پاکستان غواړي چين ته پوځي اډې ورکړي

داسې ويل کيږي، چې تېره مياشت يوسف رضا ګېلاني، اشفاق کياني او احمد شجاع پاشا افغانستان ته د خپل سفر پرمهال حامد کرزي ته ويلي و، چې امريکې ته د پوځي اډو له ورکړې ډډه وکړي او پر ځای به يې دوی د روسيې او چين په مرسته د افغانستان له ثبات او پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي. خو کله چې حامد کرزي امريکې ته د پوځي اډو په برخه کې مثبتې اشارې ورکړې، نو پاکستان هم ګواښ وکړ چې که افغانستان امريکې ته د هلمند په ولايت کې پوځي اډې ورکوي، نو دوی به چين ته د ګوادر په بندر کې اډې ورکړي. ويل کيږي، چې امريکې د پاکستان د دغه ګواښ په اړه څو ځلې پاکستان ته خپل لوړ پوړي چارواکي واستول او پاکستان يې له دغه ډول پلان څخه په کلکه منع کړ، خو داسې ښکاري چې پاکستان لاهم ګواښيږي. اټکلونه وايي، چې ښايي د حامد کرزي د سفر يوه موخه هم پر همدې موضوع بحث وي.