سوله زموږ ملي آړتيا د غونډې پرېکړه ليک

سوله زموږ ملي آړتيا
د غونډې پرېکړه ليک
۱۳۹۰ کال د غبرګولي ۸ مه- کابل
 
بسم الله الرحمن الرحيم
والصلح خير
 
ویاړمن  افغانستان  او مظلوم، خو باشهامته افغان  ملت له درې لسیزو زیات د جګړو په اور کې سوزېږي. د ماشومانو، ښځو، لویانو او  ځوانانو  وینه یې په بیرحمۍ تویېږی او خاوره یې د  لویو لوبو ښکارشوې ده.
نن په کابل ښار کې په سلګونو افغانان چې پوهان،  علمي، قومي مشران، سیاسي او فرهنګي شخصیتونه او د ښځو او او ځوانانو استازي پکې شامل وو، راټول شول، د سولی په حیاتي اړتیا او له جګړې څخه په کرکه او مخالفت هوکړې ته ورسېدل او لاندې پرېکړه لیک یې صادر کړ:
1.      پر افغانستان او افغانانو تپل شوې جګړه دې ډېره ژر ودرول  شي، ځکه جګړه د هیڅ ستونزې حل نه ده، بلکې پخپله تر ټولو لویه ستونزه ده او د هیڅ لوري په ګټه نه ده . له ټولو خواوو غواړو چې مذاکره، مصالحه او سوله د ټولو افغانانو د غوښتنې په توګه تایید کړي.
2.      له افغان دولت نه غوښتنه کوو؛ خپل لومړنی مسوولیت چې ولس ته د سولې او امنیت راوستل  دي، عملي  کړي. د سولې هڅې دې ګړندۍ  کړي، عملي او فعال شکل  دې ورکړي، د سولې عالي شورا او ورته هڅې دې پوره فعالې او اغیزمنې کړي. همداراز د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې تر انتقاد اوچت عملي ګامونه  واخلي. له خپل منځه  دې د جګړه خوښو او سوله دښمنو اشخاصو او کړیو داغ لرې کړي او دوی دې تجرید  کړي.
3.      له افغان دولت او نړیوال ایتلاف نه غوښتنه کوو چې د افغانستان په دننه کې د وسله والو مخالفینو د یو ادرس له جوړیدو سره دې مرسته وکړي چې د سولې مذاکرات ممکن او اسان شي.
4.      د دولت له وسله والو مخالفینو  هم کلکه غوښتنه کوو چې د سولې د هر معقول حرکت ملاتړ  وکړي، ولس ته د سولې ډاډ  ورکړي، د ښوونځیو، روغتونو او عامه تاسیساتو د تخریب مخنیوی وکړي او که ریښتیا دوی د دغو ورانیو مخالف وي، خپله بېزاري دې ترې اعلان  کړي. همداراز د ملکي کارکوونکو، ښوونکو، علماوو او قومي مشرانو له وژنې دې مخنیوی  وکړي.
5.      له افغان سیاسي، دیني او ټولنیزو مشرانو څخه کلکه غوښتنه کوو چې د خپلو نیکونو په څیر دې په اخلاص او صداقت بین الافغاني خبرو اترو ته کېني، د انحصار او بې باوري فضاء دې ماته کړي او نړۍ ته دې ثبوت کړي چی افغانان د خپلو ستونزو د تشخیص او حل دواړو استعداد  لري.
6.      له نړیوالې ټولنې څخه کلکه غوښتنه کوو چی د سولې لپاره د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي او ویې  مني. ړندې بمبارۍ، د ملکي خلکو وژنې او دشپې له خوا د کورونو تلاشۍ  دې ودروي، بیګناه بندیان دې خوشې کړي. د افغانانو کلتور، دین او ارزښتونو ته دې درناوی  وکړي. ابرومنده روغه جوړه دې تر ټولو لوړ لومړیتوب  وګڼي.د جنګي مجرمینو، انحصارغوښتونکو او دسولې له مخالفینو دې ملاتړ نه کوي او دوی ته دې امتیاز او شناخت نه  ورکوي.
7.      له ملګرو ملتونو څخه په کلکه هیله کوو چې ټولې دخیلې خواوې دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته او ملاتړ  وکړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تورلست څخه دې د شاملو افغانانو نومونه وباسي او د خپل سرنوشت په ټاکلو کې د ټولو افغانانو د حق په اعاده کې دې همکاري  وکړي.
8.      له ګاونډیو هیوادونو کلکه غوښتنه کېږي چې د خپلو ولسونو او هیوادونو د ساتلو او له افغانانو سره د ښه ګاونډیتوب په خاطر دې خپلې ټولې هڅې په افغانستان او سیمه کې سولې راوستلو ته متمرکزې کړي او په خپلو پالیسیو او پروګرامونو دې داسې بیا کتنه وکړي چې مثبتو بدلونونو ته لار هواره کړي.
9.      له ټول افغان ولس څخه هیله کېږي چی په هر ځای، هر موقف او هر حالت کی د سولې له مفهوم، پروسې او عملي کېدو څخه ملاتړ  وکړي. د سولې له مخالفانو څخه هم په ټینګه غواړو چې د سولې په وړاندې ونه دریږي او پدې ډول له افغان نجیب ملت سره خپل تړون او اړیکي وساتي.
10.  د رسنیو په ګډون  له ټولو مدنی بنسټونو  څخه غواړو چې د سولې د فرهنګ د عامولو لپاره کار وکړي، دغسې غونډو او غوښتنو ته دوام ورکړي او دخپل کور او ولس پرسر د لګېدلي اور په مړ کولو کې په هره ممکنه لاره خپله دنده او مسوولیت اداء کړي.
والسلام