.jpg)
افغانستان دګڼو ژبو هېواد دى
په دې وروستيوکې دايران _تاجکستان او افغانستان دحکومتونو ترمنځ دفارسي ژبي تلويزيون دجوړېدو خبرونه بيا اورېدل کيږي، دې واقعيت ته په پام سره، چې افغان ملت له ګڼو ورونو قومونو جوړ دى او دافغانستان دټولو قومونو ترمنځ ملي اتحاد اوملي يووالى يوازې دافغانى هويت په وسيله راتلاى شي، دافغانستان حکومت ته په کارنه دي، چې دهېواد ملي واقعيتونو ته له پاملرنې پرته په داسې تړونونو کې ورګډ شي، چې نوم يې له آره له افغاني هويت سره سمون نلري .
که چېرې دافغانستان حکومت دايراني اخندانو په دې لومه کې خپل ځان ښکېل کړي نه يوازې داچې دا کاربه يې دهېواد له اساسي قانون سره په ښکاره مخالفت کې وي بلکې په ملي کچه به دنارضايتيو اواختلافاتو نوې څپې هم خپرې شي، چې مخنيوى به يې بيا افغانانوته په اوسنيو حالاتوکې په لويه بيه پرېوزي .
دافغانستان داساسي قانون د څلورمې مادې پربنسټ (( په افغانستان کې ملي حاکميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقيم ډول يې په خپله يا يې د خپلو استازيو له لارې عملي کوي.
دافغانستان ملت عبارت دى له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري.
دافغانستان ملت له پښتون ،تاجک ، هزاره ، ازبک، ترکمن، بلوچ ، پشه يي ، نورستاني ، ايماق، عرب ،قرغيز ، قزلباش ، ګوجر،براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دى.
د افغان کلمه دافغانستان دملت په هر فرد اطلاق کېږي.
د ملت هيڅ يو فرد د افغانستان له تابعيت څخه نه محروميږي
په تابعيت او پناه ورکولو پورې مربوطې چارې د قانون له ليارې تنظيميږي.))
دپورتنۍ مادې له مخې دټولو افغانانو دملي هويت ګډ څرګندوى نوم افغان دى اويوازې افغاني هويت کولا ى شي له بهرنيو هېوادونوسره زموږ په پېژندګلوۍ کې ټاکونکى رول ولري .
همدارنګه داساسي قانون دشپاړلسمې مادې له مخې (( د پښتو، دري ،ازبکي ، ترکمني ، بلوڅي ، پشه يي، نورستاني ، پاميري،او په هېواد کې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.
په هغو سيمو کې چې د خلکو اکثريت له ازبکي ، ترکمني ، بلوڅي ، پشه يي، نورستاني اويا پاميري ژبو څخه پر يوې خبرې کوي له پښتو او دري سربيره درېمه رسمې ژبه ده ، د تطبيق ډول يې د قانون له ليارې تنظيميږي .
دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغيزمن پروګرامونه طرح او تطبيقوي.
په هېواد کې د مطبوعاتو ، راډيو او تلويزيون خپرونې د هېواد پر ټولو مروجو ژبوآزادې دي.
په هېواد کې موجود ملي علمي او اداري مصطلحات ساتل کيږي.
د دې مادې له حکم څخه په ښکاره څرګنديږي ، چې دافغانستان لومړنۍ رسمي ژبه پښتو او دويمه يې دري ده او نورې ټولې ژبې په هغوسيموکې ، چې ډېر ويونکي لري هم د درېيمو رسمي ژبو په توګه مطرح دي که چېرې افغانستان يوه داسې تلويزيون ته منسوبيږي ، چې خپرونې يې يوازې په يوې ژبې وي نو ښکاره ده، چې دا دنورو قومونو اونورو ژبو پر حق او هويت باندې دانکار مانا لري
همدارنګه که چېرې حکومت يوازې ديوې ځانګړې ژبې خدمت ته ملاوتړي اونورو ته شاکړي دا هم داساسي قانون له شپاړلسمې مادې سره مخالف عمل دى .
له بلې خوا دافغانستان دولت مکلف دى ، چې ټولو ژبو ته په مساوي توګه دپرمختګ کولو زمينه مساعد کړي اوددې لپاره ، چې دنورو هېوادونو دلاسوهنو مخه نيول شوې وي دافغانستان حکومت بايد هڅه وکړي ، چې دژبو دپرمختګ لپاره خپل پلانونه په کورنيو امکاناتو ترسره کړي هر هغه هېواد چې د ژبو په برخه کې دپانګونې وړانديزونه کوي بې له شکه چې داکار دخپل فرهنګي اوسياسي نفوذ لپاره کوي . همدارنګه حکومت مکلف دى ،چې دټولو ژبو دويونکو لپاره په خپلې مورنۍ ژبې دزده کړو اسانتياوې راولي . په دې اړه داساسي قانون دري څلوېښتمه ماده دا ډول صراحت لري .
(( زده کړې د افغانستان د ټولو اتباعو حق دى چې د لېسانس تر درجې پورې وړيا د دولت له خوا تامينيږي.
دولت مکلف دى چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او منځنيو اجباري زده کړو لپاره اغيزمن پروګرام طرح او تطبيق کړي او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو کې چې پرې خبرې کيږي لاره هواره کړي.))
په پاى کې يادونه کوو چې حکومت له ايران اوتاجکستان سره دتلويزيون د جوړولو په هکله دافغانستان داساسي قانون احکام په پام کې ونيسي او هېڅ داسې کاردې نه ترسره کوي ، چې داساسي قانون سره په مخالفت کې دټول افغان ملت دخوښې وړ نه وي .
د بن ﻻدن د ميرمنې مرکه
( المجله ) دبن دلادن دکونډې لومړنۍ او وروستۍ مرکه بيا خپروي .
مرکه : عزالدين سنيقرة
ژباړه : حماد
امل احمد عبدالفتاح الساده دبن لادن پنځمه او تر ټولو کشرۍ مېرمن وه نوموړې په ايبټ اباد کې دبن لادن دترور شاهده وه ، هېله ېې درلوده ،چې له خپل مېړه سره يو ځای شهيده شي ، خو دا ارمان ېې ونه رژېده او اوس له ISI سره يرغمل ده .
دبن لادن له ترور وروسته ،چې دامل نوم ياديږي ورسره جوخت (المجله ) هم خلکو ته ورپه زړه شي چې هغه دعربي او نړيوالو خبري رسنيو له منځه يوازينۍ هغه وه ،چې دا لار يې پېدا کړه ،چې 9 کاله پخوا مېرمن امل ته ورسيږي .
دا له مېرمن امل سره لومړنۍ او وروستنۍ مرکه ده ،چې دالمجلې اداره ېې دخپلو لوستونکو په غوښتنه يو ځل بيا دنوموړې له يرغمل کېدو وروسته خپروي .
د2002 ز په مارچ کې المجله وتوانېده ،چې له امل الساده سره ځانګړې مرکه وکړي امل دبن لادن کشرۍ مېرمن وه نوموړې په دې مرکه له بن لادن سره دخپلو اړيکو او ژوند په اړه دپاموړ ډېر څه ويلې دي . امل الساده دايبټ اباد په عملياتو کې ټپي شوې ، چې وروسته بيا پاکستاني څارګرو يرغمل ونيوله .
امل الساده په 1982 ز کې د پلازمينې صنعاء سويل ته څېرمه ديمن په اب ولايت کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي نوموړې د17 کلونو وه ،چې تقدير ېې له بن لادن سره برخليک غوټه کړ او دنوموړي پنځمه مېرمن شوه .
د 2001 ز په نومبر کې دطالبانودنظام له ړنګيدو وروسته بن لادن اړ شو،چې له سترګو پناه شي هماغه و ،چې مېرمن ېې امل الساده دافغانستان او پاکستان ترمنځ له تګ وراتګ وروسته دېته اړ شوه ،چې خپل ار ټاټوبي ( يمن ) ته راستنه شي دا مهال ېې نو خپل لومړنی ماشوم هم زيږولې و .
( المجله ) ډېره هڅه وکړه،چې دبن لادن له مېرمن سره ځانګړې مرکه ولري ، خو له پرلپسې غوښتنو وتوانېده ،چې له قبيلوي دودونو سره سم مېرمن امل مرکې ته حاضره شي خو مرکه به ورسره بله مېرمن کوي ځکه په يمن کې رواج ښځو ته اجازه نه ورکوي ،چې له پردي سړي سره ناسته پاسته ولري او هغه ،چې بيا دالقاعدې تنظيم مشر بن لادن مېرمن هم وي
( المجله ) ،چې کله دبن لادن دمېرمن هويت پاڼه خپروله نو دا غوښتنه ېې وکړه ،چې ځينې نښې نښانې ېې يو څه تتې کړې نوموړې په دې مرکه په زغرده ويلي دي ،چې زه له بن لادن سره دواده له کبله هيڅ پېښمانه نه يم ځکه هغه ترهګر نه دی . مېرمن امل الساده دا هم ويلي دي سره له دې ،چې بن لادن خپله ډېره شتمني دافغانستان بيا رغونې ته ځانګړې کړې وه ، خونوموړى په وروستيو کې له طالبانو ډارېده .مېرمن امل دا هم څرګنده کړې ده ،چې بن لادن له خپلو مېرمنو سره څه ډول چلند کاوه او لومړي ځل لپاره ېې له ناروغۍ پرده پورته شوې ده آن دا ،چې کله به ېې دخوب ګولۍ هم خوړلې .
دافغانستان له څمڅوڅخه پاکستان ته او له دې ځايه بيا خپل پلرني ټاټوبي اب ته هيڅوک نه پوهيږي ،چې دبن لادن دا ځوانه مېرمن څرنګه له يمنه بېرته پاکستان ته راستنه شوه او دبن لادن دترور په شپه ټپي او بيا يرغمل شوه اوس ،چې دبن لادن کونډه هر څه وايي دا به له شک پرته ددې پر ژوند اغيز پرېباسي ان ،چې دامريکااو پاکستان اړېکې به هم تر خپل سيورې لاندې راولي کېدای شي دمېرمن امل له څرګندونو څخه خپله القاعده هم اغيزمنه شي .
دا مرکه 9 کاله پخوا خالد نصر دبن لادن له ترور وړاندې دده له مېرمنې سره کړې وه اوس ېې داهميت له کبله بيا خپروو .
پر افغانستان دامريکايانو له برېد او يرغل وړاندې دبن لادن مېرمن له دې هېواده ووته ، خو دا سخته وه ،چې څوک دې دنوموړې څرک او درک معلوم کړي ځکه دې به تل دخپل مېړه خبرې ته کتل . که چيرې به پردې وتوانېدې ،چې دمېرمن امل ځاي معلوم کړې او ورشې دا بيا بله ستونزه وه څوک به پرې دا ومني ، چې له موږ سره خبرې وکړي په ځانګړې توګه خپله بن لادن دومره مرموز او پيچلي ګامونه پورته کول ،چې هر څه راز راز و دبن لادن او کورنۍ په اړه ېې معلومات پيدا کول دهر چا د وس خبره نه وه يوازې هغه څه به موږ اورېدلى شول ،چې خپله بن لادن ېې ويل غوښتل او کېدای شي همدا ېې دژوندي پاتې کېدو راز و .
له ډېر کړاو وروسته ( المجله ) وتوانېده ،چې دبن لادن دمېرمن ( ا.س ) پل معلوم کړي او ورسره وګوري دا اړينه وه ،چې ستونزه دژورنالستيکو خبرو پر مټ رامنځته کړو .
له هڅو وروسته ،چې ډېر وخت ېې ونيوه نوموړې دمرکې لپاره داسې شرطونه وړاندې کړل ،چې ددې له موندنې هغه سخت و ، انځور به ېې نه اخستل کيږي او نه به لږ تر لږه داوس لپاره دمرکې ځای نه ښودل کيږي . اړ شو، چې ددې غوښتنې ومنو او لاملونه ېې امنيتي هغه و او بيوزله ملامته هم نه وه ځکه کله ،چې له افغانستانه وتلې وه ديمن امنيتي ارګانونو ورڅخه پوښتنې ګرويږنې کړې وې . موږ انګيرلې وه ،چې مرکه به اواز او انځور سره يوځای خپروو هغه مهال دانځور دخپرولو خبره سخته وه نو يوازې پر اواز مو بسنه وکړه او دمېرمن امل انځور مو ددې له هويت پاڼې څخه راواخست ، خو دا غوښتنه به ېې کوله ،چې څومره کېدای شي بيا اړوند معلومات څرګند نشي .
