
د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د خلیلي د کلي اوسېدونکي او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ د عربي دیپارتمنت استاد پوهنمل محمد قسیم آخندزاده د دوکتورا د دفاع مراسم ترسره شول. استاد پوهنمل محمد قسیم آخندزاده په دغه پوهنتون کې په عربي ژبې او ادبیاتو کې د دوکتورا دورې تر بشپړولو ورسته د ” الاحتجاج للقراءات القرآنية، دراسة تحليلية “ یعنې (د قرآني قراآتو لپاره د استدلال د فن څېړنه) تر نامه لاندې د خپل تیزس څخه چې د ۹۰۰ مخونو په لرلو سره په دوه ټوکو کې لیکلی وو بریالۍ دفاع وکړه. دغه مراسم چې د نوموړي پوهنتون د غونډو په تالار کې د دوکتور پوهاند محمود حسن مخلوف په پرانستیزه وینا د سهار له لسو بجو پیل شول د نمازپښین په دوه بجو یې پای وموند. له پوهمنل محمد قسیم آخندزاده څخه پوهاند دوکتور ضیاوالحق او پوهنوال دوکتور سید احمد صاوی د موضوع اړوند پوښتنې وکړې، چې د نوموړی استاد لخوا ورته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول. په پای کې د تیزس ارزونې د کمېټې لخوا د نوموړي تیزس د دوکتورا دورې لپاره د ممتازو څېړنو په کتار کې وګڼل شو، او استاد پوهنمل محمد قسیم آخند زاده ته یې د پنځه نوي نمرو په ورکولو سره د دوکتورا د امتیاز درجه ورکړه. د یادونې وړ ده چې د دفاع په دغه غونډه کې د نوموړي پوهنتون د یو شمېر نورو استادانو ترڅنګ افغان استادانو هر یوه دوکتور پوهنوال فضل الرحمن، دوکتور پوهندوی ګل محمد باسل، دوکتور عبد القاهر عابد او استاد پوهنیار عبدالمجیب آخندزاده په ګډون یو شمېر افغان او بهرنیو محصلینو هم برخه درلوده. د غونډې په پای کې استاد پوهنمل محمد قسیم آخندزاده ته د دوکتورا درجې مبارکی و ویل شوې.عابد علمي د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون