دا يو منل شوى حقيقت دئ چي په سوله او امن کي ژوند کول د هر موجود ضرورت او غوښتنه ده، او په خاص ډول د هر ذيروح او په خاص ډول د انسانانو دپاره هغه ضرورت دئ چي د سولي او امن څخه غير ژوند ژوند نه دئ او انساني ټولنه د ژوند په ټولو چارو کي د بدبختيو سره مخامخ کوي چي موږ او تاسې ئې عملاً گورو او لمس کوو ئې چي افغانستان په زورېدلي او بې دفاع ولس باندي تېرېږي.
افغانان ددې عالى اصل د تحقق په لاره کي ترهر چا ښه سابقه لري او اکثريت مطلق ئې د ځان او ټولو نړيوالو لپاره غوښتونکي دي.
بايد په دې خبره سر خلاص کړو چي روغه او جوړه په فردي او اجتماعي ډول د مقابل لوري سره کېږي، او په اصطلاح د مخاصمو ډلو ترمنځ کېږي او بايد په مخامخ ډول په ويلو راويلو شروع شي او په دې خبرو کي يوه حکمه ډله وجود ولري او د دواړو خبري واوري او په پوره غور او دقت ئې تحليل کړي پړاو وړو پيژنى او بيا وروسته ورباندي پرېکړه وکړي او ورته اعلان ئې کړي او که کوم طرف ئې ونه مني نو د مننونکي خوا په طرف ودريږي.
حکمه ډله بايد د هېواد عالم، د پوره تجربه لرونکي د نيک شهرت خاوندان او د پاخه عمر خاوندان وي.
په عظيم الشان قرآن کي الله جل جلاله د سولي په باب څو څو ځايه ډېره عالى لارښوونه کړې ده چي په سورت حجرات نمبر ١٠ آيت کي الله جل جلاله داسي لارښوونه کړې ده چي د ترجمي لنډيز ئې په لاندي ډول دئ:
ترجمه: که چيرته کوم وخت د دوه و مومنو ډلو ترمنځ په کومه موضوع باندي جنگ جگړه وه ، نو تاسي د دوى ترمنځ روغه جوړه وکړئ که چيرته ددې دواړو خواو ترمنځ يو طرف دا روغه جوړه ونه مني نو تاسي د مننوکى ډلي په طرف ودرېږئ او ورسره ملگري شئ ترڅو نه منونکي ډله حق ته تن کيږدي.
حکمه ډله بايد خپله پرېکړه په عدل او انصاف باندي وکړي او د کومي خوا په طرف کي نه وي او نه په طرفداري متهم وي.
دا چي استاد ربانى د سولي د شورى مشر وو، د الله جل جلاله د ارادې منونکى يم، نوموړى د متخاصمي ډلې په طرف کي وو د سولي د عالي جرگې د مشر ولۍ لپاره دده ټاکل د مخالف لوري يعنى تحريک اسلامي طالبان و حزب اسلامي افغانستان لپاره د منلو وړ نه وو او نه ئې مانو بايد د سولي د عالي جرگې په مشرتابه کي د غور او دقت څخه کار اخيستل شوى واى، او عجولانه تصميم نه واى نيولى شوى دا چي وشوه پاى داسي شو.
په دې خبره اعتراف کول ضرورى بولم چي د افغان چارواکو ټولې غونډي، پرېکړي او تصميم نيوني عجولانه او په طرفدارۍ نيول کېږي عامه مصالح او د اکثريت افغانانو ارادې په کي په نظر کي نه نيول کېږي، نو ځکه خو ئې آخره د داسې بدبختيو سره مخامخ کېږي.
دا خبره د زياتي اندېښنې وړ ده چي افغان چارواکي او په خاص ډول جناب کرزي د خپلي ارادى او تصميم خاوند نه دې او نور ورباندې خپلى ارادې او تصميمونه تحميلوى او دى د خپل بې واکه قدرت د بقا لپاره چار ناچار هره خبره مني او لاس ورباندي پاکېږي.