پورته ټوله کېسه مې ددې لپاره وکړه ،چې دا مرکه له څومره کړاو ګاللو وروسته ترسره شوې ده د ( المجله ) استازی به له يوه ښار څخه بل هغه ته په تګ وراتګ کې لالهانده و وروسته بياهغه شېبه راورسيده ،چې نوموړې له ژمنې سره سم مرکې ته حاضره شوه .دا تاسې او دا دبن لادن له کشرۍ مېرمن امل الساده سره هغه مرکه ،چې دبن لادن پر ژوند شوې ده او لومړنۍ او وروستې هغه ده .
دبن لادن مېرمن په ډاډمنه لهجه خبرې پيل کړې ، اعصاب ېې نورمال و په خبرو کې ېې پر ځان باور له ورايه جوت و، دپوښتنو پر مهال اوتره نه وه ، ساده خبرې ېې کولې ، لفاظي ېې نه کوله
استوګنځای ېې ډېر ساده له ګاونډيو سره ېې چندانې توپير نه درلود ځکه ، خو دامنيتي ارګانونو له خبرولو پرته په اسانۍ ور ورسيدو ، خو پيدا کولو ېې پوره دوه مياشتې کړاو او پلټنې وخت نيولې و .
"المجلة": په پيل کې که دا راته ووايې ،چې له بن لادن سره مو د ژوند تېرولو بڼه څرنګه وه ؟
مېرمن امل : له هغه سره د استوګنې پر مهال کله به داسې وشول ،چې نوموړى به ډېر ناوخته کور ته راته ، ډېر وخت به يوازې ناست و ، پر بستره به وغځيده دا ېې غوره ګڼله ،چې هېڅوک ورنږدې نشي . که به مې هڅه وکړه ،چې خبرې ورسره وکړم غوسه به شو ، ورځنې به ولاړم او ځانته به مې پرېښود ، ډېر سوچ به ېې کاوه او ناوخته به بېده کېده ، درې يا دوه ساعته به ېې خوب کاوه له دې نه زياتېده ،سره له دې ،چې زه ورسره يو ځای اوسيدم کله به مې داسې وانګيرله ،چې زه يوازې يمه په پرديسۍ کې شپې تېروم ، په وروستيو کې په پرلپسې توګه ډېر ناارامه پرېښده ، له ډېرې بې خوبې دستړيا نښې په کې له ورايه معلومېدلې ، ډيری وخت به ېې دخوب اوارام لپاره درمل کارول .
"المجلة" ايا تاسې ېې له نورو مېرمنو سره په يوه کور کې استوګنې وې ، له تاسې سره ېې چلند څرنګه و ؟
مېرمن امل : نه، موږ په يوه کور کې نه اوسيدو ، هرې مېرمن ېې ځانته جلا کور درلود ، دوه مېرمنې ېې په کندهار کې وې هرې يوې خپل کور درلود ، درېيمه مېرمن ېې په کابل کې وه او څلورمه هغه ېې په توره بوړه کې وه . په اونۍ کې يو ځل به زما کور ته راته ، يوه يا دوو مياشتو کې به ېې خپلې مېرمنې په يوه کور کې سره راغونډولې يا به خپله پرې ګرځېده له ځان سره به ېې راوستلې او کله به ېې کوم ځای ته سپارښتنه وکړه ،چې دفلانۍ په کور کې سره راغونډې شې ، ډيري وخت به د ( ام عوض ) په کور کې سره راغونډېدو.
تل به ېې له دې ډارولم ،چې ګوره ښار ته به يوازې نه وځې که هر څيز ته دې اړتيا درلوده زوی به دې استوې ،چې درته ېې راوړي . په وروستيو کې ېې له ماسره ډېرې خبرې نه کولې مابه خپل ډېر وخت په کور کې تېراوه ځکه زه ېې بهر ته له تګ څخه ايساره کړې ومه راته به ېې ويلې که ووتلې کېدای شي له ګواښ او زيان سره مخ شې .
ان ،چې داسې وخت به هم راغی ،چې نوموړى به دوه اونۍ يا درې اونۍ يو ځل زما کور ته سر راښکاره کړ او راته به ېې ويل ،چې ډېر بوخت يم ، ځينې ستونزې شته ، زه له ملا محمد عمر او نور طالب مشرانو سره پرلپسې ناستې لرم . کله به ېې چيرته سفر کاوه هيڅوک به ېې نه خبرول پخوا داسې نه و که به يې چيرې سفر درلود يوه مېرمن به ېې له ځان سره کوله .
"المجلة": په کوم کور کې ، چې تاسې استوګنه درلوده، څرنګه و، اسامه څه ډول خواړه خوښول ؟
مېرمن امل : زما کور ډېر ساده و اوبې الاېشه و ديوه کليوال کور سره ېې توپير نه درلود ، اسامه ډوډۍ ، شېدې ، شات او خرما خوښوله ډېر کم به داسې وشول ،چې غوښه به ېې خوړله .
"المجلة": تاسې ېې بهر ته له وتلو منعه کړې وې اياپرتاسې ډارېده، چې طالبان درته څه ونه وايي ؟
مېرمن امل : يو ځل ېې راته وويل ،چې زه ډېر اندېښمن يم او له دې ډاريږم هسې نه ، چې دطالبانو سړي زما پر ضد نشي او له ما به دځان خلاصولو هڅه وکړي او يا دا ،چې امريکا به کوم يوه ( طالب ) ته پېسې ورکړي ، چې ما ووژني . له ملا محمد عمر او ځينې طالب مشرانو سره زما ځينې ستونزې راپيدا شوې دي دوی اوس هڅه کوي ،چې ما تنګ کړی کېدای شي دوی ( طالبان ) به اوس نه غواړي ،چې زه ورسره نور واوسيږم
"المجلة"ايا ستاسې کور څوکېدار درلود ؟
-مېرمن امل : هو
"المجلة": څومره وو ؟
مېرمن امل : څو تنه څوکېداران وو .
"المجلة": عربان و که طالبان ؟
- مېرمن امل : ډيری ېې عربان وو .
"المجلة": اسامه ته نږدې او باوري کس څوک و ؟
مېرمن امل : هغه به تل د ملا محمد عمر ، سليمان ابو غيث ، ابو حفص په اړه خبرې کولې او ويل به ېې دوی دهوډ او زغم څښتن خلک دي ، دسفر پرمهال به له دوی يو ورسره و .
"المجلة": دبن لادن دساتونکو شمېر ډېر و که څنګه ؟
مېرمن امل : له هغه سره دسرتېرو ،قبايلي سړيو ،عرب مجاهدينو( جنګياليو ) ستره ډله وه پردې سربېره ېې دخپل تګ وراتګ لپاره يو شمېر موټرې هم درلودې .
"المجلة": اسامه کله درسره دا خبره شرېکه کړې وه ،چې پر امريکا ېې دبرېد نېت او هوډ درلود ؟
مېرمن امل : هيڅکله هم نه ، هغه به دامريکا دلاسبرۍ او له اسراېېلو سره دهمکارۍ په اړه خبرې کولې ، تل به ېې دا ويل ،چې ما له امريکا سره دټکر په موخه خپل ځان نذر کړى ، هغه به ويل امريکا غواړي ،چې عربان سپک او ذليله کړي ، له ماسره دمجاهدو ځوانانو (جنګياليو ) يوه ډله شته ،چې امريکا ېې ښه نه ايېسي او دېته چمتو دي ،چې جګړه ورسره وکړي .
"المجلة": امريکا پر اسامه تور لګوه ،چې په نيروبي او دار السلام کې ېې د دوی سفارتونه الوځولي دي ده به دا تورونه څنګه ځوابول ؟
مېرمن امل : څو ځل مې ورڅخه اورېدلې دي او ويل به ېې امريکا مې لومړني دښمن دی او هڅه کوي ،چې خپلې ستونزې زموږ له سيمې وانګيري . امريکا ما پسې ده او پل مې څاري هڅه ېې داده ،چې له ما ځان خلاص کړي چيرته مې ترور کړي ، خو له امريکا سره له دې ډېر څه ښايي ،چې ورسره وشي . ځينو ځوانانو ته الله عزوجل لارښوونه کړې ده ،چې امريکا ته ښه درس ورکړي اسامه به تل دا ځوانان ستايل .
"المجلة": ايا داسې پوښتنه دې ورځنې کړې ده ،چې ددې چاودنو پلان جوړونکې دا و او کنه ؟
مېرمن امل : نه نه .
"المجلة": ولې ؟
مېرمن امل : هغه به ددې موضوعاتو په اړه له ماسره دخبرو لېوالتيا نه درلوده ، يو ځل مې هڅه وکړه ، په غوسه شو راته ېې وويل : هيڅکله په دې اړه له ما سره بحث مه کوه .
"المجلة": اسامه به ،چې کله ستا په کور کې و څوک به ورته ډېر راتلل ؟
مېرمن امل : نه پوهيږم ځکه ماته دا اجازه نه وه ،چې له سړيو سره وګورم .
"المجلة": هغه به څرنګه دخپلو کورونو، سوداګرۍ او القاعدې ترمنځ وخت ويشه ؟
مېرمن امل : هغه به هره اونۍ يو ځل کور ته راته ، اودسوداګريزو چارو تنظيم يو شمېر مامورينو ته ورترغاړې و .
"المجلة": بن لادن څه ډول سوداګري کوله ؟
مېرمن امل : سودا ګري او ټېکداري . هغه به تل دهغه شرکتونو په اړه غږېده ،چې لوې لارې او ساختمانونه به ېې جوړول پردې سربېره ېې يو شمېر خيريه موسسې هم درلودې ،چې په افغانستان کې ېې له بيوزله خلکو سره مرستې کولې . همدارنګه نوموړي دافغانستان په بيا رغونه کې له طالبانو سره هم مرسته کوله ،بن لادن خپل يوه اندازه پانګه د طالبانو په واک کې ورکړې وه ،چې دافغانستان په پياوړي کولو کې ورځنې ګټه پورته کړي .
"المجلة": دوروستي ځل لپاره مو کله اسامه وليداو دا ليدنه څرنګه وه ؟
مېرمن امل : د وروستي ځل لپاره مې دسپټمبر له پېښو وړاندې وليده ، زما کورته راغلى و، ګرځنده ټيلفون ( سټلايټ ) ېې راکړ راته ېې وويل له خپلې کورنۍ سره دې خبرې وکړه او ورته ووايه ،چې موږ بل چيرته ځو او کېداي شي ، چې د ډېر وخت لپاره د يو بل پر احوال سره خبر نشو .
"المجلة": تاسې ته يې ويلي و ،چې کوم ځای ته به ځې او تاسې بيا له خپلې کورنۍ سره خبرې وکړې ؟
مېرمن امل : هو ما مې له مور سره خبرې وکړې او خبره مې کړه ، خو ماته معلومه نه وه ،چې موږ به کومه خوا ته ځو . وار له مخه ېې موټر چمتو کړى و ، خپله راغى زوی او يو شمېر ساتونکي ورسره و سپارښتنه ېې راته وکړه ،چې له زوی سره ېې ولاړه شم کرښې ته څېرمه په سويل کې يوې سيمې ته ورسيدو او هلته مو ديو ولسي مشر په کور کې واړول . څو ورځې لا تېرې نه وې ،چې په امريکا کې د چاودنو خبرونه راورسيدل او ورسره جوخت امريکا دبن لادن او طالبانو پر ضد جګړه اعلان کړه .
پر افغانستان دبرېد په پيل کې زه او دبن لادن څو بچيان د دوو مياشتو په مخه يوې څمڅې ته ولاړو وروسته بيا دبن لادن يو زوی او څو قبايلي جنګيالي راغلل او موږ ېې له ځان سره کړو زه نه پوهېدم ،چې موږ به پاکستان ته ځو ، خو کله ،چې موږ پاکستاني حکومت ته ورتسليم کړو بيا پوه شوو ،چې دا خو پاکستان دی .
"المجلة": ايا تاسې اټکل کاوه ،چې له افغانستانه به ووځې ؟
مېرمن امل : ما هيڅ دا اټکل نه کاوه په وروستي ځل مو ،چې کله حرکت وکړ ما فکر کاوه ،چې يا به کندهار ته ځم او يا خپله اسامه .
"المجلة": کله ،چې له افغانستانه وتلې دا کار داسامه په سپارښتنه او امر شوې و که ستاسې خپله پريکړه وه ؟
مېرمن امل : کله ،چې له کندهاره په جنوب کې پرتو غرونو ته ولاړو دبن لادن يو زوی راغی راته ېې وويل : پلار مې را استولې يم ،چې تاسې خوندي ځاي ته وليږدوو ځکه دلته دا وېره شته ،چې ژوند مو له ګواښ سره مخ شي .
"المجلة": ايا داسمه ده ،چې اسامه دګردو له درده سر ټکوه او ګردې ېې له کاره لويدلې وې ؟
مېرمن امل : هغه به تل دګردو او معدې له درده شکايت کاوه يو ځل خو ېې دا هم راته ويلي و ،چې زه پاکستان ته ددرملنۍ په موخه ځم .
