
ښاغلی کرزی پر خپله یوه وینا کی وویل چی که بین الملی ټولنه تردی وروسته بیا په
ولسی خلکو بمباری وکړی اوویی وژنی نودوی به داشغالګرو په حیث وپیژاندل شی .
دتعجب
ځای دی څوک چی ځان دیو ملک منتخب جمهور ریس بولی او بیا داسی بی مسولیته څرګندونی
کوی دده دسیاسی پوهی په کمزورۍ دلالت کوی . ایا
داملک اشغالی نه دی ؟
کرزی
داسی خبری څوڅوواری کړي دي ولی په عمل کی یی هیڅ نه دی کړی او بهرني نظامیان په
خپل سر خپل پروګرامونه پر مخ بیا یی او کله کله بښنه غواړی او خون بهاورکول دځان مسولیت ګڼی اودافغانانو
خون بهاټاکل شوی ده چی دمړی لپاره یولک افغانۍ اودزخمیانو لپاره پنځوس زره افغانی
که دادیت وی نو دکومی محکمی له خوا او دکومی پریګړی په اساس شوی دی ایا دحق العبد
دمدعی له خوا دعوی شوی ده او که نه ؟ ابرای کړی ده که نه ؟ بی له شکه داد بهرنیانو
له خوا په خپله خوښه ټاکل کیږی ځکه چی دوی ځان دخاوری واکمن بولی او خلک یی مریان .
دالوبی
روانی دی اوهر وخت دبهرنو
نظامیانو له خوا داعمل تکراریږی اوکرزی دخپلو تاثراتو په ترڅ کی خپل دباو هم کوی
که داعمل تکراریږی نوبیا به زه داوکړم یا هغه ولی هیڅ یی ونه کړی شول او نه یی شی
کولی ځکه چی بهرنیان دلته په خپل قوت راغلی دی چانه دی غوښتی بلکه دایی دځان نه
سره راوستې دې اوباید ددوی په خوښه وچلیږی او که نه نودده سره ددی خبری دمخنیوی وس
نشته دی .
بهرنو
قوتونو څوڅوواری ددی خبری ژمنه کړی ده چی بیا به عام ولسی خلک نه وژنی ولی په
همدغه ورځ او سبایی داعمل تکرار کړی دی اوکرزي بیا دباب کړی دی او خبره خلاصه شوی ده په هغه دیارلس کلن
ځوان باندی چی څه وخت دمخه دامریکا
نظامیانو خپله سترګه پخوله او
په تحقیر امیزه ډول یی وواژه او کرزی په سخت دباب کی وویل چی دا او هغه څه یی وکړل
هغه دملانصرالدین معقوله ده
چی ویلی دی :- عاقلان خو
دمیدانند.
هغه چی
کنړ په غازی آباد کی کومه بی رحمانه مرګ ژوبله وشوه اوښاغلی کرزی خپله هغه سیمی ته
ولاړ او په غونډه کی یی دعادت سره سم او ښکی هم توی کړی او په ډير احساساتی ډول یی
لکه دیوه آزاد او خپلواک هیواددمنتخب جمهورریس په حیث وویل چی ناتودی نورعملیات
بندکړی کله چی بیرته په هوش راغی نوویاند یی بیا داخبره ترمیم کړه چی په ملکی او
عامو خلکو دی بمبارۍ بندی کړی .
دایوه واقعه نه ده که دقیقه محاسبه وشی په سلهاو داسی پیښی شوی دی او کرزی صاحب
خپل دباو کړی دی اوخبره خلاصه شوی ده .
زما یو
دوست و شکر مرض یی درلود اودروژی نه نیول ورته ډاکترانو توصیه کړی وه نوروژه به یی
نه نیوله اوعادتآ دشکر دمرض ناروغ ډير وږی کیږی او څوواری باید څه وخوری ده به هم
داعادت په خفا کی کاوه چی ماښام به شو زموږ سره به یوځای روژه ماتی ته ناست و
اودتوپ دویشتو اویا ا ذان انتظار به وکله چی به توپ ویشتل شو اویا به اذان وشو ده
به هم دواوکړه اووبه ویل (خدا قبول کند ).
موږ به
ورته وویل چی تا څه کړی دی چی قبلول یی غواړی ده به وویل (خدامهربان است نیت مرا
قبول میکند ) .
جناب
کرزی صاحب په نیت روان دی نورخوورسره کوم وس نشته دی نودباب خوبه کوی خدای دی
ورځخه داقبول کړی .
هغه ددری
ژبی یو شاعر وائي :-
شکوه
تاج سلطانی که بیم جان دراودرج است
کلاهــی
دلکـــش است امــابــه دردسرنمی ارزد
زه نه
پوهیږم چی کرزی صاحب به په دی بی واکه جمهوری ریاست کی څه خوند لیدلی وی چی ځان یی
پری دخلکو په خولو کی اچولې دی او راز راز خبری اوری اوزغمی یی . زما په فکر خوددی
بی واکه او بی قدرته جمهوریت څخه ورته په پوهنتون کی استاذی ډيره غوره وه ځکه حقوق
دان دی او ښه خبر لوڅ دی محصلینو به ورڅخه ارومرو یو څه زده کړی و .
دده کاری
ګروپ یا ملګری خویاداسی زاړه دی چی محافظی له لاسه ورکړی دی اویاداسی بی تجربی
ځوانان دی چی دخپل مستقبل په باب تصمیم نه شی نیولی نو دده سره به څه مفیدواقع شی .
په هر
حال ددی پرځای چی کرزی په داسی پیښو کی کله کله احساساتی کیږی او هیڅ هم نه شی
کولی دابه ښه وی چی ملت ته په لوړآواز ووای لکه چی یوواری ویلی هم دی چی ای ملته
زما خبره څوک نه منی .
دهرچا دی
خدای مل شی خپله کوئ او خپله به کوم دابه غوره خبره وه او دملت دپیغورو به څه نا
څه خلاص و . په دی کی شک نشته چی دکرزی صاحب زړه داغواړی چی ددی کارمخه ونیسی ولی
په عمل کی یی دوسی څخه بیرون کاردی .
ناتو او
په سر کی یی دامریکا متحده ایالات چی دملګرو ملتو دسوله ساتو نکو ځواکونو ترچتر
لاندی افغانستان ته راغلی دی دوی
خپل اهداف لری لکه چی دکرزی صاحب څخه هم کله خوله خطاشی اوداخبره وکړی بیا وروسته ورباندی پښیمانه وی . ددی قوتونواهداف
معلوم دی او هغه یو یی د افغانانو ځخه افغانی غرور اخستل دی او که دانه کیږی نومرګ
یی یقینی دی دوی ته هر هغه څوک طالب اوالقاعده دی چی د دوی د اهدافو دتحقق په لاره
کی خنډکیږی اوداکار افغانان ارومرو کوی او ددی کارڅخه په شانه ځی . نو بیا خو کرزی صاحب دباونه بی څایه دی هم ملت ته څان کم
رواولی اوهم یی دبهرنیو حامیانو سره کورخبرابیږی پری دی ږدی چی دامظلوم ولس همداسی
ووژل شی کورونه یی خراب شی
اخر به په کی افغانی جزبه نوره هم توده اوقوی شی اودخپل ځان پوښتنه به وکړی او که
دانه کوی نوبیا خودداسی بی احساسه خلکو دژوند نه په مرګ کی ډیره ګټه ده پرده یی
خوندی کیږی . خو وایی ؛-
خاک
ساران جهان را په حقارت منګر توچی دانی که درین ګردسواری باشد
یو
سور به اخر پیداکیږی انشاالله تعالی