غلې شه شپلۍ غږ د آشنا راځي
دې ښایسته سهارته نن ښلا راځي
شپون یمه په سره هوسۍ مین یمه
وعده مې د آشنا ده نن تنها راځي
دمه به شم دسپین غاټول په پاڼوکې
خیر که آشنا لږپه اعدا
راځي
ناست یمه ورېښمو کې لونګ پیم
هار به ترې نه جوړکړم که ړناراځي
مینه کړم شپونکی یمه رمه پیایم
دې زیړمازدیګري کې زما وفا راځي
ورځم دسره ګلاب نه دا تپوس کوم
څله راته خوب کې په خندا راځي
پاڅیږه کماله لمر په غرو
لګي
بر کلي ګودر ته ستا لیلا
راځي
اراکوزیاراډیو کابل
وروستي