دا خبره ېې کله درته کړې وه ؟
مېرمن امل : دسپټمبر له پېښو دوه مياشتې وړاندې .
"المجلة"کله ، چې له افغانستانه راووتلې ترننه اسامه درته زنګ وهلى دی ؟
مېرمن امل : نه ، هيڅ نه .
"المجلة": ايا اټکل کوې ،چې وژل شوى به وي ؟
مېرمن امل : زه له ځان سره داسې انګيرم ،چې هغه اوس هم ژوندى دی ، که چيرې وژل شوى وای ګرده نړۍ به ېې له مرګه خبره شوې وه داسامه مړينه داسې نه ده ،چې پټه وساتل شي .
"المجلة": که اسامه اوس هم ژوندى وي نو اوس به چيرې وي ايا دا شونتيا شته ،چې هغه به له افغانستانه کوم بل لور ته تللې وي ؟
مېرمن امل : پخوا ېې دافغانستان دپرېښودو په اړه راته څه نه دي ويلي هغه به تل دا هيله درلوده ،چې په افغانستان کې دننه مړ شي يو ځل ېې راته ويلي و : که هر کله له افغانستانه وتم نو زه به مرم .
"المجلة": ايا بن لادن کوم ځانګړې شوق درلود ؟
مېرمن امل : ښکار ، دجمعو پر ورځو به کله له خپلو يو شمېر ملګرو سره ښکار ته ، ته .
"المجلة": اوس ،چې اسامه بن لادن دنړيوالو له انده يو ترهګر دي ايا تاسې پېښمانه ياست ،چې واده مو ورسره کړې دی ؟
مېرمن امل : نه ، زه دپېښما نيتا احساس نه کوم دا ټولې د تقدير او ليک خبرې دي ، ان تردې ،چې زه دا اټکل هم نشم کولای ،چې هغه دي يو ترهګر وي لکه څرنګه ،چې ېې لويديز وايي .
"المجلة": ايا کومه ورځ ېې له تاسې دالقاعدې په اړه دخپلو نظامي امکاناتو په اړه بحث کړى دې ؟
مېرمن امل : هغه به راته کله ويل ،چې ما له پخواني شوروي اتحاد سره دجګړې پر مهال يو شمېر مجاهدين ( جنګيالي ) روزلي دي او اوس هم په افغانستان کې د نورو په روزنه بوخت دی که ماته کومه ستونزه يا ګواښ پېښيږي دوی چمتو دي ،چې له ما ځانونه قربان کړي .
"المجلة": اوس خو تاسې له بن لادن څخه بچيان لرې ددوی ګانده څرنګه ګورې ؟
مېرمن امل : زه به ورته دښو کارونو لارښونه کوم ، زه ېې په اړه اندېښنه نه لرم ، څه ،چې تقدير وي هغه به رارسيږي موږ نشو کولای ،چې دتقدير پر وړاندې ودريږو .
"المجلة": که اسامه يو ځل بيا راښکاره شو او له تاسې ېې وغوښتل ،چې افغانستان او يا هغه ځاى ته ،چې هلته بن لادن وي ورشې موافقه به ورسره وکړې ؟
مېرمن امل : هغه ساعت هغه مسلات .
"المجلة": کله ،چې طالبانو مکتبونه وتړل او يوازې ېې مدرسو ته اجازه ورکړې وه دبن لادن زامنو درس لوست او څه ېې لوستل ؟
مېرمن امل : له هغوي سره خصوصي ښوونکي و انګليسي ، عربي ، شمېرپوهنه ( رياضي ) ساينس به ېې ورته تدريسوه ددې ترڅنګ ېې کمپيوټر هم ورته ور زده کاوه .
"المجلة": ايا داسې فکر نه کوې ،چې بن لادن دخپلو زامنو او دنورو افغانانو ترمنځ توپير کاوه او ددوی لپاره دا يوه ځانګړنه وه ؟
مېرمن امل : زده کړه دهر چا حق دی خو خبره دا ده ،چې پريکړه خو اسامه نه ، بلکې خپله طالبانو کړې وه .
له ناسم دښمن سره جګړه
ليکوال : ايچ.ډي.ايس. ګرين وې
منبع : نيو يارک ټايمز
ژباړ ه : ډاکتر محمدالله محمد
د ۲۰۱۱ کال د مې ۱۶ مه نېټه:
ايا د اسامه بن لادن مرګ به د افغانستان په روانه جګړه کوم ژور اغېز پرې باسي؟
په دې اړه بېلابېل نظرونه موجود دي.
مونږ کولای شو د طالبانو او القاعده ترمنځ د اړيکو په اړه د ګډ ژوند او اوسېدو توری وکاروو.مګر سره له دې هم دا توری د طالبانو او القاعده ترمنځ د اړيکو د وضعيت سره ډېر سر نه لګوي دا ځکه چې القاعده د عربو له خوا اداره کېږي او د يوه نړيوال اسلامي غورځنګ شکل لري.
طالبان له بل پلوه د پښتنو له خوا رهبري کېږي چې اکثره يې د اوسني پاکستان په شمال لويديځ او پاتې برخه يي په افغانستان کې اوسي. پښتانه سره له دې، چې په پاکستان کې په کم شمېر کې دي مګر په اقغانستان کې د ددغه هيواد د نيمايي نفوس نه زياته برخه تشکيلوي او د افغانستان تر ټولو لوی قوم دی اوهم د افغانستان دوديز واکمنان دي.
القاعده نړيوالې غوښتنې او پلانونه لري او هم د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې شتون لري خو له بل پلوه افغان طالبان په افغانستان کې د پښتنو د واکمنۍ د بيا راوستلو داعيه او يوڅه نړيوالې غوښتنې لري. په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د نړيوال سوداګريز مرکز پر بريد کې هيڅ پښتون ونډه نه درلوده مګر نن سبا شايد پاکستاني طالبان د پښتنو له سيمو پرته په نړيواله کچه هم د ترهګريزو عملياتو وړتيا او پلانونه ولري.
القاعده او طالبان هغه مهال يو د بل پکار شول کله چې طالبانو پر افغانستان واک چلولو مګر کله چې طالبانو ته دا معلومه شوه، چې هغوى ته د اسامه بن لادن پاتې کېدل ددوی پر زيان او ورته په ډېره ګرانه بيه تماميږي نو د طا لبانو مشر ملا محمد عمر تر وسه ددې هڅه وکړه تر څو نوموړي ته د افغانستان نه د وتلو يوه باعزته او با حيثيته لاره پيدا کړي. د پښتونوالي د دود له مخې ، چې هيڅ پښتو ن بايد خپل مېلمه د مېمله پالنې له مخې نورو ته ونه سپاري ، نو ملا محمد عمر هم دې ته اړ شو تر څو اسامه بن لادن د هغه دښمنانو ته ونه سپاري.
داسې ويل کېږي چې د چيچنيا مشر ملامحمد عمر ته وړانديز کړی وه، چې اسامه بن لادن ددوی هيواد ته پناه وروړي نوموړي وويل چې ايا دا امکان لري تر څو اسامه چيچنيا ته والوزي نو ملګرو يې ورته وويل چې پر مونږه باندې نړيوال بنديزونه دي او بهرنۍ الوتکې نه شي کولای په افغانستان کې کوزې شي. نو ملا محمد عمر د خپلوملګرو نه وپوښتل چې ايا چيچنيا ته د سړک له لارې لاره شته تر څو اسامه له دې لارې چيچنيا ته ولاړشي .
کله چې اسامه او ملامحمد عمر افغانستان پريښوده نو دوى دواړه د اس پر شا ولاړل او دا هغه وخت وه چې امريکا په افغانستان بريد کړى وه او دوى له افغانستان نه په تېښته وو. مګر ددوى ترمنځ ګډ ژوند او موخه يوازې دا وه تر څو د ګډ دښمن يعنې امريکا په مقابل کې جګړه وکړي.
د امريکايانو تېروتنه دا وه، چې دوی ددې پر ځاى، چې خپل بريدونه د القاعده په لور متمرکز کړي، له طالبانو سره په لس کلنه اوږده جګړه کې ښکېل شول او ويې نه شو کولاى چې طالبان او القاعده سره تفکيک کړي .همداراز امريکايانو دا خطر پر ځان ومانه ،چې له پښتنو سره په يوه ناپايه او نا اعلان شوې جګړه کې بندپاتې شول. داخبره په تير مهال کې افغانستان او پاکستان ته د امريکا د ځانګړي استازي ، ريچارډ هولبروک ، چې ويلي وو چې طالبان د پښتنو په کورنيو کې ژورې ريښې لري او پښتانه او طالبان سره اوبدل شويدي او ددوى بيلول ډير سخت کار دی چې ددې وينا له امله هولبروک باندې سختې نيوکې وشوې خو هغه ريښتيا ويلي و. ددې معنا دا نه ده، چې ټول پښتانه طالبان دي،.مګر جګړه د پښتنو سيمو ته وغزيدله او بله دا چې د کابل په اداره کې د پښتنو استازيتوب تت او کمزوری دی نو جګړه تر ډيره حده پورې د پښتنو د ملي پاڅون شکل غوره کړی.
ليکوال مخکې زياتوي چې که نوموړي ته د نړۍ د ټولو خلکو سره د جګړې کولو ورته وويل شي نو پښتنو سره به جګړه کول د نوموړي وروستی انتخاب وي. د بهرنيو يرغلګرو سره مبارزه د پښتنو د څو سوو کلونو ترټولو ستره او تکړه ځانګړنه ده . برتانويانو، او په وروستيو کې روسانو سره جګړه او مبارزه کول ددې ښکاره مثالونه دي چې دوى و نه شو کولای په پښتنو باندې برلاسي شي. د اکثره پښتنو په نظر امريکايان او ناټو د يرغلکرو نوې ډلې دي، چې ددوی له خوا ورسره مقاومت روان دی. ټولو ذکر شوو مسلو ته په کتلو سره دا ډيره څرګنده نه ده چې ايا د اسامه بن لادن مرګ به په اوسنی جګړه کې بدلون راولي او که نه؟
په واشنګټن کې د اسامه بن لادن له مرګ نه مخکې هم په دې اړه ډېر بحثونه روان وو، چې د امريګا د تر ټولو اوږدې جګړې لپاره به څومره پوځيان بېرته خپل هيواد ته را وغواړي او څومره به د جګړې د پرمخ بيولو لپاره پاتې شي. د امريکا د مشرانو د جرګې د بهرنيو اړيکو دکمېټې مشر سناتور جان کيري ويلي دي چې د افغانستان د اقتصادي،سياسي ،امنيتي او کلتوري حالت بيا رغول ددوى يو له مهمو موخو څخه دی مګر دا ددوی له وس نه بهر دی.
د جان کيري اندېښنې هغه څه په اثبات رسوي، چې چرچل د نن نه سل کله پخوا ويلي و کوم وخت چې د انګريزانو امپراطوري د پښتنو سيمو ته د پراختيا په حال کې وه، چې هغه مهال دا نظر و چې، د خپلې امپراطورۍ د پراختيا په مقابل کې چې کوم دښمنان خنډ پېښوي نو هغوی وځپي ،نو انګريزانو هم په زور باندې د پښتنو د ځپلو او ايل کولو زور وکارولو، چرچل په دې اړه ويلي و د دښمنانو د ځپلو دا هدف ډير غوره او ښه دى خو ددې کا رلپاره مونږ نه کافي ځواکونه لرو او نه هم په پوره اندازه پيسې لرو.
شايعه د رواني جګړې يوه خطرناکه څنډه
شرف الدين عظيمي
سريزه:
شایعه یوه داسې پدیده ده، چې د تېرو اورېدل شویو عمومي افکارو پر بنسټ جوړېږي او ښايي له خبر او یا هم له یوې بې بنسټه هیاهو او غوغا څخه رامنځ ته شي. شایعه یوه تر ټولو لویه رواني او ټولنیزه پدیده ده، چې ارواپوهان او ټولنپوهان پرې وخت ناوخت ځینې څېړنې او لیکنې کوي، ځکه چې له شایعې څخه په ورځني ژوند کې کله ناکله د متقابل غبرګون په څېر کار اخیستل کېږي. شایعه بېلابېل اړخونه لري او د جګړې، قحطۍ، طبیعي پېښو او داسې نورو ورته حالتونو کې یې اړخونه نور هم څنګ او څټ پيدا کوي او پېچلې کېږي. که څه هم ټولنیزه اغېزه یې لا تر اوسه په پوره ډول نه ده څرګنده شوې، خو په ناعادي حالتونو کې ډېرې په ټولنه کې رامنځ ته کېږي او د خلکو په اړیکو او ژوند خپله اغېز شیندي او ورځ پرې شپه کوي.
