کانګریس ته د اسراییلی لومړی وزیر وینا بشپړ متن!  (پای)


 کانګریس ته د اسراییلی لومړی وزیر وینا بشپړ متن!  (پای)
دوینا نیټه: می۲۰۱۱،۲۴
دوینا ځای: امریکی کانګریس
منبع: الجزیره انګریزی سایټ
ژباړن: وسیم سجاد، کابل
 
مونږ له مصر او اردن سره تاریخی سولییز تړون لرو، او ددی تړونونو لسیزی وشوی.
ما له ترهګرو سره د اردن سیند په دواړو تړانګو کی جګړه کړی. ډیرو اسراییلو خپل خواږه خپل خپلوان له لاسه ورکړل. زه ددوی غم باندی خبر یم. زه هم نږدی وو چی د سویز کانال په اور کی له منځه لاړ شم. ما خپل ورور له لاسه ورکړ.
په یاد ولری، هیڅوک هم په اسراییلو کی هغو بدو ورځو ته ستنیدل نه خوښوي. له اردن، مصر سره سولیز تړون د منځنی ختیځ زړه پُرامن کړیدی.
له ټولو هغو اړخونو سره چی سولی او ثبات ته متعهد دي، باید اقتصادی او سیاسی مرستی وشي.
له مصر او اردن سره سولیز تړونونه پاخه دي.خو ټول دغه څه کافی نه دي. مونږ باید هڅه وکړو چی له فلسطینیانو سره یوی دایمی روغی جوړی ته ورسیږو. دوه کاله وړاندی، ما په عام محضر کی یو حل ددوو هیوادونو د جوړښت لپاره وړاندی کړ: فلسطینی دولت او بل یهودی مُلک.
زه تیاریم چی دردوونکو معاملو ته مخه کړم ترڅو دغه تاریخی ویاړ د سولی تر لاسه کړو. د اسراییلو د مشر په حیث دا زما مسولیت دی چی اسراییل د سولی په طرف بوځم.
زما لپاره دا کار اسانه نه دی. ما درک کړی چی دیو دایمی جوړ جاړي لپاره باید دیهودی کور ځینو برخو څخه تیر شو. په جدایه او سماریه کی یهودان خارجی نیواک ګر او متجاوز ګر نه دي. مونږ په هندوستان کی انګریزان نه یو. مونږ په کانګو کی بلجیمیان نه یو.
دا زمونږ د نیکونو ځمکه دی، داسراییلو ځمکه. هغه ځمکه چیری چی ابراهیم (ع) خلک دیوه خدای (ج) عبادت ته راوبلل. هغه ځمکه چیری چی حضرت داود(ع) له جالوت سره جګړه وکړه، هغه ځمکه چیری چی عیسی (ع) د دایمی سولی پیشبینی وکړه. هیڅوک هم نشی کولای چی زمونږ څلورزره کلنی اړیکی له دی ځمکی سره وشلوي او یا رد کړي.
یو بل حقیقت هم شتون لري: فلسطینیان په دغه ټوټه د ځمکی کی له مونږ سره شریک دي. مونږ داسی یوه سوله غواړو چی فلسطینیان ځانله یو جلا دولت ولري. دوی وکولای شي چی  اقتصادي رشد وکړي. خپل حیثیت ترلاسه کړي. ازاد اووسیږي.
مونږ دسولی د حرکتونو دپیل له مودی چی تقریباُ دوه کاله یی تیریږي ولیدل چی فلسطینیان دیوی هوسا زندګی د جوړولو په تکل کی دي.
لومړی وزیر فیاض دغه ابتکار وکړ. زه یی دښی روغتیا هیله مند یم. مونږ تل هڅه کړی چی له فلسطینیانو سره ددوی په اقتصادی رغښت کی مرسته وکړو، ددوی د اقتصادی پرمخیون په مقابل کی ټول پراته خنډونه لری کړو. او زمونږ ددغه اقداماتو نتایج هم پټ نه دي. تاسو به خبریاست چی ددوی اقتصادي رشد په کال کی ۱۰٪ شویدی. د فلسطینی ښارونو څيری بدلی شویدي. دوی اوس سوپر مارکیټونه لري، د انټرنیټ له لاری خپل کاروبار مخکی بیایی. تاسو خپله فکر وکړی چی دومره پرمختګ چی اوس یی مونږ ګورو جګړییزو حالاتو کی شویدی. بی له جګړی به څه حال وي.
اوس پوښتنه دادی. تاسی یی باید وپوښتی. کله چی سوله د فلسطینیانو لپاره دومره ګټی ولري نو ولی یی ترلاسه نه کړو؟
ګوری چی ټولو شپږو اسراییلی لومړي وزیرانو د اوسلو په تړون لاسلیک کړی او فلسطینی دولت یی منلی دی. زه هم ددوی څخه یو یم.
