دحمزه قاتل


- ۶ -
مخکې له دې چې د لمر وړانګې یې رسوا کړي د خپل بادار له کوره راووت هغه دلته داسې شېبي تیري کړې چې د ذلت او مریتوب له کلونو هم ورته سختې تمامې شوي ، دا ټول دخپلې پیغلې په خاطر ، چې په دې ژوند کې یوازینۍ پاتې هیله او هغه ډیوه ده چې دده د ناارام او ځپلي زړه تیاري رڼا کوي ، خپلو شرابو او جامونوته ورستون شو او دومره یې وڅښل که دا خبرې یې له یاده ووځي ، ایا هغه کولای شي چې د جبیر خبرې له یاده وباسي ؟ هغه اوس هم ورته پیغور ورکوي چې ذلیل مريې دی ، ازادي خو دده په حیثیت کې کوم بدلون رانه وست ، ایا ددې له پاره یې مبارزه او د قریشو له بادارانو ځینې د یوه وینه تویوله او له پیغمبر سره دښمنۍ کوي او ټول عمر به د هغه چا په څیر ګرځي چې مرګ یې روا وي ؟ څه شوې د هغه خوږې هیلې او رنګین خوبونه او هغه څه چې د ازادۍ د شرف او درناوي هیله یې ورڅخه کوله ؟ خو دا هرڅه ده خپله پر ځان ورکړل او په لوی لاس یې دا ستونزه راپیدا کړه ، نه بلکې دا پیغله د هر څه لامل شوه ... خو دهغې په حق کې له ازادۍ پرته نور هر څه ارزانه او اسانه دي .
وحشي وتوانیده چې هغې ته ورسیږي او په پټه ورسره وګوري ، کله چې هماغه ټاکلي ځای ته ورسید ورخطا شو ورته یې وویل :
- ولې چل او دوکه راسره کوئ ؟
کله چې یې ځواب ورنه کړ په قهرجنه لهجه یې ورته وویل :
- کیناستم او دومره انتظار مې درته وکړ نږدې وه چې خپل عقل له لاسه ورکړم ، ته څوک یي چې ماته دغه ډول ناخوالې را پیدا کوي او زما پر درناوي ملنډې او ټوکې کوئ ؟
هغه همداسې چوپ وه ، دا ورته لګیا شو:
- ته باید پوهه شي چې زه هم ستا د بادار په څیر یم ، اوس زما او د جبیر تر منځ توپیر نه شته ، که ته ددغه منلي حقیقت په اړه شک کوئ ؟ بیا یې خپلې توکاړې تېري کړي او خپل ټول پام یې د هغې لورته ورواړوه ویې پوښتله :
- ولې پر هماغه ټاکلي وخت رانه غلئ ؟
- زړه مې نه کیده ....
ته وا چې دده پر زړه یې د تیره غشي ګوزار وکړ ، چیغه یې کړه :
- څنګه ؟ ایا کولای شي دغسې خبره خپل بادار جبیر ته وکړئ ؟
- نه ، نه شم کولای ...
- ولې ؟
- هغه مې بادار دي .... زه یې پر پیسو رانیولي یمه روزلي او پاللي یمه .
- او زه ؟ ایا زه ستا دبادار په څیر نه یم ؟
په کلکه یې ورته وویل :
- ته دا حق نه لري !
- ایا پوهیدلي شم چې ستا مېنه له هغه چا سره ډيره ده چې ته یې پر پیسو رانیولي او که له هغه سره چې له تاسره مېنه کوي ؟
یو څو شیبې چوپ وه ، بیا یې ورته وویل :
- اوس داسې انګیرم چې زما او ستا ترمنځ یو پلن دېوال رامنځ ته شوی ، زړه دې له ګډووډو او نا اشنا سوچونو ډک شو او زما په څیر کسانو ته په کې ځای نه شته ، ما اوس هغه ساده مخلصه او عاجز وحشي له لاسه ورکړ ..... زموږ تر منځ اوس د مېنې د دردونو او کړاونو اړیکې شکیدلي .... زه د بادارانو پرمېنه باور نه لرم .....
د هغې لورته یې خپل لاس ور اوږد کړ او ورته یې وویل :
- اي بې عقلې ....که ما چیرته ازادي واخیسته او له خپل مریتوب مې ځان خلاص کړ .... زه به ټول عمر ستا د مېنې ذلیله مريي یم ....