موږ څو ځله له خپلو ګاونډیو، ټولګیوالو، ملګرو او نورو هغو کسانو څخه، چې له موږ سره اړیکي لري او د افغانستان په نورو ولایتونو کې ژوند کوي دا اورېدلي، چې په دې سیمه کې داسې شوي او په هاغه سیمه کې داسې شوي. د بېلګې په ډول په غزني کې یوه ښځه او سړی زیارت ته تللي او بېزوګان شوي یا په ځینو بهرنیو موسسو کې د بد اخلاقیو په اړه خبرې او کیسې، د ۳۹ عددونو په اړه ذهنیت او داسې نورې بېلګې.
موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې چې شایعه په علمي ډول د ارواپوهنې له اړخه وڅېړو او له خلکو سره خپلې خبرې شریکې کړو.
شايعه د تاريخ په اوږدو کې:
شایعې د تاریخ په اوږدو کې د ډېرو وګړو پاملرنه ځان ته جلب کړې ده. د لرغوني روم امپراتوران تر دې بریده په شایعو روږدي ول، چې آن د خپلې امپراتورۍ پر مهال یې ځینې ډلې د خبر ټولوونکو په نوم ګومارلې وې، چې د خلکو منځ ته به تللې او هر هغه څه به یې، چې اورېدل د امپراتور ماڼۍ ته به یې وړل او د اړتیا په وخت کې به یې خپله هم شایعې خپرولې. توسیدید(Thucydide) چې د ۳۹۵- ۴۶۰ له میلاده وړاندې کلونو د یونان د تاریخ یو تر ټولو لوی تاریخ لیکوونکی دی په دې اړه لیکي، چې د رومیانو دښمن یو ځل شایعه خپره کړه، چې د یونان کوهيان په زهرو ککړ شوي او همدا ډول د سقراط په اړه لیکي، چې نوموړی هم د شایعې په وسیله چې ګنې ځوانان به یې بې لارۍ او پاڅون ته هڅول ووژل شو.(۱)
د اسلام تاریخ که مطالعه کړو نو وینو، چې الله(ج) د قران شریف د احزاب په سوره کې شایعه اچوونکي له منافقانو سره، چې په زړونو کې یې ناروغي او ناپاکي وي برابر کړي.(۲)
علامه طباطبايي د المیزان په تفسیر کې شایعه اچوونکي په مرجفین تعبیروي او شایعې ته ارجاف وايي او ارجاف بیا له رجف څخه اخیستل شوې، چې د لړزېدو په مانا ده یانې هغو خبرونو ته ویل کېږي، چې د خلکو زړونه لړزوي او خواشیني کوي یې.(۳)
په قران کریم کې د شایعې په اړه، چې کفارو به د اسلام د خپراوي په وړاندې کولې نورې داسې بېلګې هم شته لکه : د حضرت محمد(ص) په اړه خپره شوې شایعه، چې ګنې شاعر دی او دا هرڅه چې د قران په نامه یې وايي د هغه خپل شعرونه دي.(۴)
د بې بې عایشې (رض) بې ابرو کول یوه بله شایعه ده، چې په یوه غزا کې منافقانو خپره کړه او ډېر صحابه کرام او خپله حضرت محمد(ص) یې هم پرې وځوراوه، همدا ډول د بي بي مریم، حضرت یوسف(ع) او دا ډول ډېرې نورې بیلګې هم شته، چې د تاریخ په اوږدو کې شایعه خپل شته والی پرې جوتولی شي. کولای شو ووایو، چې شایعه نظر هغې وړتیا او غښتلتیا ته، چې لري یې د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل فرهنګونه او تمدونونه سره همغږي کړي، خپاره کړي، جنګولي او توانېدلې، چې خپل شته والی وساتي.(۵)
یو رومي شاعر ویرژیل له میلاده یوه پېړۍ وړاندې د شایعې او د هغې د چټکتیا په اړه ویلي و:”اې شایعې! له تاپرته بل ګړندی او چټک شیطان نشته، ته چې هرڅومره پر وړاندې ځې په هماغه کچه دې ورانونکی ځواک ډېرېږي “.(۶)
دافغانستان له لرغوني تاریخ نه که تېر شو او معاصر تاریخ یې ولولو نو د شایعې بېلابېلې بېلګې به په کې ومومو او دا به راته جوته شي، چې نیواکګرو او یرغلګرو ځواکونو له افغانانو سره د جګړو او مبارزو پر مهال شایعې، چې د افواه او پروپاګندو په نوم هم یادېدلې خپرولې:
کله چې په میوند کې انګرېزانوماته وخوړه نو شایعه یې خپره کړه، چې سردار ایوب خان له هرات څخه دوی ته یو لیک استولی و،چې که انګرېزان قندهار ده ته وروبښي؛ نو سردار ایوب خان به د دوی په چوپړ کې وي، کله چې انګریزانو دا کار ونه کړو نو ایوب خان لښکرې رامیدان ته کړې او د میوند پېښه رامنځ ته شوه، دا په داسې حال کې وو، چې ایوب خان به چې کله مجبوره شو په هندوستان کې انګرېزانو ته د ستړي مشي په انداز لاس ورکړي نو بیا به یې لاسونه مینځل او داسې به یې انګېرله چې ګنې لاسونه یې مردار شول او نورو افغانانو ته به یې هم ویل کوم لاس، چې دښمن ته ورکول کېږي باید پاک شي.
غبار لیکي انګرېزانو له هغې کرکې، وېرې او تعصب څخه چې له افغانانو څخه یې درلوده نېږدې سل کاله له نظامي او سیاسي یرغلونو سره سره د خپلو پروپاګندو په وسیله، چې موخه یې هماغه شایعه ده د افغانستان پر وړاندې کار واخیست او افغانان یې پرې وځپل، چې آن تر ننه هم افغانستان خپله اصلي څېره نړۍ ته نه ده ورښودلې ځکه چې د غبار په اند د انګرېزانو د شایعو او تبلیغاتو پرده دومره ضخیمه وه، چې آن د ګاونډیو هېواودنو لیکوالو او مورخینو هم، چې له افغانستان سره دیوال په دیوال ګاونډیان هم دي له انګرېزانو الهام اخیستی او ددې پر ځای، چې خپلو عیني تجربوته پام وکړي خپل اصالت وساتي، خپله نوښت وکړي خپل انځور ولري، فکر وکړي او هرڅه خپله وڅېړي تل یې د انګرېزانو له استعماري هندارو افغانستان ته کتلي.(۷)
همدا راز پر(۱۸۴۶) ز کال یې د دوست محمد خان پر ضد د ننګرهار په اشپان او ماماخیلو کې خلکو پاڅون وکړ، نو دوست محمد خان مجبوره شو، چې وزیرمحمد اکبر خان سیمې ته واستوي او وزیر اکبر خان هم، چې نور د دوست محمد خان له پاچاهۍ تر سپږمو پورې راغلی و د امیر دا امر یې ومانه او ختیځ ته ولاړ هلته یې خلکو ته قناعت ورکړ او بیا د سند لور سرحد ته ولاړ هلته یې سیکان مغلوب کړل، خو دوست محمد خان دا هر څه نه غوښتل او د اکبر خان په مخنیوي پسې راووت په همدې وخت کې اکبر خان تبه کوي او د یوه هندي طبیب په زهرجنو ګولیو مسموم او مري بیا د مزار په روضه کې خاورو ته سپارل کېږي. په همدې وخت کې د خلکو تر منځ شایعه(افواه) خپرېږي، چې دوست محمد خان د هغه سیاسي مخالفت له امله چې له اکبر خان سره یې درلود اکبر خان یې مسموم او مړ کړی.(۸)
دا ډول او دې ته ورته نورې ډېرې بېلګې زموږ او نورې نړۍ په تاریخ او فرهنګ کې شته، چې په ښکاره ډول شایعه د یوې تاریخي پدیدې په ډول راپېژني او نویو علومو یوازې دومره کړي، چې اړوند والی یې ثابت کړي چې شایعه تر ډېره بریده یوه رواني او ټولنیزه موضوع ده.
د شايعې تعريف:
شایعه په لغت کې هغه بې اره خبر دی، چې د وګړو ترمنځ د ژبو پر سر وي، خو له علمي اړخه هغه پيغام ته ویل کېږي، چې د ټولنې په وګړو کې خوله په خوله ګرځي خو، واقعیتونه یې نه مني. حمید هاشمي په فرهنګ حمید کې لیکي : شایعه په لغت کې هغه خبر دی، چې له ډاډ، روغتیا او روڼتیا پرته په خلکو کې خپرېږي.
شایعه هغه پيغام دی، چې د خلکو تر منځ دودېږي؛ خو واقعیتونه یې نه تاییدوي. څوک، چې د یو څه په اړه دبېړنیو مالوماتو غوښتونکی وي او تر لاسه کولی یې شي نو په شایعو ډډه کوي او مني یې که د تعصبونو پر بنسټ وي او کرکې توجیه کړي نو د خپراوي لاره یې لا ډېره هوارېږي، یاداچې ووايو شایعه هغه پيغام دی، چې په نا رسمي ډول یانې خوله په خوله لېږدول کېږي او په داسې یوې موضوع پورې اړه پيدا کوي، چې د سموالي او ناسموالي څېړنه یې ستونزمنه وي. شایعه کې ډېرو هغو څیزونو ته ځای ورکول کېږي، چې وګړو ته ډېر اهمیت ولري. کیدای شي په شایعه کې ځینې برخې حقیقت ولري خو د شایعې موخه دا ډول نه وي او تل ناسمه ثابته شوې وي.(۹)
نوي علوم په ځانګړې ډول د اړیکو علم شایعه هغه نا رسمي او نامعتبره خبرې اترې بولي، چې د سمو اطلاعاتو پر بنسټ نه وي ولاړې او یا هم سم اطلاعات دومره په کې خوله په خوله او تحریف شوي وي، چې خپل اصلي حالت یې له لاسه ورکړی وي او د لومړنۍ سرچینې په څېر نه وي.(۱۰)
شایعه هغه پروسه یا لړۍ ده، چې په وسیله یې ځینې ناسم خبرونه، پرته له دې، چې سرچینه یې معلومه وي له اغراق او لمسون څخه په ډک حالت کې خپرېږي او داچې څوک یې نه تاییدوي او سرچینه یې هم نه وي نو دا خپله د وګړو لپاره انګېزه ګرځي او د هرچا تلوسه ورته پيدا کېږي.(۱۱)
د پورتنیو تعریفونو د منځپانګې په لوستلو او د پوهانو نظرونو او اندونو ته په کتو سره دې پرېکړې ته رسېږو، چې د آل پورت، ګردن او پستمن لیو دا لاندې تعریف تر ډېره برېده یو منلی تعریف وګڼو، چې داسې وايي:”شایعه هغه ګزاره(موضوع) یا ګومان دی، چې دثابتولو لپاره یې ډاډمن دلایل نه وي، چې دغه ګومان ډېر ځله په شفاهي ډول له یوه کس څخه بل کس ته لېږدول کېږي “.(۱۲)
شايعه کوم مهال دودېږي؟
شایعه هغه مهال ډېره دود او موډ ګرځي، چې وګړي د یوې موضوع په اړه لېوالتیا ولري او سرچینو ته لاس رسی نشي پیدا کولی. کله چې یو شمېر کسان د یوې موضوع په اړه خبرونو او مالوماتو ته اړتیا پیدا کوي نو هر ډول خبرو او اطلاعاتو ته غوږ نیسي او په خپلو کې یې خپروي.
کله چې په یوه ټولنه کې واقعیتونه له وګړو پټ او په پرده کې وي یا یې هم روڼتیا وګړو ته پېچلې او ګونګه وي او رسنیو هم سر نه وي پرې ګرولی نو د شایعو لپاره زمېنه برابرېږي. په ځینو ټولنو کې لکه افغانستان ډېر ځله رسنۍ هم د ځینو بهرنیو څارګرو ادارو او رسنیو په اوتوبوتو مانا شایعو شخوند وهي او په یوه ډول استعمالېږي.
هدایت الله ستوده د ډوب (Doob) له قوله لیکي: چې د شایعې په خپراوي کې دوه لاملونه ډېر مهم دي، چې یو اهمیت او بل ابهام دی.
اهمیت: د شایعې په اړه لیوالتیا هم د شایعې ویونکي او هم اورېدونکي ته اهمیت لري.
ابهام: دیوې موضوع اړوند ابهام تر ډېره بریده د شایعې په خپرونه کې مرسته کوي او بله دا، چې ابهام د یوې موضوع په اړه د دوه یا له دوو ډېرو تعبیرونو شته والي ته وايي.
