
نوراحمد عايل
شونې ده چې داسې وخت دې راغلى وي چې غوښتل مو خپل متن په چټکۍ سره په تصوير بدل کړئ ،چې ددې کارد سرته رسولو لپاره دود لارې paint ،فوټوشاپ او نورې لارې دي چې د متن په ور اچولو سره هغه په تصويري فرمټ کې ستاسې له غوښتنې سره سم ذخيره کوي ، خو تاسې کولاى شئ له دې لارو چارو ورهاخوا په ډېره ساده او اسانه توگه له يوې پټې لارې په ياهو سايټ کې خپل متن په تصويري فرمټ واړوئ
ددې کار د سرته رسولو لپاره خپل کمپيوټر له انټرنېټ سره له تړلو وروسته په ادرس بار کې لاندې لينک ورواچوئ.
http://l.yimg.com/img.sports.yahoo.com/static/bir/headline?txt=ROHI.AF
د ادرس له وراچولو او د اېنټر له کېکاږلو وروسته به له دې عکس سره مخ شئ
ROHI.AF
د پورتني ادرس يا لينک په پاى کې له مساوي علامې وروسته د ROHI.AF پر ځاى هرعبارت چې تاسې يې خوښوئ ور واچوئ چې ډېر ژر په تصويري فرمټ واوړي.
بيا اينټرتڼۍ ووهئ چې خپل متن په تصويري بڼه ووينئ.
د روهي ويب پاڼې لخوا ليکوال ته يو ايميل استول شوی و:
زموږ قدرمن او هميشني همکاره سلامونه،
هيله ده، چې روغ او جوړ اوسې. له بده مرغه دا ځل ايميل سره مل ليکنه نشته. هيله ده، چې يو ځل بيا زحمت وګالئ او ليکنه راوليږئ.
خوشاله او نيکمرغه اوسې
ډېره مننه
د ليکوال ځواب :
سلامونه ډېر زيات وبښئ چې زما انټرنيټ ډېر کمزورى دى ځکه تش برېښناليک درلېږل شوى وو، همدا اوس مې د ٢٠١١ م کال د انټرنېټ د چټکتېا احصايه کتله په نړۍ کې تر ټولو کمزورى انټرنيټ د افريقا د زمبيا هېواد وو او تر ټولو چټک يې د سويلي کوريا ، خو ما چې خپل ورسره مقايسه کړ او ومې څېړه په نړۍ کې تر ټولو کمزورى انټرنېټ زما وو چې د چټکتيا سرعت يې په ثانيه کې 0.002 (کې بي) د اپلوډ سرعت دى او 0.004 (کې بي)يې د ډاونلوډ سرعت په داسې حال کې چې د سويلي کوريا انټرنېټ په ثانيه کې ٢٥٠٠٠ کې بي سرعت لري
اضافي معلومات
ن عايل
پکتيا