ديوناما لخوا دملکي تلفاتوديوطرفه راپور په اړه داسلامي امارت اعلاميه

  دملګروملتونوسیاسي څانګي یونامادملکي افغانانودتلفاتوپه اړه پخپل وروستي راپورکي ویلي چي :  دروان (۲۰۱۱)ز،کال دمئ په میاشت کي چي ملکي  افغانانوته څومره تلفات اوښتي دي  په تیروڅلوروکلونوکي ساري نه لري .راپورلیکي چي په یاده میاشت کي ۳۶۸تنه ولسي وګړي وژل شوي او۵۹۳تنه ژوبل شوي دي ،دملکي تلفاتودپورته شميرې  د۸۲سلني (۳۰۱کس  )دوژلوپړه یې پرمجاهدینووراچولې ده اویوازي ۱۲سلنه  (۴۵تنه )یې دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم  په بریدونوکي وژل شوي ګڼلي دي ،اوپه اصطلاح دسوله ساتوځواکونوپه هوايي بریدونوکي  بیا یوازي اویوازي ۳سلنه ملکي افغانان وژل شوي بولي .یوناماپه اخرکي دمجاهدینواومقابل لوري څخه غوښتي چي دملکي مرګ ژوبلي مخنیوي ته جدي پاملرنه و کړي .
دتأسف ځای دي چي دملګروملتونواداره دبې طرفۍ دتکراري ادعاووسره سره یوطرفه پالیسي پلي کوي ،نه یوازي دملکي تلفاتوپه اړوندبلکي دافغانستان درواني کشالې په سیاسي ،فرهنګي،اقتصادي ،اخلاقي اوپوځي برخوکي یې هم په تیرولسوکلونوکي دښکېلاکګروننګه کړې اومتأسفانه لاهم دوام ورکوي چي دملکي زیانونوپه هکله همداوروستۍ اعلامیه یې جوته بېلګه ده .داسي بریښي لکه چي دیوناماچارواکي هم دامریکایې جنرالانواوقوماندانوپه څیردافغانستان دروان وضعیت له تحلیل اوپه ځانګړې توګه دپوځي کشمش دارزیابۍ څخه عاجزشوي دي ،لکه څرنګه چې هغه ترټولولوي قوماندان  پیټراییس یې دکونړدغازي ابادپه خونړۍ پیښه کي د۷۰تنوولسي وګړوچي ډیری یې ماشومان وودوژلوپه اړه پخپل سرچپه قضاوت کې  ویلي وه چي :«افغانانوقصداخپل بچیان وژلي اوسوځولي دي  ترڅو په امریکایې بمبارۍ کي دملکي تلفاتوشمېره لوړه وښیې !»
دلته دیونامادچارواکوبیادمئ د۲۵مي نیټې دنورستان په دوآب ولسوالۍ کي دنیواکګروهغه ړندې بمبارۍ  هیري شوي دي  چي دعیني شاهدانواودپارلمان دنورستاني غړوپه حواله درې سوه(۳۰۰)کسانوته پکي مرګ ژوبله اوښتې ده چي زیاتره یې ولسي وګړي اوپه ځانګړې توګه ښځي اوماشومان وو .ددوآب دخونړۍ پیښي څخه علاوه چي اشغالګروځواکونودمئ په میاشت کي دهیوادپه ګوټ ګوټ کي څومره ملکي افغانان شهیدان کړي اوژوبل کړي دي دیونامادیاد راپورڅوبرابره کیږي . غواړوپه لاندي کرښوکي دیرغلګروله لوري دهیوادپه بیلابیلوبرخوکي دملکي تلفاتوداسي یوبېلګه ییزانځوروړاندي کړوچي  دیونامااوکابل ادارې په څېرتش خیالي اوفرمایشي ارقام نه وي ،بلکي پرکره لاسوندونوبنااودپیښي خاص ځای ،نیټه ،وخت اونوراړوندمعلومات پکي موجودوي .