له دې خبرې څخه داسې ښکاري، چې پورتني دوه لاملونه به د شایعې د خپرېدو تر ټولو مهم لاملونه وي ځکه دا خبره موږ هم تجربه کړې کله، چې یو عادي جریان یا څه ګورو، چې ابهام نه لري نو کومه تلوسه نه ورته پيداکوو، خو که همدغه خبره یا شایعه د ۱۳۸۹کال د وږي د اوویشتمې نیټې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه وي نو په دې خبره کې ابهام شته، چې ګنې په ټاکنو کې به درغلۍ، لاسوهنې او ... شوي وي ځکه چې دا پروسه په ځینو برخو کې د خلکو له نظره پټه وه او شک پرې کیدای شي، نو ځکه په کې د شایعو امکان شته او تر ډېره بریده ورته زمینه هم برابره ده او دویمه دا چې د ټاکنو موضوع زموږ د ټولنې وګړو ته ډېر اهمیت هم لري.
د شايعې مشتريان:
هره شایعه د خپرېدو او په وګړو کې د منلو لپاره ځانګړي مشتریان لري د بېلګې په ډول د مالي چارو شایعې د هغو کسانو لپاره ډېرې د اهمیت وړ دي، چې د هغو کاروبار مالي چارې وي او شایعې یې په یوه ډول له ګټو سره اړیکي ولري او اغېزمن یې کړي،نو له دې امله د انسان هره اړتیا د شایعې په منځپانګه او ځواک ځانګړی اغېز شیندي په دې مانا که یو هټۍ وال د نرخونو له لوړوالي تر پوزې راغلی وي نو د نرخونو د راټېټېدو په اړه شایعو ته ډېر چمتوالی لري او لیوالتیا ورته ښیي نظر هغه کس ته چې د یوه بزګر په توګه د خپلې ځمکې محصولات په هټۍ وال پلوري.
د شایعې بهیر یا پروسه یوه ټولنیزه پروسه ده، چې د یوې ټولنې یو غړی کیدای شي په بېلابېلو ونډو او څېرو کې راڅرګند کړي؛ ځینې کسان داسې دي، چې یوازې پيغام راوړي او په هغه څه اعتماد او تکیه کوي او نورو ته یې هم لېږدوي، ځینې کسان بیا داسې وي، چې د شکمنو کسانو په څېره کې راڅرګندېږي، هغه څه چې اوري شک پرې کوي همدا راز ځینې بیا داسې دي، چې د شایعو تعبیر، تفسیر او شننو ته مخه کوي او په دې هڅه کې وي، چې د راتلونکو پېښو په اړه پوه شي او د احتمال په صورت کې خپله پرېکړه او چمتوالی ونیسي.(۱۳)
اړیکپوهان د شایعې مشتریان یا مخاطبان په څلورو ډلو ویشي، چې په لاندینیو څو کرښو کې به یې در وپېژنو.
لومړۍ ډله هغه کسان دي، چې د شایعې له اورېدلو سره سم ددې پرځای چې پيغام په خپل وخت له بل چا سره شریک کړي یا یې د کره والي او ناسم والي په اړه سپړنه وکړي هغه څه نورو ته لېږدوي، چې خپله یې اورېدلي او دا خبره طبیعي ده، چې د نه پاملرنې، هېرېدنې، هیجان او داسې نورو حالاتو له امله تر یوې کچې به په پيغام کې لاسوهنه او تصرف هم کېږي.
دویمه ډله هغه کسان دی، چې د موضوع په اړه د شایعې په جامه کې خپره شوې د درک اړین فکري ځواک نه لري، خو د نظر د خاوندانو په رایه باندې تکیه کوي او هڅه کوي، چې د موضوع تل (حقیقت) ته ځان ورسوي.
درېیمه ډله هغه کسان دي، چې شایعو ته هر کلی وايي او ځانونه د هغو کسانو په څېر کوي، چې هم خپله شایعې خپروي او خپله هم د شایعو په خپرولو صرفه نه کوي.
څلورمه ډله هغه پوه او خبر انسانان دي چې نه یوازې هرې ببولالې ته غوږ نه نیسي بلکې پر وړاندې یې درېږي او مخنیوی یې هم کوي.(۱۴)
د شايعې ډولونه :
کارپوهان شایعه په بېلا بېلو ډولونو وېشی خو تر کومه، چې ټولنېز اړیکي یو له بله سره تړلي او د انسانانو انګېزې هم توپیر سره لري نو نشو کولای چې شایعې په اړینه توګه سره ووېشو. شایعې معمولاً په دوه ډوله دي، یو ډول د وخت له مخې او بل ډول د انګېزو له مخې، چې د وخت له مخې دادي:
۱- بهېدونکې شايعې: بهېدونکې شایعې هغه شایعې دي، چې ډېرې هوسا خپرېږي او وګړي هغه پټې یو بل ته په غوږونو کې د وربنګیدلو په وسیله لېږدوي. دغه ډول شایعې په انفعالي ډول منل کېږي. دا شایعې په څرګند ډول بې غږه او خوځنده وي او دا حالت اعتماد او ډاډ له منځه وړي او پایله هر چېرته خپروي د بېلګې په ډول د ببرک کارمل په وخت کې شایعه شوه، چې په کابل کې یو کس پيدا شوی او نوم یې لشمک دی خلک وژني، مالونه یې وړي او تېری پرې کوي او دا چې لشم دی نو څوک یې نیولی او په سزا هم نشي رسولی.
۲- سوځنده شايعې: سوځنده شایعې داسې دې لکه اور، چې په درمند ورلګېږي او په ډېر لږ وخت کې خورا ډېرې کودې سوځي. ټولې هغه شایعې چې د طبیعي پېښو، ناورینونو، بریالیتوبونو، ماتې او جګړو پر مهال خپرېږي له همدغو شایعو څخه وي. دا چې دا شایعې تر ډېره بریده عاطفي او هیجاني لنګر لري نو په ناڅاپي توګه د وېرې، وحشت، تاوتریخوالي او یا هم خوښۍ لامل ګرځي او غبرګون یې هم ډېر ګړندی او چټک وي.
۳-لاموبوزنې شايعې: لامبوزنې شایعې هغه دي، چې د یوه وخت لپاره دود ګرځي؛ ځواکمنېږي او بیا بېرته لکه یو لامبوزن د اوبو تل ته ځي او پټې پاتې کېږي تر هغې چې بیا زمینه ورته برابره شي او بیا د شایعې په څېره کې راڅرګندې شي هغه خبرې چې په ځنګلونو کې د پېریانو، شیشکو، زهرجنو اوبو او سبو، وحشي انسانانو، د ماشومانو د تښتونې، د جنسي تېري او داسې نورو موضوګانو په اړه خپرېږي له همدغو شایعو څخه دي.
آلپورت اوپستمن په خپل کتاب (د شایعې ارواپوهنه) کې یوه ډېره ښه بېلګه راوړي، چې درسره شریکه به یې کړو:
”په لومړۍ نړیواله جګړه کې د المان پوځ یو سرتېری اسیر کړی و، هغه خپلې کورنۍ ته په یوه لیک کې ولیکل له لیک سره، چې کومه دمبوره ما درلېږلې هغه ماته کړﺉ او ویې ګورﺉ؛ د سرتېري کورنۍ، چې لیک پرانیست نو حیران شول، چې زموږ زوی خو هېڅکله هم دمبوره نه خوښوله خو بیا یې هم دمبوره پرانیستله او ویي لیدل، چې پرې لیکل شوي وو الماني پوځ د سرتېري ژبه غوڅه کړې“.
دغه شایعه په دویمه نړیواله جګړه کې هم دود شوه په داسې حال کې، چې دا خبره په دوو دلیلونو ناسمه وه یو دا چې د اسیرانو لیکونه له دمبورو سره نه لېږل کېدل او بل دا چې د طب له اړخه هم که د چا ژبه پرې شي ژرترژره باید پرې جراحي عمل ترسره شي له دې کاره پرته د وینې له تللو انسان له مرګ سره مخامخ کېدای شي.(۱۵)
شايعه د انګېزې پر بنسټ
شایعه د انګېزې پر بنسټ یانې د ذهني معیار له مخې په لاندې ډولونو وېشل کېږي:
۱- شیطاني شایعې: شیطاني شایعې هغه شایعې دي، چې له وېرې او ډار څخه ډکې وي کله چې د یوې ټولنې وګړي له کوم څه ډارېږي نو دې ته چمتوالی پيداکوي، چې شایعې ومني ځکه چې ډار ورسره وي.
څو کاله وړاندې په کابل کې شایعه شوه، چې بیګاه شپه یوه شدیده زلزله کېږي، چې ډېر بلاکونه او کورونه به ونړوي هغه شپه کابل ښاریانو او په ځانګړې توګه د مکروریانو اوسېدونکو ټوله شپه له خپلو کورونو بهر په ویښه تېره کړه کله چې رسنۍ په دې شایعه خبرې شوې نو پرله پسې یې پيغامونه خپاره کړل چې داډول خبر هیڅ نړیوالې او ملي اړوندې ادارې نه دی تصدیق کړی او یوازې یوه شایعه ده د دې شایعې سرچینه څرګنده نه شوه او یوازې دومره ویل کیدل چې کوم چا ته یې خپلوانو له پاکستانه ټیلفون کړی وه.
۲- ډارونکې شايعې: دا ډول شایعې ډېر ځله په دې موخه ترسره کېږي، چې وګړي وګواښوي او وېره ورته پيدا کړي د دې ډول شایعو منځپانګه ډېره داوي چې وګړوته یو ډول تخیلي وېره پيدا کړي. د بېلګې په ډول په یوه ښار کې وګړي مظاهره کوي او دولت په دې موخه چې وګړي وویروي اخطارونه خپروي او ګواښونه کوي، چې که څوک لارو او کوڅو ته راووځي نو زندان کې به یې واچوي، شکنجه او ربړونې به ورکړي. یا دا چې په یوه کلیواله سیمه کې د دولت مخالفین په یوه شپه پاڼه کې لیکي چې که څوک له دولت سره مرسته وکړي یایې جاسوسي وکړي نو سر به یې ترې غوڅ کړي، کیدای شي دا هرڅه چې ویل کېږي عملي یې هم کړي، خو له عملي کولو وړاندې چې هرڅه کوي موخه یې یوازې شایعه وي.
۳- رويايي(خيالي) شايعې: هغه شایعې دي چې د وګړو تر منځ د هیله مندۍ لپاره خپرېږي دا ډول شایعې وګړي هیله مندو تخیلونو او فکرونو ته ورټېل وهي. دا شایعې وګړو ته د ښه احساس د ورکولو لپاره خپرېږي او ډېر هغه مهال دود ګرځي چې په یوه ټولنه کې جګړه، طبیعي پېښه او ناورین روان وي.
شايعه ولې منل کېږي؟
هره شایعه یا اوازه د خپراوي او منلو لپاره له خپلو اورېدونکو(مخاطبانو) سره اړیکو ته اړتیا لري. د انسان هره اړتیا او غوښتنه شایعې ته ځانګړی ځواک او واک ورکوي. هغه لاملونه چې د شایعې په منلو او خپرولو اغېز کوي په لاندې ډول دي:
۱- کرکه: کرکه کولی شي د شایعې د منلو یو لامل شي، څوک چې له چا کرکه لري د هغه په اړه په خپل ذهن کې ناوړه تصویرونه انځوروي او پرته له کوم دلیله د نوموړي په اړه منفي خبرونه مني او دغه ډول شایعې په واقعیت کې یو غچ وي.
۲- توجيه: توجیه ډېر ځله د شایعې د منلو په برخه کې اغېزه کوي او منل کېږي په دې مانا؛ کله چې د نورو وګړو په اړه ښه نظر نه لرو نو د هغوی په اړه ناوړه شایعو باندې باور کوو او ځان توجیه کوو چې ګنې موږ خو ښه یو، که دا توجیه ونه لرو او ځان هم ملامت کړو نو د شایعې منل تر یوه حده د زغملو وړ نه وي.
په( ۱۳۶۹ هـ ښـ ) کال په امریکا کې یوه څېړنه وشوه او څېړنې دا وښوده هغو کسانو چې نژادي تبعیضونه لرل د تورپوستو په اړه یې ډېرې شایعې منلې وې ځکه چې په دې یې خپل ځانونه هم غوره یا توجیه کړي وو چې ګڼې تورپوستي ضرور بدکاره او ناوړه انسانان دي.
۳- دسکوت ماتول: شایعه کله نا کله د سکوت د ماتولو لپاره هم کارول کېږي د بېلګې په ډول څو خپل خپلوان یوې میلمستیا یا غونډې ته تللي او تر دې چې د میلمستیا خواړه راشي یا نور میلمانه هم راپوره شي سره یوځای کېږي او دا چې د ویلو لپاره څه نه لري نو وايي:”ایا اورېدلي مو دي چې...“ له همدې خبرې سره د شایعو د جوال خوله پرانیستل کېږي او سکوت ماتېږي او هر میلمه ددې لپاره چې ځان اوقي او له حالاتو خبر څرګند کړي نو په خبرو یوه خبره بله هم ورزیاتوي او بحث تودېږي آن دا چې د وخت تېرېدل هم نه احساسوي.
