
هر هغه څوک چی خپل رب ، ولس او وطن ته ریښتنی نه وی په عهداو پیمان ولاړ نه وی
اوخپلی مادی ګڼی یی تر بل هرڅه ورته زیات ارزښت ولری تل به دخپل رب ، ولس اووطن په
وړاندی کوز ګوری وی او خواراو ذلیل به وی داز ه نه وایم دازموږ دالله تعالی حکم دی
.
عــزیــز
کـه از درګهش سر تبافت
به
هر درکه شد هیچ عزت نیافت
دامنم چی داخلک به څه کم وخت
لپاره په مادی عیش ونوش کی وی بی وزله اوبی دفاع خلک به زوروی په مال اوسر به یی
بی رحمانه لوبی کوی ولی هغه شاعر وایی :-
او
به عاشق اګر جفادارد
عـاشــق
زارهـــم خدادارد
دابی وزله اوبی دفاع خلک هم
خدای لری ددوی انتقام به ضروراخلی . فرعون ، شداد ، نمرود اوهمداسی پسی راځه ډیر
یزیدان پیداشول او پنا شول پیدابه شی او ضرور به پنا کیږی .
چـــراغ
ظـــلم ظالم تــــادم محشرنمـی شوزد
اګرسوزد
شبی سوزد شبی دیګر نمیسوزد
نن سبا زموږ په هیواد کی دژبی ،
مذهب ،ملیت اوایدالوژۍ په تور داسی ظلم اوتبعیض روان دی چی خلک دخپلو پلارنیو
کورونو څخه ویستل کیږی ، شړل کیږی اووژل کیږی ولی څوک یی حق نه ورکوی او آواره
ګرځی که زه دروغ وایم راشئ چی زه داسی
ډيری کورنۍ درته په ګوته کړم . دهیواد په ګوټ ګوډکی داظلم روان دی ولی زوربالای
زور دی څوک چی مربی لری مربا خوړلی شی او که نه خدای دی مل شی .
په افغانستان کی ګڼ شمیر واړه
غټ ملیتونه ژوند کوی اودی ملییتونودورونو په څیر شپی ورځی تیری کړی دی او پښتون
دیوملت په حیث دمشر ورور په حیثیت منل شوی دی او دمشرۍ حق یی اداکړی دی اوټول
ملیتونه یی په خواپوری نیولی دی اوددوی عزت او آبروی ساتلی ده اوساتی یی او په ګډه
یی سره دوطن دپت عزت خپلواکۍ ځمکنۍ بشپړتیا اوملی حاکمیت څخه دفاع کړی ده اودایی خپل دین منلی دی .
پښتون ملت په اکثریت سره دهیواد په سرحدی سیمو کی میشت دی او چی کوم وخت دهیواد
دښمنانو په افغانستان یرغل کړی دی دهمدی لارو څخه یی کړی دی او پښتانه یی په مقابل
کی سپر شوی دی او خپل هیواد او ورونو لپاره وقایه شوی دی البته دضرورت په وخت کی یی نورملیتونه ترشادریدلی دی او
ګډه دفاع یی کړی ده اودادهر هیواد داوسیدونکو فرض دي .
مرکزی ژوند ښاری ژوند یی
نورووړوملیتونو ته پریښی دی اودوی په غرنیو سیمو کی دتعلیم ،صحت اوزراعت څخه لری ژوند
کړی دی په مالداۍشپی تیری کړی دی او چی ضرورت پیښ شوی دی خپل هست وپودي دوطن او
خلکو دپت اوعزت څخه قربان کړی دی او واړه ملیتونه یی ددښمن څپیړی ته نه دی پریښی
داخبره زما دعوای نه ده دادلمر په څیر یوروڼ حقیقت دی او که څوک یی دروغ ګڼی رادی
شی زه به یی قانع کړم . دبابای ملت محمدظاهر شاه ددوری ترپایه داټول ملیتونه لکه
دورونو په دی هیواد کی اوسیدل اودهر چاحقوقو ته درناوی کیده اوداخبره نه ده شوی چی
ته څوک یی اوزه څوک یم بس افغانان یو . په دی کی شک نشته چی دقابل اوهابل نه
رانیولی بیا تر دی وخته پوری دورونو ترمنځ کله ناکله تاوتریخوالی پیداشوی او
پیداکیږی به ولی دفاشیست په نوم به یوبل ته سره نسبت نه وی شوی اونه به یی کله خپل
ورور دخپل پلرنی کور څخه ویستلی وی چی ګوندی زه حقداریم اوته دلته دژوند کولو حق نه
لری . افغانستان دټولو افغانانو شریک کوردی هرافغان چی هرچرته وسیدلی دی هلته به
اوسیږی او څوک ددی خبری حق نه لری چی ورته داوسیدو حق ورنه کړی .
دبده مرغه نن سبا په افغانستان
کی دالوبه روانه ده اویوه دبلی څخه مخ په زیاتیدوده اودولتی چارواکی ورته هم لمن
وهی اوپه تبعیضي ډول برخوردروان دی . زه
به یی په صراحت ووایم دبغلان په پیښه کی ډیر خلک شهیدان شول دپارلمان غړی هم په کی
و دکاظمی یادتازه دی ولی دڅمکنی نوم هم چاپه خولی وانه اخیست ځکه چی داپښتون و .