کله چې یې لاس د هغې اوږې ته ورسیده ، وریږدېده ورڅخه لېري شوه
- څه درپېښ شول ؟
- نه پوهیږم ... ما اوس په خپل زړه کې غمونه او اندېښنې کرلي ... ته چې کله د جګړې په مېدان کې وي ما ستا او ستا دخبرو په اړه سوچ کاوه په دې هر څه کې له شک او نا ارامۍ پرته بل هیڅ په لاس رانه غلل ... اوس له تا څخه ډاریږم ... همدا ته وي چې زموږ ښکلي اسمان دې له تورو رویځو ډک کړ ... هر څه پیچلي او ډارونکی دي ... دا ته یې چې ته ازاد او زه یوه پلورل شوي وینزه ...
په نه زړه یې ورته وویل :
- اي بې عقلې .... ستا له دې سره څه دي ؟ په دې اړه هیڅ سوچ مه کوه ، ته باید د یو کار په اړه سوچ وکړئ او هغه زما او ستا برخلیک . په کار ده چې واده سره وکړو او تل له یو بل سره واوسیږو ... زموږ تر منځ هیڅ ډول دېوال نه شته ... زه به کوښښ وکړم چې په پېسو دې ازاده کړم بادار دې چې څومره پیسې غواړي هماغومره به ورکړم .....
د ملنډو په بڼه یې ورته وویل :
- رانېسی مې ؟
- نو ولې ؟
نیغ ودرید ...
رښتیا زه ستا پر یوې خبرې هم نه پوهیږم او یوه خبره دې هم نه منم ... ښکاره راته ووایه ... ایا زما په اړه دې زړه بدل شوی ؟
- هو ...
دا خبره یې پر غوږو د تندر په څیر ولګیده ، بدن یې وخوځیده ، پښې یې وریږدېدي ، نږدې و چې راپریوځي خو ځان یې کلک کړ ، په نا ارامه غږ یې ورته وویل :
- ته هم د هغوې په څير یې .... ته پر ما زما پر غرور ملنډې وهي ، او په ازادۍ کې زما سترې تجربې ته په نه سترګه ګورئ ، تاسې ټول ما ته یو ځای شوي یي او غواړي چې ما له هغه سترې لاسته راوړنې څخه بې برخې کړي او دا ټینګار کوي چې ماته د احمق او سپک احساس راکړي ... له کله راهیسې دې دا سپین سترګي یاده کړئ دا خو نا اشنا اوښتون دی ما یې هیڅ اټکل هم نه کاوه ... زه چې کله مريې وم ته مې د خپل لاس ګوته وي اوس چې زه ازاد یم د هیچا تر واک لاندې نه یم نو څرنګه زما د خوښې پر وړاندې ودریږئ ؟
په نه زړه یې ورته وویل :
- پریږده چې سوچ وکړم ...
- سوچ کوئ ؟ څنګه ؟
- زما خپل بادار هم نه شي کولای چې ما له سوچ ځینې محرومه کړي .
- پر تا خو به شیطان څه اغیز نه وي کړي ؟
- ته خپله شیطان یې .... ستا ځان ته پام دې ... که ته چیرې په ځیر اینې ته وګورئ وبه ډار شي چې پر تا څه شوي .... ستا هغه کتل چې ما به په کې شوق ، عاجزې او مېنه لیدله ټول بدل شوي اوس راته ورکې کینه ، ګواښ او داړل ښکاري ... ستا ساده او نرم مخ اوس راغونج شوي او د داسې انسان څیره دې خپله کړي چې تل د داړنې ، ټوپ او برید په حال کې وي ... ان تردې چې هغه معصومې خبرې دې هم ټولې مسخه شوي او د امرونو بڼه یې غوره کړي ... اه ... ته چیري یې ؟ زه خو ستا په لټه کې وم خو پیدا مې نه کړی ... هغه پخوانې سړی چیرته دې چې زما ژوند و .... اوس او راتلونکی یې راته پر شین بڼ اړولي و .
په نا ارامه غږ یې ورته وویل :
- ذلیل مريې خوښوئ ؟
- هو ..
- دا له خپلو همجنسو سره یوه سپکه خواخوږې ده .... اي دمریانو توکمه دا مو د خپلو نیمګړتیاوو او رذالتونو نمانځنه ده .... تا ته اوس رخه درځي چې ما خپله ازادي او درناوې تر لاسه کړې ...
