اراکوزيا د ((اشيانې)) له ماشومانو سره د ماشوم ورځ ولمانځله :


اراکوزیا راډيو د ( اشیانې ) یا کارګرو ماشومانو د ملاتړ د ټولنې له ماشومانو سره د غبرګولي یولسمه د ماشوم نړیواله ورځ ولمانځله .
په دغه لمانځغونډه کې چې د غبرګولي په نهمه په کابل کې د  اشیانې په مرکز کې جوړه شوې وه د اراکوزیا راډیو مدیر اجمل تورمان د ماشومانو نړیواله ورځ کارګرو ماشومانو ته مبارک وویله او د اراکوزیا راډیو له خوا برابرې شوې ډالۍ یې په هغوی وویشلې .
د اشیانې مشر انجنیر محمد یوسف د اراکوزیا راډیو دغه اقدام وستایه او له اراکوزیا یې مننه وکړه چې له کارګرو ماشومانو څخه یې یادونه وکړه او د ماشومانو نړیواله ورځ یې ولمانځله .