
محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
تېره اونۍ په کابل کې يوه تلويزيوني چينل دبېړني خبر اعلان وکړ په خبرکې وويل شول چې دطالبانو داسلامي تحريک مشر ملامحمدعمر مجاهد ووژل شو .
دخبر سرچينه دافغانستان دملي امنيت کوم مامور وو چې دې رسنۍ يې نوم نه وو خپورکړى او ويلي يې وو چې دوى ته دوررسېدليو معلوماتو له مخې ، دپاکستان داى اس اى درې تنه مامورين په شخصي جاموکې دملامحمدعمر مجاهد استوګنځي ته ورغلل ، ظاهراً يې هغه ته وويل چې په پاکستان کې دامريکايانو په لاس دعرب مجاهدينو دمشر ا سامه له وژنې وروسته په پاکستان کې دملامحمدعمر دشتون په اړه پردوى فشار ډېر دى او ددوى تجويز دادى چې په لنډ مهاله توګه هغه دافغانستان کوم ولايت ته ولېږدوي او کله چې حالات ښه شول نو بېرته به يې پاکستان ته راولي ، دې سرچينې وويل چې کله ملامحمدعمر له دوى سره روان شو نو دوى دپاکستان داستخباراتو (اى اس اى) پخواني مشرجنرال حميدګل ته وسپاره ، هغه له کويټې څخه شمالي وزيرستان ته راروان کړ چې پرلاره کې پرې دحميدګل په خوښه داى اس اى افرادو بريد وکړ او هملته يې وواژه .
داخبر ژر ډېرخپور شو، وروسته دافغانستان داستخباراتو وياند هم له رسنيو سره داخبر په ډېر خوند زمزمه کړ .
خو دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره د بېړنۍ اړيکې په ترڅ کې ډېر ژر داخبر رد کړ ، مجاهدپه پاکستان کې دخپل مشرشتون هم رد کړ او ويې وويل چې ملامحمد عمر مجاهد په افغانستان کې دى او له هماغه ځايه دبهرنيو پر ضد دهغه په وينا جهاد رهبري کوي .
همداراز جنرال حميدګل هم په هماغو لومړنيو شېبو کې بي بي سي ته وويل چې هغه پخپل کور کې دى نه له ملامحمدعمر سره چېرې تللى او نه يې وژنه مني. هغه هم وويل چې دطالبانو مشر په افغانستان کې دى.
بالاخره له څو ساعتونو وروسته جوته شوه چې داخبر دروغ دى
خوڅومره چې حقايق را برسېره کېدل پدې اړه دافغانستان داستخباراتو دادارې شاتګ محسوسېده . وروسته يې دهغه دوژنې له خبر څخه يو سل او اتيا درجې شاتګ وکړ . او ويې ويل چې دوى همدومره مني چې ملامحمدعمر له کويټې څخه وزيرستان او يا کوم بل ځاى ته لېږل شوى دى او دهغه وژنه سل په سلو کې تائيدولى نشي .
زه دانه وايم چې دافغانستان دامنيت اداره ولې دروغ وايي ، په جګړه کې دروغ معمول وي او دافغانستان دامنيت اوسنۍ اداره خو له دروغوپرته چلېدلى نشي خو دومره توصيه ورته کوم چې که دروغ هم وايي نو لږ خودې يې په شرع روغ ووايي . داسې دروغ به څوک څه کړي چې سمدستي يې شرموي .داسې دروغ دې ووايي چې کم ترکمه ژر خو رسوا او نوم بدې نشي.
دې دروغو خو څو دقيقې هم دوام ونکړ.
له دې خبراو دملي امنيت له دې شاتګ سره سړي ته هغه دروغجن ورپه ياد شي چې په کلي کې يې ويلي و چې په ځنګله کې يې زمرى و ليده . کله چې کليوالو راټينګ کړ چې دلته زمرى نشي اوسېدلى بل څه به دې ليدلى وي نو هغه ورته وويل خير چې زمرى نه وو نو لېوه به وو کله يې چې بيا راټينګ کړ چۍلېوه هم دلته راتللى نشي داځنګل کلي ته ډېر نږدى دى بل څه بهدې ليدلي وو نو اخريې ورته وويل .(( والله څه ووايم لوښې خوخوځېدلې . )) دوى هم له دومره ډرامې دې ته راښکته شول چې خير له کويتې څخه خو يې روان کړى دى .
خوددوى پر دې خبره هم باورځکه سخت دى چې کله دوى دومره خبر او ملامحمدعمر دومره ددوى ترکلک څار لاندې وي نو ولې يې خپله او يادخپلو ملاتړو بهرنيوځواکونو په زور نه نيسي او يا نه وژني.