دانجنیر احمد شاه مسعود په نوم څلی اویادګارونه جوړشول ولی دفرید ، مجاهد ،
دکندوزوالی انجینر محمد عمر، انجنیر محمود ، حاجی عبدالقدیر ، زمان غمشریک اوداسی
نورو په یاد چا کومه ورځ یاده نه ده کړی که شوی وی دخپلو خپلوانو له خوا به وی ولی
دولتی چارواکو داکارنه دی کړی داخو ځکه چی پښتانه و اودهوانوردۍ دوزیر چی په ډیره
بی رحمانه توګه ووژل شو چایی نوم هم په خولی وانه اخست داخو ځکه چی رقیب یی قوی دی
. مولوی منصور ووژل شو چای نوم هم په خولی وانه خیست اوداسی نورډیر . دپروان والی
ووژل شو راډیو ګانو اوتلویزونونو ورباندی څوورځی خاصی خپرونی وکړی ولی دکندهار
امنیه قوماندان ووژل شو یو خبر قدری خپور شو نوری یی چا یاده نه ده کړی .
دکریم خلیلی او
فهیم لپاره چی کومی موټری اخستل کیږی داد کرزی دډارلورونه ده په دی ترتیب دخپلی
بقا اودسر دخیر لپاره داتوپیر ی کړلی کوی یوازی او یوازی دخپل ځان دبقا دپاره دی
اوبس او په صراحت باید ووایم چی تری ډاریږی . په حکومتی اداروکی چی کوم امتیاز
نورو اقلیتونو ته ورکړل شوی دی
داپښتون ملت ته نه دی ورکړشوی هغه بیا رغونی چی په نوروسیمو کی روانی دی دادپښتنو
په سیمو کی دخروار او خورد په مقایسه دی . ورشئ پوهنتونونو ته وګورﺉ چی دپښتنو فی
صدی څومره ده داټولی هغه خبری دی چی په سترګو لیدل کیږی .
ورشئ په وزارت خارجه کی وګورﺉ
چی اکثریت څوک دی په سیاسی نماینده ګیو باندی یوزغلند نظر واچوﺉ او محاسبه یی وکړﺉ چی اکثریت څوک دی هلته چی پولی
مدارک ډیر دی هلته دچااکثریت دی . ملی پوځ او ملی پولیسو کی وګوری چی په امنیتی
سیموکی څوک دی او په جنګی سیمو کی دچا اکثریت دی .
بهرنیو ملکونو ته دلوړو زده کړو
لپاره دکومو ملیتونو اکثریت روان دی اود طب ، انجنیرۍ فاکولتو ته څوک ډیر بریالی
ښودل کیږی دپوهنتون سرپرست وزیر چی څه وغواړی هغه کیږی . داټولی بدبختۍ دجناب کرزی
په وجود کی رواني دی ښاغلی کرزی دپښتنو دپاره مرګ ، دربه دری کورخرابی اوعذاب
لوروی . تاسی وګورﺉ چی دسولی په عالی شوراکی دقدرت چوکۍ چاته ورکړ شوی دی دښمن ډیر
قوی دی پښتون ټکوی بدناموی اووژنی یی . دکرزی په اعمالو باندی څوورځی ترمخه دده
خپل ورور اندامت څرګندکړی دی چی دده سره په لاری تګ ګټه نه لری دی دهری خواڅخه یو
محاصره شخص دی اوهغه څوک یی لوبوی چی په ده لورونه نه لری هم یی دالله سره دښمن کړ
اوهم یی دخپلو ورونو سره اودخپل عمل مزه به ارومرووڅکی .
کرزی اودده دلاری ملګری باید په
دی وپوهیږی چی دی دتجرید په حالت کی دی او چی دچالاس ورباندی برشی نوبیا به نه وی
په پښتون ملت کی دده دپاره ځای نشته دی هغه څوتنو دګوتو په شمیر چی دی یی اعاشه او
اباته کوی هغه تالی څټی دی کرزی دنورو کاسی څټی اوملګری یی دده کاسی څټی او
منفورعام دی .
مخالفه جبه په کمین کی ده اودده
دبدنامۍ او تباهی لپاره جورجور قبرونه وباسی ترڅو دی اودده ملګری په یومناسب وخت
کی په کی خخ کاندی . کرزی خپل ملګری تل په نیمه لاره کی پریښی دی او شا یی
ورګرځولی ده اوډیروملګرو یی ده ته شاورګرځولی ده اودی یو خو دچاری انسان پیژنی او
باورورباندی نه لری .
په هر حال کرزی دی په دی خبره
وپوهیږی چی پښتون یوعظیم ملت دی ملیت نه دی دعظیمو خلکو حوصلی هم عظیمی وی
اوپریکړی یی هم عظیمی وی متل دی چی وایی د (مردانو دیګ په وار پخیږی ) .
هغه ورځ لری نه ده چی ښاغلی
کرزی هغه دویری اوډار هیئولا په کومی کی ورلویږی کوم چی دی ورڅخه په خوب او ویښه
بوګنیږی اوهروخت یی شونډی وتلی وی .
زما خبری اټکلی نه دی خیالی
اوتصوری مه بولۍ پښتون یو عظیم ملت دی دروند خوب لری خوچی کله ویښ شی بیا درانده
ګذارونه لری . تاسی دانګریزانو وپوښتی دسکندرکیسی رایادی کړی بیا دروسانو څخه
وپوښتۍ اوننی حال هم ګورﺉ چی څو ک مری اودنړۍ داعظیم قوتونه دچا څخه په هراس کی دی
او په چاباندی حساب کوی ؟
هغه
پښتو ملت دی .
ټیټ
می مه بوله غورزنګ راباندی مه کړه
زه
پـــه دی افتــــاده ګـۍ کی لوی ګړنګ یم