۴- د واقعيتونو تحريفول: شایعه له یوې خولې تر بلې خولې پرله پسې تحرفېږي تر دې، چې لومړی لاس شایعه تر څو نورو لاسونو پورې ډېر توپیر پيدا کوي آن دا چې که کوم څوک شایعه له څو لاسونو وروسته بېرته لومړي کس ته کیسه وکړي نو کېدای شي لومړی کس بیخي حیران پاتې شي او کېدای شي له خندا یې هم بډوډي وخوږېږي!
ارواپوهانو یو وخت د حافظې په اړه یوه څېړنه کړې وه او د یوه ټولګي زده کوونکي یې په څو ډلو وېشلي وو او لومړۍ ډلې ته یې یوه کیسه کړې وه بیا زده کوونکو کیسه بلې ډلې او بیا بلې ډلې کیسه بلې ډلې ته کړې وه. د څېړنې په پای کې ارواپوهان دې پایلې ته رسېدلي وو، چې زده کوونکو د کیسې په اصله منځپانګه کې ځمکه او اسمان بدلون راوستی وه ډېرې برخې یې لرې او ډېرې یې ورزیاتې کړې وې.
که څه هم څېړنه د حافظې په اړوند شوې وه خو مالومه شوه، چې حافظه هم د شایعې په پروسه کې په څرګند ډول ونډه لري او دا خبره مو د شایعې د پروسې تر سرلیک لاندې کرښو کې هم ویلي وه.
۵- ځانښودنه: ځان ته د خلکو د پاملرنې جلبول هم پر شایعه اغېزه کوي. دا چې یو څوک غواړي د خپل ټولنیز اعتبار پيداکولو لاره جوړه او زمینه ورته برابره کړي شایعه جوړوي، خپروي یې او په دې ډول خلکو ته ښیي، چې ګنې ډېر پوه انسان دی یا کېدای شي په دې ډول خپل ساعت او وخت تېر کړي یا نور له ځانه سره بوخت وساتي.
۶- زيان رسونه: کله کله داسې هم کیدای شي، چې څوک چاته د زیان رسولو په موخه شایعه خپره کړي یایې جوړه کړي یا په بل عبارت دا چې یو څوک کېدای شي د یو چا د رټلو، غیبت او ځان لپاره د ډال په څېر کارولو هوډ ولري او په دې ډول شایعه جوړه کړي.
۷- فرافګني: ځینې وختونه داسې هم پېښیږي، چې یو انسان خپلې وېرې، هیلې او دښمنۍ نېغ په نېغه نشي ویلی او د یوې شایعې بڼه یې له وجوده په خپل سر راوزي او کېدای شي، چې له دې وېرو، هیلو او دښمنیو خپله هم خبر نه وي.
۸- مبالغه او لويونه: شایعه سره له دې چې تحریفېږي له مبالغې سره هم لاس او ګریوان ده. شایعه که دروغ هم نه وي لږترلږه لوی واقعیت خو ګرځېدلی دی. د بېلګې په ډول که د کوم وزارت په اداره کې کومه لفظي شخړه وشي وروسته له څو خولو او یو بل ته له ویلو څخه کېدای شي دا خبره په وګړو کې شایعه شي، چې د یوه وزارت په اداره کې یوه لویه شخړه شوې او څو تنه په کې مړه او ټپیان شوي. دا خبره که رسنۍ ونه شاربي نو کېدای شي شایعه خپرونکي لویه غوغا ترې جوړه کړي حال داچې کېدای شي د شایعه خپرونکو موخه دا وي چې دوی له هرڅه خبر دي او له لویو چارواکو سره اړیکي لري.
لویونه د انسانانو یوه ذاتي لیوالتیا ده او زموږ تاسو ډېرو په وجود کې دا ځانګړنه شته او د شخصیت یوه برخه مو ده موږ ته خوند راکوي، چې یوه پېښه او ناورین لوی او غټ وښیو او دغه کار له دې امله ترسره کوو، چې دا مو عادت دی او یاهم له دې امله چې سمه پاملرنه مو نه ده ورته کړې یا مو هم مالومات کم دي یا هیڅ یو له دې لاملونو؛ بلکې ددې لپاره چې پاملرنه مو جلب کړي وي او له خپلې اغېزې لاندې مو څوک راوستلي وي دا کار ترسره کوو. ددې کار دلیل هر څه چې وي وي به، خو دشایعې په خپرولو ډېره اغېزه کوي.(۱۶)
له شايعې سره څه ډول مقابله وکړو؟
لکه په پورتنیو کرښو کې مو، چې وویل شایعه کیدای شي ډېرې ستونزې او ربړې راوزېږوي، خو دا چې څنګه د شایعو په وړاندې مبارزه وکړو او مخه یې ونیسو نو اړینه ده، چې ځینې لارښوونې په پام کې ونیسو. تر څو د شایعې په مخنیوي او خنثا کولو کې ګټه ترې واخلو، چې دا بیا خپله په دې پورې هم اړه لري چې د شایعې رواني او ټولنیزه منځپانګه او هغه انګېزه، چې شایعه د هغو پر بنسټ طرح شوې څه ډول ده.
پوهان له شایعو سره دمخامخ کېدو او له اغېزو څخه یې په امان کې د پاتې کیدو لپاره ځینې لارښوونې کوي چې سره شریکې به یې کړو:
۱- له خبرونو او پېښو نه د ابهام لرې کول: له خبرونو، پېښو او جریانونو د ابهام لرې کول او وګړو ته دحقایقو رسول او همدا راز په پېښو رڼا اچول او سپيناوی هغه هم په موقع او وخت سره له ډېرو لویو ستونزو څخه، چې له شایعې څخه پيداکېږي مخنیوی کوي.موږ وړاندې هم وویل چې ابهام د شایعې د خپرولو یو لوی لامل دی نو ښه ده، چې ابهام له منځه یوسو او شایعه په نطفه کې خنثا کړو. شایعې د جګړې پر مهال ډېرې خپرېږي نو اړینه ده چې رسنۍ په ډېر مهارت او پرانیستو سترګو وګوري او پر حقایقو ښه سر خلاص کړي.
۲- وګړو ته د ذهني مشغولا پيداکول: بیکاري او وزګاري په انسانانو کې ځینې غبرګونونه زېږوي له ډک او بوخت ذهن نه خالي ذهن ډېر دې ته چمتو کوي، چې شایعه ومني، څوک چې ذهني بوختیا نه لري پر شایعو باور کوي او خپروي یې تر څو ځان ته بوختیا پيداکړي او بوخت او خوښ شي دغه وضعیت په کلیو، هجرو او پیتاوو کې په ښکاره لیدل کېږي نو ددې لپاره، چې د لاسونو بیکاري د ژبې د فعالیت لامل ونه ګرځي او د شایعې لپاره زمینه مساعده نه شي نو اړینه ده، چې د ذهن او جسم لپاره سالمې بوختیاوې برابرې او له شایعو مخنیوی وکړو.
۳- د ټولينز فرهنګ ځواکمنول: که په یوه ټولنه کې شایعې ډېرې دود وي نو دا حالت دا مانا لري، چې په یاده ټولنه کې ټولنېز فرهنګ ډېر کمزوری دی، که موږ غواړو چې له شایعو په امان کې واوسو نو اړینه ده چې د فرهنګ د رغولو په عناصرو فکر وکړو او د فرهنګ رغول سره له واړه پېچلتیاوو چې لري یې وڅېړو او پراخه کارونه ورته وکړو.
په دې کارونو کې به زموږ یو مهم کار دا وي، چې وګړي د شایعو له زیانونو څخه خبر کړو او لارښوونه ورته وکړو چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په امریکا کې ډېرې شایعې خپرېدې او خلک ېې له ډېرو ننګونو سره مخ کړي وو، په دې وخت کې د”ر.ج.کارین“ په نوم یوه امریکايي خبریال د یوه سیمه ییز ارواپوه په مرسته یوه اوونیزه چاپ او خپره کړه او په هغې اوونېزه کې به یې هغه شایعې خپرولې، چې دېوې اونۍ په ترڅ کې به یې په سیمه کې شایعه کېدې او بیا به یې د ارواپوه په مرسته ځوابولې دغه کار په امریکا کې د شایعې د کلینیک په نوم شهرت وموند او بیا وروسته نورو خپرونو هم همدا لاره تعقیب کړه او د خپلو لیکنو، داستانونو او خبرونو په وسیله یې ډېر امریکایان د شایعو له زیان ځینې وژغورل او ډېر نور یې د شایعې پر وړاندې د مبارزې لپاره وروزل.
۴- له نامسقيمو طريقو څخه کار اخيستل: د شایعې پر وړاندې د مقابلې لپاره د نامسقیمو لارو څخه هم کار اخیستلی شو د بېلګې په ډول د خلکو مذهبي او وطن دوستانه احساساتو پارول، د شرم د احساس القا، پوسترونو، اعلامیو، فلمونو، ډرامو او داستانونو خپرول او له ارواپوهنې سره د خلکو بلدول او داسې نور...
په دې ډول کولای شو له شایعو څخه مخنیوی او ځان وژغورو ښه خبره خو داده، چې د شایعو په لغو او سپیناوي کې له مخورو، سپين ږېرو، مشرانو او د نفوذ او درناوي وړ کسانو څخه مرسته وغواړو. (۱۷)
کله چې شایعه خپره شي او خلک له ستونزو سره مخ کړي ارواپوهان وايي چې دا لاندیني بېړني اقدامونه باید ترسره شي:
۱- د شایعې د سرچینې او شایعه اچوونکو پېژندنه
۲- د شایعې د سرچینې بې اعتباره کول او د خپرونکو د هویت ښودنه
۳- هغو وګړو ته چې شایعې خپله اغېز پرې شیندلی شي د سمو اطلاعاتو ورکول
۴- شایعه په شایعه له منځه وړل دا ډول شایعې ډېرې په رواني جنګونو کې کارول
کېږي خو پام مو وي، چې د وګړو اعتماد له منځه لاړ نه شي مسوولینو ته ښايي چې زر حقیقت د خلکو غوږونو ته ورسوي او خلکو ته دا روښانه کړي، چې په شایعه د شایعې ځواب د هغه وخت یو مجبوریت او غوښتنه وه.
۵- ځینې څېړونکي په دې ګروهه دي، چې په افغانستان کې دشایعې او دهغې د خپرونکو پر وړاندې د څېړنې مرکز جوړ شي، چې وخت نا وخت په هېواد کې دننه او بهر د شایعو مخنیوی وکړي او د شایعه پالو څېرې څرګندې او ښکاره کړي.(۱۸)
پايله:
په افغانستان کې دا څو لسیزې جګړه ده او په دې جګړه کې کله کلی له ښار او کله ښار له کلي سره جنګېږي، چې دې جګړې ته د سیاسي چارو شنونکي د یوې نیابتي جګړې په سترګه ګوري او په نیابتي جګړه کې ترټولو ښه وسیله عامه افکار او ذهنیت دی، چې که یې دښمن د شایعو په وسیله په غولولو بریالی شي نو په خپله ګټه به یې وکاروي او ډېرې حکمرانۍ او دولتونه به رانسکور کړي او خپل ځواک یا ووایو، چې استعمار ته به لاره هواره کړي.
که زموږ دولت او په ټوله کې افغان ولس غواړي، چې افغانستان ته د وژنو پر ځای سوله راولي او د پردیو لاسونه لنډ کړي نو ښه خبره به دا وي، چې په سوله ټینګار وګړي او په دغه هڅه کې د پردیو له شایعو او پروپاګندو څخه مخنیوی وکړي، چې دا کار څوک سبوتاژ نه کړي او افغانان په دې پوه کړی شي، چې یا به یو کېږي کنه ورکېږي به اوپردیو څارګرو او شایعه اچونکو ډلو ته دا اجازه ور نه کړي ، چې زموږ د مظلوم ولس په احساساتو او باورونو لوبې وکړي او ملنډې ووهي.
منابع:
۱- ستوده، هدایت الله، روانشناسی اجتماعی، تهران: ۱۳۸۶هـ شـ، انتشارات آوای نور، ص ۲۰۹.
۲- د احزاب سوره ۶۱ ایه.
۳- المیزان، محمد حسین طباطبايی، ترجمه: موسوی همدانی، ج ۱۶، ص ۵۱۰.
۴- د یاسین سوره ۶۹ ایه.
۵- نصر، صلاح، جنگ روانی ( کلامی )، حقیقت کاشانی، محمود، چاپ دوم، تهران، سروش 1381هـ ش.
۶- د طبرستان سبز مجلې ۳۸ ګڼه ، د رقص شیطاني تخریب مقاله.
۷- غبار، میرغلام محمد، افغانستان در مسیر تاریخ، جلد اول و دوم(مکمل)، ناشر بنګاه انتشارات میوند، سال ۱۳۸۷هـ شـ، ص۴۷۶.