تراوسه لا داسامه دوژلو ډرامه دنړۍ درسنيو پرسکرين چلېږي دوى غواړي چې دمخالفينو روحيات کمزوري کړي،نوځکه يې دملامحمدعمر دوژلو اوازه خپره کړه . دافغانستان په جګړه کې يوپلو هم ارزښتونه اودجګړې اخلاقي اصول په پام کې نه نيسي نوځکه دجګړې ديوه اړخ په توګه داډول پروپاګند دخپل حق بولي خو داحق بايد دوى دحيثيت په بيه تمام نشي . او نه اوازې او خوشبينۍ، نېک او بداحساسات پر حقايقو اغېز پرېباسي . دګوړې ګوړې په ويلو دچاخوله نه خوږيږي. په کارده چې له واقعيتونو او حقايقوسره معقول او منطقي چلند وشي
دملامحمدعمر وژنه به دکوم دردرمل شي؟
هرانسان مرګ ته پيدا دى دالله ج له ذات پرته دبشر په شمول ټول کاينات فاني دي ملامحمدعمر او اسامه هم انسانان دي هرومرو به مري، طالبان او دالقاعده غړي دعلماوواو ددين دطالبانو په توګه پردې حقيقت ښه پوهېږي چې يو انسان هم نه پاتې کېږي هغوى دالله ج له دې وينا ښه خبر دي چې خپل رسول ص ته فرمايي: يقيناً ته هم مرې او دوى هم مري.
خوآيا ددوى وژنه به دستونزې پاى وي ، دطالبانو او دالقاعده دخوځښت دمشرانو په توګه داسامه او ملامحمدعمر مجاهد وژنه به له شک پرته ددوى دافرادو پر روحياتو اغېز کوي اودا دهرانسان په طبيعت کې نغښتى حقيقت دى خو دااغيز به دومره نه وي چې دکارپاى وبلل شي .
نه القاعده داسامه شخصي جريان دى او نه هم دطالبانو تحريک دملامحمدعمر شخصي پوځ او کرايي لښکر دى .بلکې ټول پوهېږي چې داددواړه منظم تيوريک خوځښتونه او ديوې مذهبي او عقيدوي نظريې خاوندان دي . دطالبانو حرکت دملامحمدعمرپه ژوند او مرګ پورې تړلى ندى ، داحرکت اوس په افغانستان او پاکستان کې ډېرې ژورې ريښې او په نړۍ کې ډېر ملاتړي لري . دې جريان اوه کاله حکومت او لس کاله دنړۍ له لويو ځواکونو( امريکا او ناټو)سره جګړه کړېده او دې لويو ځواکونو ته يې دسر په کاسه کې اوبه ورکړې دي .
القاعده هم دامريکا په وينا، دنړۍ په شپېتو هېوادونو کې څانګې او تشکيلات لري ، ددومره پراخو تشکيلاتو سنبالول هوښيار ا وتکړه مشران غواړي .او که په القاعده کې داډول باکفايته مشران نه واى نو دالوبه دومره ګرمه نه ساتل کېدله .
وموليدل چې داسامه دحذف له اعلان وروسته .ددې پرځاى چې جګړه ټکنۍ شي لا هم ژبغړانده او توپاني شوه . داسامه پرځاى له هغه ډېر احساساتي، سخت دريځى او بنسټپاله مسلمان ځوان سيف العدل ( دعدالت توره)وټاکل شو چې هېڅ ډول سازش او کمپرومايز نه مني .
که ملامحمدعمر هم له روانو پېښو حذف شي نو ګومان نه کوم چې له دې حذف سره به دافغانستان کړکېچ پاى ومومي او دښمنان به يې دارامۍ ساه واخلي .ښايي له ده وروسته هم ترده ډېر سخت دريځى، انعطاف او جوړښت نه منونکى ځوان دطالبانو مشر وټاکل شي ،چې که داسامه او ملامحمدعمر په وخت کې دهغوى دښمنان له مخې حلالېدل او مرۍ يې غوڅېدې ښايي ددوى خليفه ګان يې دشا له لارې حلال او څټونه غوڅ کړي . که دصدام حسين له اعدام او ابومصعب زرقاوي له وژلو وروسته عراق امن شوى او ياجګړه پکې سسته شوې وي ، که د اسامه، بيت الله مسعود،او نورو مولناګانو له وژلو اود ملابرادرپه څېر دنورو طالب مشرانو له نيولو وروسته په افغانستان کې جګړه سسته شوې وي نو دملامحمدعمر وژل به هم اغېزمن وي . خو چې کله ددوى ديوه سياسي او فزيکي وجود حذف هم ددوى دښمنانو ته ګټه نه ده کړې نو دملامحمدعمر وژل به څه ګټه وکړي ؟ .
