
دافغانستان
چارواکی ډیرزرنګ اودمادی ګټووټو په لاروچارو ډير ښه پوهیږی نورخولانور خودسولی په
نامه یی ښه لاره پیداکړی ده اوددی لاری څخه ځانونه اوملګری په ښه ډول تمویلولې شی
او په پاکستانۍ اصطلاح دکاروبار ښه لاره ده .
ما په پیښور
کی دیو سړی څخه وپوښتل چی څه ژوند لری ده راته وویل چی زه خودی ښاری ګاړوته وړی
روپۍ ورکوم لس ورکوم او یوولس ورڅخه اخلم ښه کاروبارمی روان دی ماورته وویل چی
داخوسوددی نوده راته وویل چی ته ورته هرڅه وایی خوزه ورته کاروبار وایم.
زموږ دولتی
مشران دالوبی خپل کاروبار بولی ښایسته ښه په ګټه کی دی تاوان نه لری یوڅه وخت دسولی دکمیسون په نوم دجناب حضر صاحب مجددی ترسیادت لاندی
دالوبه شروع شوه په ولایاتواومرکزکی یی یوشمیر بی کاره اشخاص ددی کمیسون له لاری
جذب کړل خدای شته ښه ګذاره یی برابره شوه دکورونو اوموټوخاوندان شول او کارخویی
تاسی ته څرګند دی جی خیریت دی .
کله چی داکمیسون دناکامۍ سره مخ شو نو ترقی ورکړه اودسولی
دعالی شورا په نوم یی ارتقاورکړه اوجناب حضرت صاحب ښه کلک په تمه و چی دی به یی
مشروټاکل شی ولی کرزی صاحب نوردده ددست بوسۍ وس نه درلود او حضرت صاحب دکرزی اودده
دبهرنیو ملاتړوپه باب څه حقایق هم څرګندکړل نودعادت سر سم یی خپل ملګری په نیمه لاره کی پریښود
دمشرانو جرګی په ریاست باندی یوبل ځوان راودنګل
اودټولو قوانینو په خلاف یی داچوکۍهم تری اشغال کړه اویوازی دمشرانو جرګی
په انتصابی غړی توب یی قانع کړ .
ګران هیوادوال
به یی راسره ومنی او که نه یی منی هم خوښه یی ولی داویوحقیقت دی چی دافغانستان په
شریفو خلکو کی دملاوټ، تقلب ، جعل ، تذویر ، ټګۍ برګۍ او دوکی لوبه نه وه خو دهجرت
په شپو ورځوکی یی دپاکستان څخه دامرضونه راوړل اودلته ورڅخه کاراخلی اوپه هره برخه
کی دا لوبی ښی په درزروانی دی .
په داسی حال
کی چی دسولی دکمیسون له لاسه پوره نه شوه چی جناب حضرت صاحب یی په سرکی
واودافغانستان یو منلی روحانی ، انقلابی اواستاد شخصیت یی درلودنو هغه څوک چی طالب
سره عملا په جګړه کی بوخت ووژل شوی دی اووژلی یی دی اوورسره ملګری هم دده په شان دی
اوددولت چارواکی په کی مهمه ونډه لری چی طالب ورسره لاس په لاس په جګړه کی دی څه
امید کیدی شی چی دسولی پروسه به تحقق ومومی اودداسی خلکو په وجود کی به په
افغانستان کی سوله راشی .
دادوکی دی ،
چل دی ، غولونی دی بل کوم مفهوم نه لری .
سوله دچاسره
؟ چرته ؟ دچاپه مینځګړتوب ؟ دکوموشرایطو لاندی ایا داهم دسولی لاره ده چی طالبان دی وسله په ځمکه کیږدی
اساسی قانون دی ومنی اودالقاعده شبکی سر دی اړیکی
پریکړی رادی شی اوزموږ سره دی دهیواد په ابادۍ کی ونډه واخلی . طالب وایی
بهرنیان دی بی له کوم قیداوشرط زموږ دهیواد څخه ووځی ، جنګی غرامات دی راکړی یوانتقالی موقت دولت دی جوړ شی داساسی قانون
طرحه دی تدوین اودعامه خلکو اراو ته دی وړاندی شی وروسته له هغی چی داکثریت ملت
دمننی وړوګرځی با صلاحیته دملت دارادو ممثله لویه جرګه دی جوړه شی تصویب دی شی
انتخابات دی وشی چی هرچا وګټله مبارک دی شی
په ګډه به سره افغانستان جوړه واو ګډ ژوند به کوو . په دی ټولو سربیره یوحکم به
وجودولری اوافغان به وی په تقوای اوایماندارۍ به مشهوروی دچاګوډاګی به نه وی اوحتی
په دی ټولو ادواروکی به یی هیڅ کوم هیواد ته هجرت نه وی کړی په دو کو، فریب، ټګۍ
برګۍ ، دسیسو اوچالونو به نه پوهیږی هیڅ یوی سیاسی ډلی ته به نه وی منسوب اوټولو
ته به مورد قبول وی .
