که هر څه وشي او که هرڅه را پیښ شي.  لس کلنی لور می ډیر خواږه خوړل، غاښونه یی چینجن شول، که ددی تداوي می پخوا مهال کوله، نو ډیره په تقدیرونو وه خو د اردوغان حکومت تر اتلس کلنی د ماشومانو محافظت په خپله غاړه واخیست. ددی خبرو په ویلو سره میرل  په یو شنګ له یو نوي جوړ شوي ښونځی تیر شو.
دغه ځای چی اوس ښوونځی پری جوړ دی، ډیران وو. اوس خو لږ ورته وګوره. دنوو سرکونو، کورونو او ښوونځیو لپاره باید له یوه کس نه مننه وکړه او هغه هم لومړی وزیر طیب اردوغان.
په کولاکزِس کی، دی یوی کافی مخی ته څو نفرو له اردوغان سره د فوټبال د لوبی خوږي خاطری یادولی او هغه انځور ته یی اشاره کوله چی اردوغان پکی ویلی ول ″یوه دقیقه″.
د اردوغان دغه انځور په ډیوس کی په کال ۲۰۰۹ کی د اقتصادي فورم دغونډی  پرمهال اخیستل شوی وو  چی له اسراییلی لومړي وزیر شیمن پیریز سره په غزی باندی د حملی په سر ونښته. په دی غونډه کی پیریز د اسراییلو دغه حمله رد کړه او وحشیانه یی وبلله. کله چی مُجري غونډه ګرمه ولیدله نو هڅه یی وکړه چی غونډه پای ته ورسوي خو اردوغان ورته وویل یوه دقیقه.
هوکا یاسر چی د کافۍ څښتن دی وایی″ مونږ اوس داسی یو مشر لرو چی د اسراییلو په مقابل کی په نره دریدای شي. مونږ پری ویاړو؛ زه یو ټکی انګریزي هم نشم ویلای خو دا ون مینټ ″یوه دقیقه″ می له ده زده کړی او خوند راکوي، اوس ډیر ځله همدا کلیمه استعمالوم.
په کوم اپارتمان کی چی اردوغان لوی شوی وو، په یوه غونډی باندی دی او له لری هم مالومیږي، دامهال پکی یوه کُردي کونډه چی د ایلزِګ چی د ترکیی په ختیځ کی موقعیت لري اوسیږي. له دغی کُردي کونډی سره د هغی دری ماشومان هم دي، د اردوغان دغی نوی بریا ورته نوری هیلی هم ورکړيدي.
دغه کونډه چی نه یی غوښتل نوم یی واخیستل شي وویل: کله چی په دغه ځای کی له یوه ډوډی خرڅونکی څخه د ترکیی لومړی وزیر جوړیږي نو امکان نلري چی زما له ماشومان د راتلونکی مشران جوړ شي
leekwal@yahoo.com