
برلين
د جرمني پوځي سرچينو ويلي، چې د افغانستان په شمال بغلان وﻻيت کې د جرمني ځواکونو پر سرتيرو چاودنه شوې او له امله يې شپږ تنه ټپي شوي دي.
د جرمني په (( پوتسدام )) ښار کې د پوځ وياند ويلي، چې بريد د کندوز ښار په 35 کيلومترۍ کې په داسې مهال ترسره شوی، چې جرمني سرتيري په يوه ټانک دننه ناست وو او چاودنه ورباندې شوې.
ټپي شوي سرتيري د چورلکې په واسطه، د دوی اډې ته په کندوز وﻻيت کې، د درملنې په موخه وړل شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې په هکله د طالبانو لخوا څه نه دي ويل شوي.