۸- پورتنی اثر، ص۵۷۷.
۹- ستوده، ص ۲۰۹.
۱۰- کوین، بروس؛ مبانی جامعهشناسی، غلامعباس توسلی و رضا فاضل، تهران، سمت، چاپ سوم، پائیز 1373هـ ش، ص330.
http://amoo-arvand.blogspot.com/2009/07/blog-post.html 11-
۱۲- آلپورت، ګردن او پستمن لیو؛ روانشناسی شایعه، تهران، مرکز تحقیقات و مطالعات و سنجش برنامه ای صدا وسیمای جمهوری اسلامی ایران، چاپ دوم، ۱۳۷۴هـ شـ، ص ۹.
۱۳- ستوده ص۲۱۳ .
۱۴- خالدی، سمانه؛ مقاله شایعه، روزنامه 19 دی قم، شماره 325، 3 شهریور، 1383هـ ش، ص7.
۱۵- ستوده،ص ۲۱۴.
۱۶- پورتنی اثر، ص ۲۱۵ تر۲۱۷.
۱۷- پورتنی اثر، ص ۲۲۰.
۱۸- شایعه سازي و راههای مقابله به آن
ټكه هم په ټكري لويږي
نورمحمد سعيد
نازولي پرې ځان خبروي او كه نه، خو په پكتيا كې روغتيايي كارپوهان وايي ، چې په دې ولايت كې د تور زيړي وبا ګډه شوې ده. په پكتيا غوندې ځايونو كې نور غمونه هم لږ نه وي، هر كال يوازې د ځمكو پر سر جګړې د سلګونو خلكو سرونه خوري. جعلي او تاريخ تېر درمل او ناپوهه ډاكټران بيا زرګونه نور خلك وژني. جګړې او بمبارۍ په دې سربيره دي. په پكتيا او خوست كې درملتونونه تر خولې له تاريخ تېرو درملو ډك دي او په رډه رڼا ورځ خرڅيږي، په دا نږدې وروستيو كې له خوست نه داسې رپوټونه راغلل، چې هلته له درملتونونو نه لس ټنه تاريخ تېر او جعلي درمل ونيول شول. د ارپوټونه تل هغه وخت راځي، چې له كلونه وروسته يو ځل داسې وشي، چې د خلكو پام له عادي ورځنيو مسايلو د ې لور ته واوړي. له دې سره تر څنګ ځنې عجيبه تضادات نور هم شته . كه له پردو نه ګيله نشته له خپلو خو شته، چې وايي دوه زره لسم كال د ښځو په وړاندې د تاو تريخوالي له امله تر هر وخت زياتې پېښې رامنځته شوې دي، په دې اړه غونډې كيږي او پكې اوږدې وينا ګانې كيږي، حل يي دمسئلې د څېړلو په پرتله څو چنده نور هم احمقانه په ګوته كيږي. وايي په لوړو پوستونو دې ښځو ته زياته ونډه وركړل شي، خو دا هيڅوك هم نه وايي، چې په پكتيا كې له هرو لسو تنو نه يو انسان د تور زيړي په ناولي رنځ اخته دى، چې د ځيګر دسرطان تر ټولو ستر سبب دى. كه لږ احتياط وشي او يا واكسين وكارول شي ممكن د ډېرو ښځو، چې ددې رنځورانو ميندې، خويندې، مېرمنې دي خونې له ړنګيدو وژغورل شي، د دې كار لپاره دعامه پوهاوي كچه لوړول پكار ده، چې خلك د ويني د وركړې راكړې په وخت له احتياط نه كار واخلي، ماشوم ته له زيږېدو سمدستي وروسته واكسين وركړل شي او يا د نايانو په دكانونو كې د وېښتو جوړولو په وخت له كارول شويو چړو او يا د پيچكارۍ په وخت له استعمال شويو ستنو كار وانه خستل شي، يا پاكې او اېښول شوې اوبه وڅښي، خو دا هرڅه خلكو ته ويل او د پاكۍ او نظافت رواجول، چې د اسلام مقدس دين او رسول الله (ص) پرې تر بل هر چا زيات ټينګار كوي، دلته خو دا حال دى، چې د دې كار مسئولين په دې مسئلو غور كولو ته له سره وخت نه لري. يوه هوښيار سړي وويل، چې ممكن موږ په جګړو كې دومره نه يو وژل شوي، لكه د لاسونو د نه وينځلو له امله، چې په راز راز ناروغيو اخته كيږو او بيا مرو. تور زيړى پټ خولى قاتل بلل كيږي، وجه يي داده، چې په ټوله نړۍ كې له هرو شلو تنو څخه يو په دې رنځ اخته دى او د طبي كارپوهانو په وينا د تور زيړي له دغو مليونونو ناروغانو نه ډېرى يې اصلا تر ډېره وخته له سره په ځان خبر هم نه وي، چې د هيپاټايټس بي يا سي وژونكي ويروس يې په تن كې ځاى نيولى. دامريكا د نيو جرسي ايالت سان فرانسسكو د دې ناروغۍ تر ټولو زيات رنځوران لري او ويل كيږي، چې له دغو رنځورانو نه يې هم ډېرى اسيايان دي. دلته په جنوب او جنوب ختيځه اسيا كې خو دې رنځ په اصطلاح لا پخوا كلي وران كړي دي. د دې هېوادونو حكومتونه په دې لړ كې د عادي خلكو د پوهاوي لپاره مليونونه روپۍ لګښتونه په غاړه اخلي. دلته په افغانستان كې نور هم بې شمېره مسائل شته، چې په بيوزله پكتيا والو يې د تورزيړي د وبا ګډيدلو مسئله د چارواكو له ذهن نه اېستلې ده. د ا خو يو منلى حقيقت دى، چې د امريكا غوندې د شتمن او د تكنالوژۍ له اړخه پرمختللى هېواد روغتيا پالان هم د سان فرانسيسكو د زيړي د رنځورانو درملنې ته وارخطا دي، نو په پكتيا كې، چې د سر درد د اصلي ګولۍ پيدا كول هم اسانه كار نه دى ، څنګه شونې ده، چې له هرو سلو پكتيا والو نه به په تور زيړي د اخته لسو رنځورانو درملنه وشي، خو دا په هر صورت ممكنه ده، چې خلك د ديني عالمانو په مرسته د عامه پوهاوي په وسيله او د واكسينو په ذريعه تر ممكن حده له دې رنځ نه وژغورل شي، خو بيا هم هغه خبره، چې كه بازار په يوه روپۍ وي او يوه روپۍ نه وي نو بيا ؟.
دجګړې قربانيان په سوله کې هم قرباني ورکوي
پياوړى
دحکومت اوطالبانو ترمنځ جوړجاړى دوخت مهمه اړتيا ګڼل کيږي خو ترهغو، چې په دې لاره کې پرتې ستونزې نه وي لرې شوي خبرې اترې مانا نلري ځکه دډېرو له انده کرزى پخپله دسولې پر وړاندې يوه ستونزه بلل کيږي . دکرزي په اړه اندېښنه داده چې نوموړى په خپل حکومت کې دننه د وړو ستونزو اودسيمه ييزوچارواکو د بغاوتونو مديريت نه شي کولاى نو له طالبانوسره دسولې مديريت به ،چې نړيوال يې له کابوکولو عاجز دي څنګه وکړي .؟
کرزي تل ژمنه کړې، چې غواړي له طالبانوسره خبرې وکړي ، خو له پيله تراوسه يې دخپل ټول حکومت په استازۍ داسې کومه طرحه چې دنوموړي دائتلافي ملګرو اوطالبانو دمنلو وړ ګرځېدلې وي نه ده وړاندې کړې نوځکه خو تراوسه پورې نه دخبرو لورى معلوم دى اونه هم په دې برخه کې پرمختګ شوى .
په داسې حال کې چې دسولې دکميسيون تشکيلات لا له منځه نه دي تللي اوس کرزي دسولې په نامه يوه شورا جوړه کړې .حضرت صبغت الله مجددي،چې دخپلې توقع خلاف يې دشورامشرتوب په برخه نه شو ،په خپل لومړني غبرګون کې وويل ،چې دسولې شورا نيمايي بودجه بايد دده کميسيون ته ورکول شي .دې ډول څرګندونو وښودله ، چې دکرزي دټيم لپاره دمعيارونو کچه له مالي هغو پورته نه ده .
دسولې دشورا ډېرى غړي هغه کسان دي ،چې له طالبانو سره د دښمنۍ څوکلنه خونړۍ مخينه لري . دکرزي له حکومت سره دطالبانو دمخالفت يولامل دکرزي په حکومت کې دهمدغوکسانو زيات نفوذ دى .
کومه شور ا چې يادونه يې وشوه هم اوس اوهم له سولې وروسته له طالبانو سره دسياسي ګټوتضاد لري په واقعيت کې دکرزي حکومت ترډېره حده دهمدغو ډلو ترمنځ وېشل شوى چې مشران يې دسولې په شورا کې ناست دي ،که فرض وکړو طالبان له روغې وروسته په حکومت کې ګډشي نو هغه څوکۍ چې ښايي طالبانو ته ورکول شي له همدغو ډلو به اخيستل کيږي .يعني په حکومت کې دطالبانو برخه څوکۍ به د سولې دعالي شورا دغړو له برخې وضع کيږي اوداهغه څه دي ،چې پخپله کرزى اودشورا غړي هم پرې پوهېږي نوچې داسې وي شورابه ولې دسولې لپاره هلې ځلې کوي .؟
همدانن که په حکومت کې دمحقق ، رباني اودې ته ورته نورو ښاغلو له برخې څخه يو وزارت هم کم شي دغه ډلې خو طالبان څه چې ان کرزى به ونه مني نو که ددوى برخه طالبانو ته ورکول شي څنګه به يې و مني ؟ نوچې سوله دسولې دشورا دغړو په تاوان ده نو بيا يې ولې دشورا غړيتوب ته زړونه ښه کړي .؟
دناتودپوځي جنرالانو له وروستيو ويناوو څرګندېږي ،چې دسولې په نامه روانې هلې ځلې دريښتينولۍ پربنسټ دواقعي سولې لپار ه هڅې نه بلکې دچل ،دوکې او زور له لارې دطالبانو کمزوري کول دي ،امريکايان غواړي طالبان په هره طريقه چې وي کمزوري کړي دوى نه غواړي له طالبانوسره په ټوله کې خبرې وکړي بلکې وړې وړې ډلې ترې رابېلې کړي اوپاتې نوريې دجګړې له لارې تسليمولوته مجبورکړي . دسولې دشورااکثريت غړي ددې لوبې لومړۍ برخې ته لېوال دي اوهڅه کوي ،چې طالبان وځپل شي دپښتنو په سيمو کې دطالبانو دځپلو په پلمه جنګ جګړې زور واخلي ، دځنګلونو اوباغونو دله منځه وړلو پلمې زياتې شي .اوپه دې توګه خپل سياسي کسات واخلي خو دلوبې دويمه برخه چې له کمزورۍ وروسته دطالبانو راضي کول او په نظام کې دهغو ادغام دى نه به لاس ته راشي اونه به يې داوسنۍ شورا غړي دزړه له کومي وغواړي . په کندهار ولايت کې وروستي عمليات چې خلکوته په کې په ميلونونو ډالره تاوان ورسېده دپورتنۍ مدعا ښکاره بېلګه ده
دسولې پر وړاندې ترټولو لويه بله ستونزه يو پربل باندې د دواړو لوريو شرطونه دي دکرزي يوشرط دادى ،چې طالبان دې اساسي قانون ومني اوله بهرنيو ډلو سره دې خپل تړاو وشلوي خو طالبان بيا وايي ترڅو،چې امريکايان نه وي وتلي دوى خپلې وسلې پر ځمکه نه ږدي .دسولې عالي شورا هم کرزي ته ورته نظر لري .
که کرزى داساسي قانون په منلو ټينګارکوي نو پوښتنه داده ،چې ايا دسولې دعالي شورا غړي اساسي قانون مني .؟ دپوښتنې ځواب منفي دى دسولې په عالي شورا کې يوزيات شمېر غړي درياستي حکومتي سيستم مخالفت کوي نو چې داسې ده ايا طالبان حق نه لري دافغانانوپه توګه داساسي قانون ديوې برخې دبدلون غوښتنه وکړي .؟
بل لوري ته طالبان د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي خو ايا دا دکرزي دحکومت په واک کې دي ،چې بهرنيان دې وباسي .؟ ځواب منفي دى .اوکه ځواب مثبت وي اويا امريکايان خپله ووځي نوايا طالبان به دکرزي حکومت ومني .؟ بله ستونزه چې خبرې اترې يې له لامله نه شي کېداى ، دواړه لوري خپل مقابل لورى په رسميت نه پېژني اويا يې په وجود سترګې پټوي . طالبان وايي موږ دکرزي له حکومت سره کومه ستونزه نلرو بهرنيانو سره حساب کوو ،چې ولې يې په افغانستان بريد کړى خو بل لوري ته بيا کرزى وايي چې موږله هغو کسانو سره سولې ته حاضريو ،چې خپلې وسلې وغورځوي . که په دې خبروو ژور فکروشي دواړه لوري غواړي مقابل لورى ځان ته تسليم کړي ، طبيعي ده که طالبان وسلې ږدي نو دکرزي حکومت ته به تسليميږي نوځکه ويلاى شو،چې حکومت لاهم دسولې لپاره طرحه نلري څه ،چې روان دي موخه يې دهېواد دپښتني سيمو ځپل دي ،چېرته چې خلک يې هم دجګړې قربانيان دي او هم دسولې .
