له کمپيوټرڅخه موټر جوړ شو!

نوراحمد عايل
يوه امريکايي ذوقي هنرمند د نوښت په کولو سره له پخوانيو او خرابو شويو کمپيوټرونو له پرزو څخه  د موټر په ډول نقليه وسيله جوړه کړه.
د لارپبليکا د خبر له مخې انريکه کونډ يو کليفورنيايي هنرمند دى چې د نوي ماډل موټرونو د جوړولو سخت لېوال دى اوپه نوي ډيزاين  دا نقليه وسيلې چې تاسې يې په انځور کې وينئ د پخوانيو کمپيوټرونو  له خرابو شويو ټوټو څخه جوړې کړې دي.
انريکه کونډ له هارډېسک، مادربورډ، ماوس، حتې د خرابوتليفونونو، موټرسايکلواو الوتکو پرزې هم پکې کارولې دي.
له لرې څخه د لوبو يوه شي ته ورته ښکاري خو له نږدې څخه کولاى شو، د کمپيوټر هره پرزه پکې له لرې وپېژنو
راپور وايي دې پنځونکي خپل دا نقليه وسيلې د فلزاتو او پلاستيکونو له ناتركيب سره سره نښلولې دي.