 د مئ دمیاشتي پرلومړۍ نیته دلوګرولایت دبرکي برک ولسوالۍ په فندي نومي سیمه کي  د امریکایانو په ډزو«دوه »ماشومان شهیدان او«درې »تنې ښځي ژوبل شوې دي . پر۲مه یې دبادغیس ولایت دسنګ اتش ولسوالۍ دعمرزوپه کلي کي دیوې چاپې په ترڅ کي «یو»تن قومي مشرشهیدکړی او«دوه »نورقومی مشران یې بندیان کړي دي  . دمئ پر۶مه هم نیواکګرودهرات ولايت درباط سنګي ولسوالۍ په اړونده سيمه کي يوتن مشهورروحاني شخصيت (سيدحاجي ګل جان آغا)چې په سيمه کي يي په زرګونومريدان اومخلصان درلودل له خپلي خانقاڅخه راایستلی اوبیایې په شهادت رسولی دی . پر۱۴مه شپه یې د ننګرهارولايت دحصارک ولسوالۍ دلاجګړپه کلي کي دشپنیوعملیاتوپه ترڅ کي لس کلن  ماشوم «بلال داول ګل زوی »چي په خواږه خوب ویده ؤ،ویشتلی اوشهیدکړی دی . دمئ پر۱۶مه شپه  یرغلګروځواکونود کونړ ولایت دغازي اباد ولسوالي کې  یوماشوم شهیداو«درې »نوریې ژوبل کړي  دي .  پر۱۶مه یې بیاهم  دغزني ولایت داندړوپه عبدالرحیم کلي کي دملکي خلګوپرکورونوبمباري کړې چي له امله «درې »تنه شهیدان او«پنځه »ټپیان شوي دي .دمئ پر۱۸مه  یرغلګروعسکروداروزګان ولایت مرکزترینکوټ ته نژدې دلنګردسیدانوکلي کي هم دملکي خلګوپرکورونودچاپې پرمهال «پنځه »تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او«څوارلس »تنه یې بندیان کړي دي .دغه رازدمئ پر۱۸مه شپه یرغلګروځواکونود تخار ولايت دمرکزتالقان اړوندپه درې کيلومتري کي دآهن درې په سيمه کي «پنځه »تنه ملکي  وګړي چي  ښځي هم پکي شاملي دي شهيدان کړي دي ،دهمدغي پیښي په غبرګون کي ولسي خلګوهغه پراخ لاریون ترسره کړچي په ترڅ کي یې دډیموکراسۍ پوځیانو«یوسل پنځه دیرش »تنه ملکي وګړي شهیدان اوټپیان کړل .دمئ پر۱۹مه نیټه یې دهلمندولايت دسنګین ولسوالۍ دساروان کلاد سیمي دمیرودي په کلي  کي «درې »تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .یرغلګروځواکونودمئ پر۲۰مه  شپه دهلمند  ولایت دسنګین  ولسوالۍ دلوړې په سیمه کې  دیوواده پرموټرانوډزي کړې چي له امله یې یو مشهور دیني عالم او شیخ الحدیث مولوي نورآغاشهیدشوی  اوشپږتنه نورولسي وګړي ټپیان شوي دي  .دمئ پر۲۰مه نیټه نیواکګروعسکرود بادغيس ولايت ددره بوم ولسوالۍ دلکي سرخ په سیمه کي دیوې چاپې په ترڅ کي «درې» تنه ولسي وګړي شهیدان کړي اوهمدغه راز«درې »تنه یې بندیان کړي دي .   په همدې  نیټه اشغالګروعسکرو دهلمندولایت دديشوولسوالۍ مرکزته نيږدې په  یوه کوردچاپې په ترڅ کي  دکورڅښتن حاجي دین محمداکاله ځانه سره دبندي په توګه وړی اودهغه ماشومه لوریې  په مخامخ  ډزوکي په شهادت رسولې ده .دمئ پر۲۵مه نیټه د نورستان ولايت د دوآب ولسوالۍ په مربوطاتوکي داشغالګروددرنوبمباریوله امله «درې سوه »تنه شهیدان اوټپیان شوي دي چې دکابل ادارې دپارلمان نورستاني وکيلانوهم داخبرتصديق کړی ده.