په نړۍ کې ترټولو چټل سړى!

ژباړه: عايل
 
په نړۍ کې  تر ټولو چټل سړي له ٢٦ کلونو وروسته په لومړي ځل د خپل سر وېښتان ومينځل، ډېره جالبه خو يې لاداده،چې  له ٢٦ کلونو چټلي وروسته هم نوموړي په خپله وېښتان نه دي مينځلي، بلکې ( ددې زاړه سړي په اند)  دا مشکل او خطرناک کار ددۀ دولس کسه خپلوانو په غاړه واخيست.
 
د الجوار د خبر له مخې دې ٨٠ کلن چينايي بوډا له ٢٦ کلونو ورسته له خپلوانو سره هوکړه وکړه ،چې حمام ته لاړ شي او د دوى په لاسونو خپل سر ومينځي.
دې دولسو خپلوانو يې د سابونونو اوځان پاکونې د کيسې په مرسته دا  د نړۍ تر ټولو چټل سړى چې د سر د وېښتانو اوږدوالى يې ٨ فټه ته رسېدلى و، ومينځه.
 
ددې چينايي خپلوان وايي: دا زوړ چينايي هڅه کوي چې خپل نوم (په نړۍ کې د تر ټولو چټل سړي) تر سرليک لاندې د گينس د ريکارډونو په کتاب کې ثبت کړي.