د افغانستان څو کلن ناورين ته د پاي د ټکي د اېښودلو لپاره د مدبرو با تجربه اشخاصو دقيق غور او تصميم نيوني ته ضرورت دئ نه په داسي عادي برخورد باندي د سولې د تحقق پروسې ته کتنه چي څو تنه معلوم الحال او د هر ديگ مالگه په کي برخه اخلي، او گډون په کي کوي کتنه منطقى او عالمانه کار نه دئ. په افغانستان کي ډېر بهرني لاسونه کار کوي او د سولي د تحقق پروسه چي په هر قيمت وي بريا ته نه پرېږدي او ددې عظيم کار د عمل کولو لپاره عظيمو شخصيتونو ته ضرورت دئ چي د انتقاد گوته ورته پورته نشي او دواړه متخاصمي ډلې ئې په ايماندارۍ، تقوى بى پرې توب کامل باور ولري نه دا چي مخالف لورى نارې وهي چي موږ دا پروسه د فلاني او فلانى په وجود کي نه منو او دولتي چارواکي وايي چي زمونږ پرېکړه داده او بايد داسي وشي، نو بيا خو ددې وړ يو شړۍ کول څه ساده خبره نه ده.
شايد صلاح الدين ربانى به يو سياسي او با انرژى ځوان وي ولى د افغانستان اکثريت خلک ئې يوازي او يوازې په دې نامه پېژني چي د استاد ربانى ځوى دئ او بس. دى د عمر په لحاظ په داسې چارو کي قطعاً تجربه نه لري او زه په صراحت سره دا خبره کوم که چيرته دده په خپل کورنۍ د فاميل د غړو ترمنځ کوم مخالفت پيدا شي دى ئې د اصلاح قدرت نه لري بيا څه دا چي د مخاصمو ډلو ترمنځ د روغې جوړي تحقق ځکه چي دى خپله طرف دى او په دې خبره باندې هر څوک پوه دى چي غوا توره ده او شودې ئې سپينى دي.
د بده مرغه زمونږ د سولى د عالې جرگې غړي هم د تل لپاره پورته کړي لاسونه ناست دى او هرچاته ئې لاس پورته دئ.
د سولى د عالې جرگي په غړو کي داسې د لوړو تجربو او عالى استعدادونو خاوندان وجود لري چي که نومونه ئې واخلم نو زه به هم په کوم طرف کي راشم ولي باور لرم چي گران لوستونکى به زما ددې نظر ملاتړ وکړي ولى د غرض خاوندان ئې نه ويني او عارفانه تجاهل کوي خو دا تجاهل د افغانستان د خلکو په گټه نه دئ او د سولى تحقق په داسې ټاکنو کي نه دى متصور او ددې کوهى پاکول ممکن نه دى.
که زه د محترم صلاح الدين ربانى په ځاى واي ما به د سولى د عالې شورى د غړو څخه ځان ته دراى ورکولو په نسبت د زړه له کومې مننه کړې وه او ددې دروند بار د منني څخه به مې معذرت غوښتى وو ولې دا چي دداسي اجتماعي نهادونو چوکۍ گاني هم ميراثي شوې عاقبت په خيرچي اخره به څه کېږي؟
د افغانستان خلکو لا پخوا د ظاهر ، داود مفسدى کورنۍ او ميراثى حکومت نه منلو ، نن سبا که د سنا په مجلس کي کوم سناتور وفات شي کرزى صاحب ئې په عوض ورله ورور يا ځوى ټاکي او که په ولسي جرگه کي کوم غړى وفات شي هم په عوض ئې خپل خپلوان راځي، او که داسې حال وي باور لرم چي که کله کوم دولتى لوړ پوړى چارواکى مري په عوض به ئې د هغه خپلوان ټاکل کېږي او چوکۍ گاني به د ديموکراسۍ په رڼا کي ميراثى شي د نورو دي خداى مل شي.
زه په ډېر جرات دا خبره کوم او دا خپل حق گڼم او حق مې دئ چي د داسي اشخاصو او افرادو په وجود کي په افغانستان کي سوله تحقق نه شي ميندلى او دا وړۍ نه شړۍ کېږي نوره د جناب کرزى او دده د کورنيو او بهرنيو انډيوالانو خوښه .
وروستي