دمئ پر۲۹مه نیټه یې بیاهم دهلمند ولایت دنوزادولسوالۍ دسلام بازارپه سیمه کي «دوه »کورونه بمبارکړي دي چي له امله یې «څوارلس »تنه ماشومان اوښځي  شهیدان شوي اویوشمېرنورټپیان شوي دي .دمئ پر۳۱مه نیټه د ميدان وردګو ولايت دسيدابادولسوالۍ داونخي سيمي په بادام کلي کي امریکایې ځواکونودیوې چاپې په ترڅ کي «یوه »ښځه  شهیده او«یو»سړی ټپي کړی دی او«شل »تنه ولسي هیوادوال یې بندیان کړي دي .دنیواکګروپه دغه یرغل کي ملکي خلګوته پرځاني تلفاتوسربیره درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي ،دعیني شاهدانودویناله مخي امریکایانو دعاموخلکو«اووه » موټران «درې »کورونه او«یوه »دیني مدرسه په مکمله توګه سوځولي دي .له پورته مستندو معلو ماتو سره سره بیاهم دیو نا ما په را پورکې یوازي ۱۲سلنه  (۴۵تنه )یې دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم  په بریدونوکي وژل شوي ګڼلي دي،اوپه اصطلاح دسوله ساتوځواکونوپه هوایې بریدونوکي  بیا یوازي اویوازي ۳سلنه ملکي افغانان وژل شوي بولي .
دافغانستان اسلامي امارت باربارملګروملتونو،دبشردحقونوټولنواومقابل لوری ته وړاندیزکړی دی چي راشئ دملکي وژنودڅیړلواوپه راتلونکي کي یې دمخنیوي په موخه پریکنده ګامونه واخلوعاملین یې معلوم کړواودخبرو پرځای عملي اقدام وکړو ترڅودملکي تلفاتودقیق ارقام معلوم شي او په مخ نیوي کې مرسته وشي  خوپه خواشینۍ سره چي داسلامي امارت دیاددریځ په بیابیاوړاندیزتراوسه کوم سازمان اوڅانګي غوږهم نه دی ګرولی .دلته نوداسي بریښي لکه ــــ ترکاسې لاندي چي نیمه کاسه وي ــــ اوداسي بریښې لکه دملګروملتونوله خوادملکي تلفاتوپه اړه دااونوري اعلامیې چي په کابل کي دامریکایې سفارت اواستخباراتي کړیوله اړخه داسلامي امارت پرضدیوه تبلیغاتي اوغیراخلاقي پروژه وي چي دنړیوالواوافغان ولس دغولوپه موخه تمویلیږي .خودوی بایدپوه شي چي افغان ولس دیرغلګروپه شوموموخوپوه شوی دی ،په تیره بیادملکي زیانونودبې بنسټه تورونوپه هکله چي په مجاهدینویې پوري کوي ،ځکه ولس عملادسوله ساتو!!ځواکونودراز رازوحشتونواوجنګي جنایتونوقرباني دی اوهرڅه دسرپه سترګوويني چې تيرايستل يي له امکانه لرې خبره ده او په پای کې ددي خبري یادونه هم ضروري بولو چي موږ خودادی داشغالګرو او دهغوئ دملګرو له لوري دمئ په میاشت کې شوي ملکي تلفات په دقیق ډول ور په ګوته کړل یو نا ما دي هم مهرباني وکړي اوپه همداسي مستند ډول دي داثابته اونشرکړي چي مجاهدینو په کومو ځایونو کې دملکي وکړو اتیا فیصده تلفات اړولي تر څو واضح شي چي دوی رښتیا وایې او که دخپلوتمویلونکو په ګټه پرو پاګند کوي  .
                                           دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۲/۰۷/۱۱هـــــــــــق
2011/06/12م