ترنن ورځی
پوری ددی پروسی سره دطالب اوحزب اسلامی له خوا هیڅ وخت کومی خبری نه دی شوی او که
شوی وی دچاسره ، چرته ، څه وخت شرایط اوپه
کوم واک ؟
کله چی دمخه
می وویل داټولی هلی ځلی ددی دپاره دی چی
دایو څو میلونه ډالر په پوره اخلاص دسولی عالی شورای دمرکزی اوولایتی غړو ترمنځ حیف
ومیل شی نوبیا به ورته یوه بله لاره تجویز شوی وی په هغی به سره قدم پورته کړو وبه
ګورو چی څه کیږی .
وایی :- دوه
مږو د پنیر یوه کلچه غلا کړه په خپل منځ کی په تقسیم نه جوړیدی یوی مشری اوزړی مږی
ته ورغلې ورته یی ویل چی زموږ ترمنځ په دی موضوع پریکړه وکړه او حق حقدارته وسپاره
هغی ورته تله راواخیسته اودادپنیر کلچه یی تقریبآ نیمایی کړه یو برخه یی دتلی په یوه
پله کی واچوله اوبله برخه یی په بله پله کی چی کله یی تله پورته کړه طبعآ یوه
خوادرنده وه هغه یی پریکړه خپلی خولی ته یی کړه هغه بله درنده شوه په همدی ترتیب ټول
پنیر مشری مږی وخوړ اودوی ته یی وویل څه
وکړم وزن نه برابرید زما قسمت وومی خوړدغه
دوه مږی خالی لاسونه روانی شوی .
موږ دسولی
دکمیسون پایی ولیده اوددی عالی شورا انجام تردی بدتر وګورﺉ بل څه ورڅخه نه جوړیږی .
هیڅ انسان
اوپه خاصه ډول مسلمان دسولی مخالف نه دی اودافغانستان فرد فرد ، څاروی اوټول
سالرونکی موجودات کاڼی بوټی دسولی غوښتونکی دی ولی دچاسره ، چرته ، څه وخت دڅه شرایطو
لاندی دچا په منځګړتوب ترڅو چی داټکی واضح نه شی داسی کمیسونونه اوعالی شوراګانی
داپرابلم نه شی حل کولی اونه یی حل کوی .
دافغانستان
داغمیزه دلنګی غوا حیثیت لری هرڅوک شفتلی ورته اچوی او شودی تری خوری او اخر به یی
په قصاب خرڅه کړی داوطلبی ورباندی روانه ده وګورو چی په دی بولۍ کی څوک میدان وړی .
که څوک په ریښتنی
غواړی چی په افغانستان کی سوله اوامن راشی نوددی خبری واک دی هغه افغانانو ته ورکړی
چی په دی بدبختیو کی یی لاس دچاپه وینو ککړ نه وی په خیټه کی یی دچا مال نه وی
پروت په وطن او خلکو یی دچاسره معامله نه وی کړی هیڅ سیاسی ډلې ته نه وی منسوب او یوصادق
افغان اومسلمان وی اودخلکو عامه اوشخصی شتمنۍ یی نه وی لوټ کړی په جنایت او خیانت
نه وی متهم په حکومتی پست کی نه وی نو بیا به وګورو چی داسوله تامینیږی او که نه ؟
او که سوله
داسی نه وی نوبیا دی دملت په سترګو کی خاوری نه اچوی ځکه هر څوک پوهیږی چی غواتوره ده شودی سپینی دی .
داپه کږولارو
چی روان دی دوی سوله نه غواړی پیسی غواړی او پیسی ورته رسیږی چی کله داتخصیص خلاص
شو نوبیا به وګورو چی دوی څه لاس ته راوړنی لری او که هغه دمږو کیسه ده .
وخت ته به
انتظار وباسو لری نه ده دافیصله به موږ ته اعلان کړی . ولی دبصیرت خاوندان نن هم
پوهیږی او پرون هم پوهیدل چی داوړی په دی ترتیب نه شړۍ کیږی اودایو حقیقت دی که څوک
یی منی هم خوښه یی او که نه یی منی هم خوښه یی .
( بر رسولان بلاغ باشد وبس )