
می۲۰۱۱،۳۰
وسیم سجاد، کابل
نن می له ظریف ستانکزی سره چی مدافع
وکیل او د کابل پوهنتون په حقوقی مرکز کی هم دنده لري د پښو په سر په یوه
دارالوکاله کی ولیدل. ډیره موده شوی وه چی په تماس کی سره نه وو. استاد ښه وو،
ګیلی یی لرلی، خبرو، خبرو کی ما ورنه نن پوهنتون ته د نه تګ پوښتنه وکړه، ده ویل
چی نن لاریون دی او هغه هم ددی لپاره چی د جنرال داود وژنه تقبیح کړي.
حیران شوم، ځکه چی دغه نسل ولی ځان دوکه
کوي؟ نن خو دتیږو وخت نه دی. دا مهال خو مونږ په هغه عصر کی نه
اوسیږو چی انټرنیټ به نه وو، رسنی به نه وی، نړی سره به په اسانی نشو نښلیدای.
کابل پوهنتون محصلین چی دملت له بیت
الماله یی خوري، نن لاریون ته مخه کړی هغه هم ځکه چی داود ولی وژل شوی؟
لاریون ددیموکراتانو خبره د خلکو حق دی
خو خبره دادی چی پدی وروستیو میاشتو کی یواځی داود وژل شوی؟ یواځی داود په دی ملک
کی د سړي ځوی وو؟ یواځی د داود دوینی رنګ سور دی او که د نورو هم؟
په کونړ کی د ماشومانو شهادت په اړه د
سیما ثمر حقوق بشر چوپ وو، د کابل بانک په اړه هیڅ کمیسون ونه ټاکل شو، په کندهار
کی د دوه ورځینی جګړی په اړه هیڅ غوصه ونه ښودل شوه، په پکتیا کی یی مزدوران
شهیدان کړل، خو ټول چوپ وو. په خوست کی د ترافیکو مدیریت ته د ډار اچوونکو ننوتل
تقبیح نشول خو د داود د وژنی په اړه باید کاروبار بند، لار بنده، پوهنتون بند او
...
تاسو خاوران وګوری چی له غندنو ډک دی.
www.khawaran.com
طالب او د داود وژنه:
نن سبا خو داسی وخت راغلی چی که چیری
سپۍ هم لنګه شي، طالب وایی چی ما...دی. زبیح الله مجاهد دی په هغه خدای (ج) چی
ملاعمر یی پیداکړی سوګند یاد کړي چی داود دوی وژلی او که د مخدره موادو مافیا؟
نوي انکشافات دا وایی چی وژونکی لومړی
په داود، او مولانا شاه جهان ټکان کړي. کله چی بیرون ولاړو پولیسو د ننه خواته د
ځان رسولو هڅه کړی نو ځوان هم ځان الوځولی. داود د مخدره موادو په وزارت کی له ۲۰۰۴ کال راهیسی معین وو. بسم الله چی محمدي
هم دی نوموړی د شمال لپاره د ۳۰۳
پامیر قوماندان وټاکه. ده نو د مخدره موادو په مافیا پسی راواخیسته. هغه هم ځکه چی
ده غوښتل خپل ګونډا راج وچلوي. او یکتاز وي. ترڅو وکولای شي ټول قاچاق د پولیسو په
موټرو کی او یا هم د پوډرو او هیرویینو کڅوړی د پولیسو درنجرو په نګرانی کی د
روسیی تر سرحدونو ورسوي. ګوری سړی داسی هیڅکله نشی کامیابیدای. کُچ لینی کی لیی
دینا پړتها هی! خو ده نو میم زرما ټول زما غوښتل.
د شمال قاچاقبر دجنوب له هغو ډیر مخکی
دي. دوی حتی یو ډول وړی هیلوکوپټر ډوله الوتکی هم پیدا کړي ترڅو له هغو پوستو چی
په سرحدونو کی دي واوړي. او مواد تر خپلو ځانګړو او له مخکی مشخص شوو هدفونو پوری
ورسوي.
پلټنی او د ټلوالی وزیر:
نن خو پولیس له پلټنو ځان وباسی. د
کندهار زندان مات شو، د پلټنو هیڅ نتیجه مالومه نشوه. مجاهد ویل کیږي چی خپل باډی
ګارډ وژلی خو رسمی پلټنی نه دي مالومی. د کندوز بد نام والي انجینر عمر ووژل شو خو
هیڅ پلټنی ونه شوی. دسیدخیلی دمرګ په اړه هیڅ پلټنی ونه شوی. اخر ولی؟ دا امکان
شته که پلټنی وشي، ډیری نیکتایی دار او سپین جامي به په کی ګیر شي. پلټنی به څوک
کوي؟ داخله وزیر د مسعود همفکره، د داود او سیدخیلی همسنګری دی. خپله دی یو کمیسون
تعین کړي، مشري دی هم پخپله واخلي سرچ اپریشن دی پیل کړي، وبه ګورو چی څه موندلای
شي؟
د ولسمشر لومړی مرستیال فهیم دی. د
ټلوالی مشر دی. دی دی د کمیسون مشري په غاړه واخلي. پلټنی دی وکړي.
په یاد ولری چی دوی به هیڅکله دا کار ونه کړي.
د حکومت ضعف او د ټلوالی دښمن:
ناصالح وایی چی طالب، ای.ایس.ای،
پاکستان او القاعده یی دښمنان دي. نو هلکه چی دومره پوه یی نو ته خو هم د امنیت
مشر وی څوکسه دی ونیول؟ په اسلام اباد، پیښور، کراچی، راوالپنډی کی دی څو چاودنی
کړي؟ په وزیرستان او کویټه کی څو جاسوسان لری؟ ځواب: صفر.
ټلواله وایی چی حکومت ضعیف دی نو هلکه
په حکومت کی خو تاسی یاست بل څوک خو نشته. داود پولیس وو. سیدخیلی پولیس وو. نو چی
تاسو د خپل ځان امنیت نشی ساتلی د خلکو امنیت به څنګه وساتی؟
جمعیت یعنی ټول: هلکه خوار نشی.
لومړی مرستیال: پوزه فهیم، ګاز ګروپ:
حسین فهیم.
کابل بانک: ستاسو.
ملی امنیت: ناصالح
اپوزیسیون: ډبل عبدالله.
ټولی رسنی ستاسو په چوپړ.
دسولی د کمیسون مشر: ربانی ستاسو.
د کورنیو چارو وزیر: بسم الله محمدي
ستاسو.
د کلیو دبیا رغاونی وزیر: جارو الله
منصوری، ستاسو
د کلیو دبیا رغاونی معین وزیر: ویس
برمک، پنجشیری
د عدلیی وزیر: غالب ستاسو.
د برښنا وزیر: اسماعیل خان ستاسو د
ټلوالی
د پارلمان پخوانی مشر: قانونی، ستاسو
د ټاکنو کمیسون مشر: معنوي ستاسو.
د اولمپیک ریس: جنرال اغبر، ستاسو.
زما علم نجوم!!! همدومره وو. نو هلکه که
حکومت ضعیف دی، نو ستاسو له وجی دی. تاسو غاړی ته شی بیا به وګورو.
نوټ: داود، بچه مقاومت؛ به ردِ پای
سیدخیلی! له خپراوي وروسته په لسګونو ایمیلونه چی په پراخه پیمانه کنځاوی راته پکی
ډالی ، شوی، را لیږل شوي. څومره به راو لیږل شي،
نه پوهیږم.
leekwal@yahoo.com