پر افغانستان بريد او نړيوال حقوق
ليکوال: ګريګر سچيرمر
ژباړن: امان الله کروړ
يو شمېر معتبرو نړيوالو کارپوهانو پرافغانستان باندې د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو بريد تر پوښتنې لاندې راوستى، دوى دا چاره د ملګرو ملتونو د منشور د هغه اصل خلاف عمل بللى، چې پکې په نړيوالو اړيکو کې د زور کارول منع شوي دي. د دوى له نظره دا جګړه د سولې پر وړاندې جنايت او ښکاره سرغړونه ده .
په برلين کې د يوه معتبر پوهنتون استاد په څو ټکيو تکيه کوي او وايي، چې لومړى دا چې تر دمګړۍ هم د ترهګرۍ لپاره روښانه تعريف نشته دى، هغه د سپټمبر د يوولسمې نېټې د پېښو په اړه وايي، چې دا سمه ده چې دا د امريکا په کورنۍ کچه بلکې په نړيواله کچه ستر جنايت وو خو د نړيوالو حقوقو له مخې د هېوادونو تر منځ په همکارۍ او پوليسي او قضايي تعقيب يې د تعقيب هڅه بايد شوې واى چې دا کار ونشو، پرته لدې هر څه امريکا او ستر ايتلافي يې بريتانيا له خپلو نورو ايتلافيانو سره د ملګرو ملتونو د يوه غړي هېواد پر ضد له ګڼو ګواښونو وروسته زور ته لاس واچاوه او پدې مداخله يې د پايدارې آزادۍ نوم کېښود. چې دا په صراحت سره د ملګرو ملتونو د منشور د څلورم پاراګراف له دويم بند څخه سرغړاوى او تېرى وو او دى . د ليکوال په باور امريکا او متحدين يې بايد د دغه جنايت پر وړاندې ځواب ووايي.
هغه دويم دليل دا راوړي چې دا بريد د يوه وسله وال بريد پر وړاندې د ځان د دفاع لپاره د ملګرو ملتونو د منشور د ٥١ مې مادې له مخې د يوې ډلې او يوه لوري حق نشي ګڼل کېداى، افغانستان په امريکا وسله وال بريد ندى کړى، د سپټمبر د يوولسمې نېټې ترهګريز بريدونه يواځې هغه مهال په افغانستان پورې تړل کېداى شي چې د بريد ترسره کوونکو د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې دا کار ترسره کړى وي، چې پدې اړه تر نن ورځې اسناد ندي وړاندې شوي، د دغو بريدونو د ترسره کولو لپاره په طالبانو او القاعده تر نن ورځې يواځې د ادعا تر حده ويناوې موجودې دي، له همدې امله په ٢٠٠١ کال کې د ناټو د پنځمې مادې له مخې د ناټو سازمان مجوز او پرېکړه ليک هم حقوقي بنسټ نه درلود. دا ماده اجازه ورکوي چې هغه مهال عمل وکړي چې د ناټو په يوه غړي هېواد وسله وال بريد کېږي، او داسې کوم کار نه وو شوى. پرېکړه ليک مردود وو او د ناټو مجوز تر نن ورځې پورې باطل دى.
درېيم دا چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا بايد د نړيوالې سولې او امنيت د ساتنې په موخه د خپلې اصلي دندې له مخې د امريکا بيړنى او جنګي عمل غندلى او د هغه مخه يې نيولې واى. امنيت شورا دا کار ونکړ، شورا دغه راز جګړې ته د مشروعيت جامې ورواغوستې. د هغوى لومړنى پرېکړه ليک (١٣٦٨) د بريدونو له پيل يوه ورځ وروسته برابر شو او دا جګړه يې د نړيوالې سولې او امنيت لپاره د ترهګرو پر وړاندې دفاع وګڼله، دغه راز يې په افغانستان پوځي بنديزونه هم وضع کړل. دا د منشور له مخې د پوځي بنديزونو د لګولو لپاره د يواځينيو شته شرايطو له آر سره په ټکر کې وو. پرېکړه ليک ترهګر اقدامات نېغ په نېغه د نړيوالې سولې او امنيت پر ضد ګواښ وباله او له ټولو هېوادونو څخه يې د دې ترهګريزو بريدونو د طراحانو، ملاتړ کوونکو او ترسره کونکو د تعقيب لپاره مرسته وغوښته او ټنيګار يې وکړ چې د دوى د جرم شريکان هم مسئول دي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ١٣٦٨ پرېکړه ليک له مخې د دې جګړې اجازه نه موندل کېږي.
د کابل له نيولو او د طالبانو له پرځولو وروسته د امنيت شورا د ٢٠٠١ کال د دولسمې مياشتې په شلمه نېټه بل پرېکړه ليک (١٣٨٦) صادر کړ. دغه پرېکړه ليک هم د دې جګړې د توجيه لپاره څه ونشو کولاى. د دې جګړې له امله د واک ته رسېدلي حکومت جوړېدل هم د نړيوالو حقوقو خلاف وو ځکه چې د جګړې په پايله کې واک ته رسېدلى وو.
څلورم دا چې د جګړې له امله بشري حقوقو ته هم جدي زيان واوښت، د ١٩٤٩ جينوا معاهدې له مخې د بريد کونکو لخوا د ملکي وګړو زيانمنېدل، دغه راز د ١٩٧٧ پروتوکول تر پښو لاندې کېدل، د ١٩٦٦ معاهدې خلاف واقع کېدل، پدې ټولو سربيره د ١٩٨٠ تړون له مخې د ډله ايز زيان د وسلو کارول ټول پدې منځ کې څېړل غواړي. د جرمني ځواکونو لخوا په کندز کې د ١٤٠ وګړو وژل او ټپيان کول هم د ناټو په اټکلونو کې ګڼل کېداى شي.
پنځم دا چې نهه کاله وړاندې د جګړې له پيل وروسته د امريکا او د متحدينو لخوا د نړيوالو حقوقو تر پښو لاندې کول نور هم پسې وغځېدل. د افغاني کېدو د پروسې او د مسئوليتونو د انتقال پروسه او دا رنګ موضوعات هم د جګړې د نورو حقوقي بنسټونو د نشتوالي له امله سمه نه شي شمېرل کېداى.
د مطلب اصلي سرچينه:
http://www.raisethefist.com/news.cgi?artical=wire/The_Afghanistan_War_and_International_Law_:_LA_IMC-38.article&np=1
افغانستان دقوانينو هديره
افغانستان کله د نشه يي توکو اوکله هم داداري فساد په برخه کې په نړيواله کچه لومړى ، دويم او دريېم هېواد ياديږي، خوله قوانينو دسرغړونې په برخه کې.يې له لومړي مقامه (!) هم اړولې ، په دې هېواد کې قانون ترهرڅه بې ارزښته دى . هېڅوک قانون ته درناوى نه لري .موږدکاغذونو پرمخ ښه قوانين لرو؛ دافغانستان ټول اتباع دقانون پروړاندې مساوي حقوق او وجايب لري ،هېڅوک دقانون له حکم پرته ترتوقيف او تعقيب لاندې نه شي نيول کېداى ،هېڅوک داستوګن او يا دواکمنې محکمې له قراره پرته دچا کورته دننوتو حق نلري ،موږ افغانان دا او هغه حقونه لرو اوموږ دا اوهغه مکلفيتونه لرو.دې ته ورته ډېرې مادې دي، چې زموږ په قوانينو کې ليکل شوي، خوپه عمل کې مو ديوې خوند هم نه دى څکلى .
دلته دقانون منګولې دهېڅ يوه زورور ګرېوان ته نه رسي ؛ دلته قانون يوازې دزورورو پروړاندې د کمزورو د پښو اولاسونو دتړلو لپاره دزنځير په توګه کارول کيږي .قانون يوازې د زورورو دساتلو اود کمزورو اوبې وزلو د محکومولو وسيله ده ، دلته دقانون پروړاندې مساوات نشته . ډېر زورو شته، چې په زرګونو جريبه دولتي ځمکې يې غصب کړي ، په ميليونونو ډالره ملي شتمنۍ اختلاس يې کړى خوزموږ قانوني ادارې په دې نه شي توانېدلى، چې له دوى نه پوښتنه وکړي . خو که يو غريب اوبې وزله سړى دمجبوريت له مخې ديوچا له جيبه دسلو افغانيو غلاوکړي نو سمدستي دپوليسو منګولو ته لوېدلى وي اوپوښتنې ترې کيږي . دکرزي دکابينې يو وزير دميلونونو ډالرو په اختلاس تورن و ، کله چې ونيول شو دوه ورځې وروسته خوشې شو موږ داخبره منو چې دمحکمې تر وروستي حکم پورې برائت الذمه اصلي حالت دى ؛ په داسې يوه حالت کې د يو چا توقيفول حتمي نه دي خو پوښتنه داده، چې د زرو افغانيو د غلا تورن ولې په مياشتو مياشتو په توقيفونو کې دمحاکمې انتظار باسي .؟ ايا داساسي قانون ٢٢ ماده نه وايي ، چې دافغانستان ټول اتباع دقانون پروړاندې مساوي حقونه او وجايب لري . ؟
زما ښه په ياد دي يو مظلوم افغان ، چې د کابل ښار دشپاړلسمې ناحيې په اړوند سيمه کې په درې بسوې دولتي ځمکه کې کور جوړ کړى و د کابل ښاروالى په غوښتنه ونيول شو او په مياشتو مياشتو تر توقيف لاندې و خو کله يې چې څارنوالۍ ته ژمنه ورکړه ، چې کور به ورانوي نو خوشې شو ، خو کله چې دښار جوړولو وزرات په افغانستان کې دميلونونو جريبو ځمکو دغصب خبره کوي نو بيا ددې ځمکو غصبوونکي يو هم نه معلوميږي ، چې څوک دي .؟ په دې کې شک نشته چې دځمکو ستر غاصبان د دولت ستر چارواکي دي پرهغو دقانون تطبيقول ناشوني دي .
موږ هره ورځ اورو ، ځمکې غصب شوې دي ، دخلکو دشخصي ملکيتونو لپاره په رسمي ادارو کې تزويري اسناد جوړشوي دي ، له ښځو سره زور زياتى کيږي ، له خبريالانو سره ښه چلند نه کيږي ، ځينې چارواکي ژورناليستانوته د اطلاعاتو او معلوماتو له ورکولو ډډه کوي ، اداري فساد دى ، په ادارو کې رشو ت اخيستل کيږي ، لوى بانکونه له بحران سره مخامح کيږي ، شتمنۍ له هېواده بهر ويستل کيږي، خلک په ناقانونه توګه توقيفيږي . له خلکو سره ظلم کيږي اوداسې نور .خو په خواشينۍ سره ، چې تراوسه پورې په دې اړه ټول غبرګونونه احساساتي ، عاطفي او شعاري بڼه لري ، په واقعيت کې ددې ټولو ستونزو ستر او ګډلامل دقانون دواکمنۍ نشتوالى دى ؛ ترڅو چې قانون په ټولو خلکو ،په ټولو برخو کې په مساوي توګه پلى نه شي او دولت دقانون دتطبيق پروړاندې خنډونه له منځه يونه سي او په دې اړه له ناوړو مصلحتونو اومضرو احتياطونو لاس وانه خلي داستونزې به دوام لري له بلې خوا په افغانستان کې دقانون پر پلي کېدو باندې دڅارنې ادارې بايد خپلې د ندې وپېژني او په دې اړه ضروري ګامونه واخلي .
ددې کارلپاره يو ملي سراسري کمپاين ته اړتيا ده ، رسنۍ او مدني ټولنې بايدپه دې برخه کې خپلو مسئوليتونو ته پام وکړي او دڅېړنو له لارې دې دقانون دنه تطبيق د لاملونو په هکله چوپ نه پاتې کيږي . که نه نو افغانستان کې به هيڅ وخت عدالت رانه شي اونه به د حکومت والۍ په برخه کې شته ستونزې له منځه لاړې شي تش په نامه ولسواکي به وي خو دخلکو عملي ژوندبه دمستبدو نظامونو له اتباعو هم تريخ وي .