دشکیا گو کنفرانس

دافغانستان بی دفاع خلک هغه تږی لاروی ته ورته دی  چی په یوه ناپایانه دښته کی  روان وی اوډیروړاندی دسراب څرک ووینی او په دی ګمان چی ګوندی اوبه دی ورپسی روان شی خو چی کله ورورسیږی څه ګوری چی یو سراب دی ناامیده اوستړی ی ستومانه کښینی اودجل وهنی له ویری دمرګ انتظار باسی . یو په بل پسی فرمایشی او غولوونکی کنفرانسونه اوغونډی اوستراتیژیک تړونونه هغه سراب ته ورته دی چی دافغانستان بی دفاع خلک یی انتظار وباسی ولی په پایی کی ناامیدۍ سره مخامخ کاندی بل کوم مفهوم نه لری . دبصیرت خاوندان دی خپل الله حاضر اوناظر وګڼی او قضاوت دی وکړی چی دبن دلومړنی کنفرانس څخه او بیا تر ننه چی په جوړوشو غونډو او کنفرانسونو کی دبهرنیو اوکورنیو معلوم الحالو څیرو په ګډون کومی پریکړی شوی عملی اړخ یی څومره لمس شوی دی ؟ ایا په دی غونډوکی دافغانستان مطلق اکثریت خلکو ارادوته  حق ورکړشوی دی او که څنګه ؟ بی له شکه داټولی غونډی او ستراتیژیک تړونونه دهغه چاله خوا ترسره کیږی چی دافغانستان اکثریت مطلق  یی دهویت سره اشنا نه دی  او په فرمایشی توګه په غونډو کی برخی اخلی اوددی مظلوم ملت دسرنوشت په ټاکنه کی بی مسولیته  او بی باکانه اقدام کوی اوهمدا اوجه ده چی دګټی پرځای یی دتاوان کچه زیاته ده اودیوی ورځی څخه بلی ته دخلکو اوحکومتی چارواکو ترمنځ واټن زیاتیږی اوبی باوری خپل نهایی پړاوته رسیدلی ده . هغه ضرب المثل دی چی وایی « بزدرغم جانکندن وقصاب درغم چربو »  ملت دقدرت دخاوندانو دغوښتنو قربانی کیږی ولی دقدرت خاوندان دخپلوجیبون په ډکولو اخته دی وزیران یی دی که قوماندانان والیان دی او که دپارلمان غړی دخپلو معاشونو  په زیاتولو کی بوخت دی اوهمدایو چغه روانه ده چی داداری فساد مخه بایدونیول شی ،نشه یی توکو سره باید مبارزه وشی ،په ملک کی دی سوله اوامن تامین شی ،بهرنی مرستی باید زیاتی شی او محلی پولیس خو یواهم ضرورت دی اوباید داپروسه  پرمخ ولاړه شی . ګرانو لوستونکی خودازادۍ راډیو اوری چی دټولو ولایاتو څخه همدایو غږ پورته دی چی دالله په خاطر مودمحلی پولیسو ( اربکیانو ) څخه خلاص کړئ چی تبایی کړو او هر څه یی راڅخه  واخیستل ولی حکومتی چارواکی یی په مقابل کی بیا وایی چی دامنیت دتامین لپاره دابهترینه او مجربه نسخه ده . دحکومت چارواکو دادعوی هغه کیسی ته ورته ده چی وایی : - « دیو مالدار سړی څخه څوتنو ټګانو مال او پیسی  واخیستی  اودی یی په یو کټ کی وتاړه اوکټ یی په اوږو پورته کړ چی په دی پلمه دکلی څخه بهر شی اودکلی خلک یی ونه نیسی که دی بیچاره ناری وهلی چی ای دکلی خلکو ټګان دی مال یی راڅخه واخیست اواوس می دوژنی په اراده چرته وړی  مرسته راسره وکړئ ټګانو همدایو غږ کاوه چی لاله تادی الله جوړکړی موږ ټګان سهی » ټګانو خلکو ته ویل چی دازموږ مشر ورور دی یو څه روانی تکلیف لری میا علی صیب ته یی بیایو که روغ شی . خلک ناری وهی چی اربکیان خپله غله دی امنیت همدوی خراب کړی دی دچاپه سراوناموس ډیل نه  دی موږ ورڅخه  پزی ته راغلی یو ولی امنیتی ارګانونه بیادخلکو دی آواز ته ځواب نه ورکوی اوخپله اراده پخه وی او ګټی لټوی . ددی غونډو او کنفرانسونو په جوړولوکی