ترڅو چې دافغان ولس ارادې او غوښتنې ته پام ونشي ، ترڅو چې دافغانستان او سيمې له ذهني او عيني واقعيتونو سره معقول او منطقي چلند ونشي ،ترڅو چې دجګړو داصلي انګېزو او عواملو په له منځه وړلو فکر ونشي ،ترڅو چې نړيوال ځواکونه اووسلوال مخالفين دواړه دافغانانو ژوند ، دود او دستور ته درناوى ونکړي، ترڅو چې دواړه خواوې افغان ولس خپل دښمن او دسزا وړ ګڼي که يو ملاعمرووژل شي سل نور پيداکېږي ، که يو پتريوس ووژل شي نو دسلو نورو راتګ ته به پلمه جوړه وي.
ترڅو چې دامريکا په کليساګانو کې عظيم الشان قران سوځول کېږي ، ترڅو چې په دنمارک او هالندکې دمسلمانانو دګران پيغمبر کاريکاتورونه جوړېږي .، ترڅو چې لوېدېځ داسراييلو له غاصب او ظالم رژيم څخه ناحقه دفاع کوي ، په اسلامي نړۍ کې يې دالېوه خوشې کړى او دوى ته يې تورې په لاس ورکړې او فلسطينيان يې ورته تړلي وي .ترڅو چې دامريکا نامسلمان پوځونه دحرمينو په سپېڅلې خاوره کې پراته وي ،اوترڅو چې داسلامي امت حيثيت او شخصيت دلوېديخ ښکيلاکي ائتلاف له ګواښ سره مخ او ترڅو چې بوش اوبوشان دصليبي جګړو ډول وهي نو داتمه دې نه کوي چې دملاعمر او اسامه په وژلو به دوى او يا نړۍ دارام ساه واخلي .
افغان حکومت ته دامشوره ورکوو چې خپلې ستونزې دې دنړۍ له ګڼو ستونزو سره نه ګډوي اونه دې افغانستان دنورو دشوموموخو قرباني کوي . دوى ته جوته شوه چې نور ورته وطن نه ابادوي او نه له دوى سره رښتونې او بې مطلبه يارانه کوي ، همدا نن يې که لاړې تېرې او مطلب پوره شو نو نه بيا دافغانستان په کيسه کې دي او نه دافغان حکومت. نو په کارده چې دې ستونزې ته معقول او اسانه حل ومومي او اسانه او منطقي حل دملامحمدعمر وژل ندي ، بلکې دجګړې عوامل له منځه وړل ، واقعيتونو ته غاړه ايښودل ،له مخالفينو سره تفاهم او سوله اوپرواک دانحصار فکر له سرنه لېرې کول دي .زه په پوره مسؤوليت سره وايم چې همدااوس هم ملامحمدعمر کرزي ته ترهغه احترامه ډېر احترام لري چې اوباما يې ورته تظاهر کوي او تراوباما پرې ډېر دردېږي .ځکه دواړه مسلمانان او ديوهېواد بچي دي . زه کرزي ته دمجاهد رهبر ارواښاد مولوي خالص خبره وريادوم چې ويلي يې وو موږ به له شورويانو دنورمحمدتره کي دوينې پوښتنه هم کووځکه چې هغه افغان و هغوى څه حق درلود چې ترکى يې واژه .
لکه څنګه چې کرزي ته د ملامحمدعمر په احترام قانع يم ا وباوري يم چې که خداى مکړه دامريکايانو په لاس ووژل شي نو دمولوي خاص غوندې به يې ترې دوينو پوښتنه کوي همداراز هغه ته د کرزي پر احترام هم قانع يم او باوري يم چې دډاډ په صورت کې تراوباما ورته ډېر درناوى لري .
نو په کار ده چې حکومت هرافغان ددې خاورې بچى او دې وطن ته مخلص وبولي او پر مرګ يې اتڼ ونکړي بلکې ساندې ووايي .
پرطالبانو هم غږکوم ددې لپاره چې افغان حکومت پرې دسولې په اړه باور وکړي بايد خپل حسن نيت ورته څرګند اودسولې شرايط ورته نرم کړي .
بايد دواړه خواوې ملت ته ثابته کړي چې ستونزې دوى ندي جوړې کړي .
کرزى ، طالبان دلته دبهرنيو پوځونو دشتون عوامل بولي او وايي چې که ددوى وسلوالومخالفت نه وي نو امريکايان وځي ا وطالبان وايي چې امريکايي پوځونه او ناټو کرزي راوستي دي . دلته خلکوته هغه چستان سترګو ته ودرېږي چې وايي : ( هګۍمخکې پيداشوې او که چرګه) . دواړه خواوې بايد د بهرنيوپه پرتله خپلو هېوادوالو ته ډېر اهميت ورکړي ، ډېرباور پرې وکړي او پردې دې پوه شي چې پردي نه خپلېږي او که لږ تنازل او حوصله وشي خپل خپل دي . .