نو بیا زه پوښتم چی سوله ولی ترلاسه نه شوه؟ هغه ځکه چی فلسطینیانو تراوسه د اسراییلی دولت شتون نه دی منلی. دوی نه غواړي چی ترڅنګ یی یو یهودی دولت وي.
تاسی وګوری چی زمونږ شخړه دیو فلسطینی دولت د شتون په اړه  هیڅکله نه دی. شخړه په ښکاره ډول د یو یهودی دولت په اړه دی. په ۱۹۴۷ کی ملګرو ملتونو رایه اچونه وکړه، ترڅو یو یهودی او یو عرب دولت منځ ته راشي. یهودانو دغی رای اچونی ته لبیک ووایه. د فلسطینیانو ځواب نه وو.
په دغو نږدی کلونو کی فلسطینیانو یو ځل بیا د اسراییلی لومړی وزیر له سخاوته ډک پیشکش-د فلسطینی دولت جوړښت د ټولو هغو پولو په
ګډون چی اسراییلو د ۶ ورځنی جنګ پرمهال ګټلی وي-رد کړ.
دوی نه غواړی چی شخړه پای ومومي. زه نه غواړم چی ووایم خو څه وکړم: دوی خپلو ماشومانو ته نفرت ښیی. دوی په خپلو څلورلارو باندی د ترهګرو نومونه ږدي. او تر ټولو بده چی دوی دی نظریی ته رشد ورکوي چی اسراییل به د فلسطینیانو مهاجرینو د بقایاوو لخوا له منځه ځي.
دوستانو، دغه کارونه باید پای ومومي. ولسمشر عباس باید هغه کار وکړي کوم چی ما وکړ. زه د خپلو خلکو مخ کی ودریدم-ما لپاره دغه کار ډیر سخت وو-ما وویل چی زه فلسطینی دولت منم. نو اوس وخت را رسیدلی چی ولسمشر عباس د خپلو خلکو په مخ کی ودریږي او ورته ووایی چی زه یهودی دولت منم.
دغه شپږ کلیمی به نړی بدله کړي. دابه فلسطینیانو ته وښیی چی دغه لانجه باید پای ومومي. دوی باید اسراییلی ملت وهڅوي چی دوی یی ښه او نږدی سولیز همکاران دي. نو بیا به اسراییلیان تیار وي چی له فلسطینیانو سره معامله وکړي. زه به هم بیا تیار وم چی معامله وکړم.
دغه معامله ګري باید جغرافیایی مساحت ته چی د ۱۹۶۷ له وخته دی باید بدلون ورکړي. غټ اکثریت د اسراییلو چی تقریباً ۶۵۰،۰۰۰ کیږی هغه کسان دي چی د ۱۹۶۷ د کرښی نه مخکی د بیت المقدس او لوی تل ابیب په خوا شا کی اوسیږي.
دا ډیره پُرنفوسه ساحه دی خو وړه ښکاري. د سولی هر بنر چی اوچتیږي باید دغه کرښی پکی شاملی شي. او باید په دی اړه خبرو ته سره کینو. مونږ باید ریښتونی وو. زه چی څه وایم باید هر هغه څوک یی ووایی چی دسولی په اړه
جدي وي. مونږ به د فلسطینی دولت د مساحت په اړه خورا جدي وو. مونږ نه غواړو چی د ۱۹۶۷ سرحدونو په سر معامله وکړو.
مونږ درک کړی چی دفلسطین مساحت په هغه اندازه لوی او ډیر وي ترڅو دوی وکولای شي چی خپل اقتصادي پرمخیون وکړي، خوشحال ژوند ولري. اوباما سیی ویلی چی اسراییل دیهودانو کور دی او فلسطین د فلسطینیانو. یهودان د نړی له کونج کونجه حق لري چی یهودی دولت ته مهاجرت وکړي. همدا شان فلسطینیان. په دی طریقی سره به د فلسطینی مهاجرینو مشکل هم حل شي.