دهغه څو تنو ګټی دی کوم چی یی دنومونو لستونه په ولایاتو کی دوالیانو سره پراته دی او په دی غونډوکی دګډون لپاره  رااستول کیږی  دسفریو اونوروبخششونو  له لاری یی ژوند تامینږی اوورسره ورسره یو څه تفریح هم وکړی  او چی کله خپلو سیمو ته راوګرځی او څوک ورڅخه وپوښتی چی څه مووکړل نو اکثریت ورته وایی  چی داخو سیاسی رازونه دی اوباید پټ وساتل شی ولی دومره ده چی دغونډی ګډون کوونکو هیوادونو خپلی وعدی نوی او پخی کړی  چی  دافغانستان دبیا رغاونی  په برخه کی به خپلی مرستی کوی اود ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به هم افغانان یوازی نه پریږدی  دملی اردو او ملی پولیسو په روزنه اوسمبالښت کی به خپله ونډه ترسره کوی . داچی دایران سفیر دخلکو په کورکی دولسی جرګی یامشرانو جرګی ریس ته وایی چی  دامریکاسره ستراتیژیک تړون باید پارلمان تصویب نه کړی اوزموږ دپارلمان اودحکومتی چارواکو ځواب ددی خبری  په غندلو سره ختم شی نوبیا دی ددی غیور اوزوریدلی  ملت سره الله تعالی مرسته وکړی اوددی عذاب څخه دی نجات ورکړی . دشیکاګو په کنفرانس کی دګډون لپاره  چی دروانی میاشتی  په اخروکی جوړیږی بیا هم هغه زاړه لوبغاړی  برخه اخلی کوم چی یی په تیرو غونډو اوکنفرانسونوکی یی ګډون  درلود نوی دریشګانی جوړیږی دښار په خیاطانو باندی لمبر نشته  ددریشیو په ګنډلو کی داجری په لحاظ ډیر فرق راغلی دی اوقیمت یی لوړ شوی دی . ځکه چی ..................................................! زه دهغه کنفرانسواوغونډو سره مخالف نه یم چی لاس ته راوړنی  ولری اوداکثریت خلکو ارادوته په کی درناوی وجودولری ولی دداسی عوام فریبانه  اومعلوم الحاله اشخاصو اوافرادو په ګډون دکنفرانسونو اوغونډو جوړولوسره چی نتیجه  یی صفر وی  اودګټی  څخه یی تاوان ډیروی دخلکو اوهیواد دپه خیرنه ګڼم اومخالف یی یم . افغانستان دافغانانو شریک کوردی اودهر چا برخه په کی  معلومه ده او  هر حقدارته  په کی باید برخه ورکړی شی او که نه شی جنګ به روان وی اودسولی اوامن دتحقق لپاره  به په کی کوم امیدنه لیدلی کیږی  . جناب کرزی وایئ چی حکومتی  چوکۍ بایدد ضوابطو په اساس ونیول شی نه د روابطو په اساس یو کارمند یاکارګر باید دقانون په حکم مقرر او منفک شی نه په دی ګنا چی  دوزیر ، ریس والی او جمهور ریس نه دی خو ښ  . داخبری عملی نه دی بلکی  همغه کیږی چی وزیر ، ریس ، والی او جمهورریس  یی غواړی . داخو لاڅه چی نن سبا دجناب کرزی په واک کی چوکۍ هم میراثی شوی دی چی پلاریی مړشی ځوی یی په عوض مقرریږی چی ګران لوستونکی په دی خبره اګاه دی او که څوک مثالونه غواړی زه کولی شم ورته ویی شمیرم . لکه چی دمخه می ورته اشاره وکړه افغانان دسولی اوامن لیواله دی بی له څوتنو څخه چی په سوله اوامن کی دهغوی تاوان دی اواغلبآ  په دی کنفرانسونو کی هم داډول خلک برخه اخلی الله تعالی دوکړی چی دشیکاګو دکنفرانس بهرنی برخوال سره دی توافق ته په کی ورسیږی چی په افغانستان کی واقعی سوله تامین شی او دا په خپل لاس بل کړی اورمړ کړی اودنورپه شرکی خپل خیرونه لټوی الله تعالی  دی ددی خواروزارو ولس په حال رحم وکړی اوتوبه دی قبوله کړی . امین ثم امین