د تنوير د مياشتنۍ مجلې مسئول مدير حاجى محمد آصف محبت په حق ورسيد

 پېښور
د تنوير د مياشتنۍ مجلې مسئول مدير حاجى صاحب (محمد آصف محبت) د ورپېښې ناروغۍ له امله د پېښور په ليډي ريډنګ روغتون کښې د پنځه څلوېښتو کلونو په عمر وفات شو.

انالله او انا اليه راجعون
 نوموړى يو تکړه او نامتو ليکوال و چې په بيلابيلو رسنيو کې يې د هيواد په روانو سياسي حالاتو ليکنې او تبصرې خپرېدلې او د روسانو پر خلاف يې د حزب اسلامي په چوکاټ کښې وسله واله مبارزه هم کړې وه، او اوس د حزب اسلامي ارګان (تنوير) مسئول مدير و .