د بیت المقدس موضوع:
څومره چی د بیت المقدس موضوع مطرح دی، یواځي اسراییل کولای شي چی مختلفو ادیانو ته د عبادت لپاره زمینه برابره کړي او مذهبی ازادي وساتي. بیت المقدس هیڅکله هم باید ونه ویشل شي. بیت المقدس د اسراییلو متحد پایتخت دی. زه پوهیږم چی دا به د فلسطینیانو لپاره نه منونکی وي. خو زه پوهیږم چی ابتکار او ښه زړه به دا ستونځه له منځه یوسي او یو ښه حل منځ ته لار هواره کړي. دا زما د سولی پلان دی. سوله ښه امنیت ته اړتیا لري. په دا لنډو کلونو کی اسراییل له جنوبی لبنان او غزی ووتل. مونږ بیا هم سوله ونه لیده. خو دسولی په مقابل کی په مونږ ۱۲،۰۰۰ راکټ د حزب الله او حماس له لخوا ووریدل. د ملګرو ملتونو سوله ساتي په لبنان کی د وسلو د قاچاق په مخنیوي کی پاتی راغلل. د اروپایی اتحادیی غړي خو شپه په شپه په غزی کی ورک شول. که چیری اسراییل له سرحدی سیمو ووځي، راتلونکی فلسطینی دولت ته به د وسلو جریان ازاد شي. د راکټونو باران به په اسراییلی کورونو باندی په یوه دقیقه کی جوړ شي. زه تاسو ته وایم چی په دی اړه هم فکر وکړی. که تاسو د راکټونو په سیوری کی زنده ګی نه خوښوی نه مونږ یی هم نه خوښوو. اسراییل د خپل مساحت له مجی بی ساری محافظتی سیستم ته اړتیا لري. اسراییل ددنیا د کوچنیو ملکونو څخه یو دی. ښاغلی معاون ولسمشر، زه تاسو ته دا ضمانت در کوم. اسراییل له ډیلاویر څخه لوی دی. اسراییل له روډ جزیری څخه لوی دی. اسراییل به د ۱۹۶۷ له سرحدونو سره نیم د واشنګټن بیلټوی راځي.
اوس زه یو بل ډول احساس لرم. کله چی زه دیرش کاله وړاندی په واشنګټن کی ځوان دیپلومات وم نو مابه فکر کاو خو ورسته دا راته مالومه شوه چی واشنګټن له بیلټوی ها خوا هم شته خو اسراییل به له ۱۹۶۷ سره ټول نهه میله شي.
د اسراییلو د امنیت لپاره دا ترټولو مهمه او لازمی دی چی باید فلسطینی خاوره غیرنظامی شي. او دا اړینه دی چی اسراییل باید اردن دسیند په خوا کی خپل نظامی شتون ته ادامه ورکړي ترڅو اسراییل وساتي او دسولی په نشتون کی له اسراییلو دفاع وکړي.
زمونږ په بی ثباته منطقه کی، هیڅوک هم دا ضمانت نشي ورکولای چی زمونږ د سولی همکاران به سبا هم وي.
کله چی زه وایم سبا، نو مطلب می ډیره لری اینده نه دی. زما معنی هم سبا دی. سوله یواځی او یواځی د خبرو د میز شاوخوا لاس ته راتلای شي. که فلسطینیان په ملګرو ملتونو څه شی تحمیلوي، نو ګومان می نشي چی سولی ته دی خوشبینه ووسو. ټول هغه اړخونه چی سولی ته معتقد وي باید د فلسطینیانو دغه حرکت په شا وتمبوي.
زه د ولسمشر اوبا له ښکاره دریځه منندوی یم. سوله تحمیلیږي نه. باید د سولی لپاره خبری وشي. او دسولی خبری هم له هغه چا سره امکان لري چی ورته متعهد وي.
حماس والا دسولی خلک نه دي. حماس غواړي چی اسراییل له منځه ولاړ شي. دوی خپل منشور لري. ددوی منشور وایی چی اسراییل باید له منځه ولاړ شي. دوی نه داچی په دی جمله اکتفا کوي لا مخکی ځي او وایی چی یهود ووژنی هر چیری مو چی وموندی. د حماس مشر د اسامه بن لادن وژل وغندل هغه یی شهید وګڼی. زه یوځل بیا وایم چی اسراییل له فلسطینی حکومت او اداری سره خبرو ته تیار دي. زه هیلمند یم چی کولای شو خپلو ماشومانو ته په ګډه یوه ښه راتلونکی طرحه کړو. خو په یاد ولری چی اسراییل هیڅ وخت به له داسی یوی اداری سره چی په فلسطین کی د القاعدی د فلسطینی څانګی لخوا یی ملاتړ کیږي خبرو ته غاړه کینږدي. زه ولسمشر عباس ته وایم: له حماس سره خپل تړون څیری کړه. راځه چی خبرو ته سره کینو. له یهودی دولت سره سوله وکړه. که ته دا کار وکړی، نو زما وعده دی چی ملاتړ به دی کوم. اسراییل به وروستنی هیواد نه وي چی فلسطین به په رسمیت پیژني بلکی لومړنی هیواد به وي.
د تیری پیړی په پای او د دغی پیړی په پیل کی  د امریکی رول په سوله راوستلو کی واضح، ښکاره او اړین دی.
د امریکا متحده ایالات تل د سولی محافظ پاتی شوي.هرڅوک او هر ملت چی نن سبا سوله لري، تاسو ته دعا کوي. زما هیواد یو له دغو څخه دی.
کله چی زه تاسو ته غږیږم، نو د یهودانو په نماینده ګی او دیهودی دولت په نماینده ګی درته غږیږم. له تاسو ټولو مننه. ستاسو له دایمي ملاتړ څخه مننه. مننه چی دازادی مشعل مو په ګرده نړی کی بل ساتلای دی. خدای دی په تاسو ورحمیږي. خدای دی په ټولو امریکایانو ورحمیږي.