مخ یې له قهره تک سور شو ورته یې وویل :
- ته یوازې د خپل ځان په اړه سوچ کوئ ...
- زه ؟؟
زه پوهیږم چې ته دمېنې په اړه دومره سوچ کوې چې یوازې ستا تنده خړوبه کړي ، ذات دې ثابت او غرور دې وده وکړي ... زه په دې هر څه پوهیږم ...
- زه ؟؟
- ته حق او باطل ، حلال او حرام نه پیژني .....
- څرنګه ؟
- دا هماغه خبرې دي چې تا یوه ورځ په یوه ټکي کې راخلاصې کړې وې .
- ستا د سپکولو نیت مې نه وه ....
- ته اول ځان سپکوئ او بیا ټول خلک ....
هغې ته ورنږدې شو او په ډیره عاجزې ورټیټ شو ورته یې وویل : ته زما ازادي او ژوند یې ...
- وحشي لاس مه راوړه ...
له لیونتوبه ډکه چیغه یې پورته شوه
- زه کولای شم چې له ځمکې سره دې هواره کړم ...
- هیڅ به په لاس درنه شي ....
- او پایله ؟؟
- دا زما کار دې ....
خپلې غښتلې مټې یې ورنه راتاو کړي ، په زوره یې سینې ته رانږدې کړه او هغې چیغې وهلي زور یې کاوه غوښتل چې په خپلو کمزورو لاسونویې له ځانه څخه لري کړي چیغې یې وهلي :
- اي وحشي ....
- زه تا دې حماقت ته نه شم پریښودای ....
هغې همداسې زور کاوه ، ان تردې چې د وحشي لاسونه ستړي شول ، ساه یې سوره شوه ، ځان یې ورڅخه خلاص کړ ورته یې وویل :
- زه ستا ازادۍ او فکر ته په سپکه ګورم ....
- داسې انګیرله چې بدن یې اور اخستي وي ورته وویل :
- هلته لکه چې بل سړی هم شته .... ؟
- هو ...
سر پرې وګرځید ، هیڅ یې نه لیدل ، دبدن ګرمې یې پر یخنې ، خوله او د زړه پر درزا واوښته ، له خفګانه په ډکه لهجه یې وویل :
- څوک دې ؟
- په کراره وویل :
- محمد .....
- له وارخطايي چیغه کړه :
- څوک ؟؟
- زه شاهدې ورکوم چې له الله پرته بل معبود نه شته او محمد د هغه استازی دی. پر خپل ځای ودرید ، د ودریدو شومه یې نه وه ، پښې یې سستې شوي ، پر ځمکه کیناست ، سترګې یې ټیغې راووتي غوښتل یې چې څه ووايي خو خبرې یې په ستونې کې ونښتي ، چې دهغې اواز یې واورید
- وحشي دمحمد خبرې محرومو خلکو ته ډاډګیرنه اوهیلې وربښي ، دېن یې د خپلو ارزښتونو په څنګ کې ژغورنه هم لري .... که چیرې دغه ارزښتونه پر حقیقتونو واوړي پر ټوله ځمکه به سوله خپره شي او خلک به له نیکمرغۍ خوند واخلي .
له حیرانتیا یې چیغه له خولې ووته :
- ستا مخکنې خبرې خو ددې په څیر نه وي ،وړاندې خودې داسې خبرې نه کولي ، ستا له کړنو خو دانه معلومېده چې ته به ګوا داسې له ګواښه ډک پرمختګ وکړي .... زیرکتیا دې اوس دومره شوه چې تردې اندازې پټونه اوځانښودنه هم کولای شي .... ؟
په کراره یې وویل :
- دا رڼا مې په زړه کې ناببره راپیدا شوه... خو دا شک نه شته چې ځنیې پخوانې نښې او هیلې مې په زړه کې وي .... همدا فکرونه و چې وده یې کوله او لویدل ان تردې چې ودې لیدم چې د شهادت کلیمه مې وویله یوه شیبه غلۍ وه بیا وویل :
- ته د یو کس په توګه دخپل شخصي کوښښ له لارې دا هڅې کوی چې خپله ازادي تر لاسه کړئ .... ایا ته دا ګومان کوی چې دا به زموږ دمریانو په لویه قضیه کې کوم بدلون راولي ؟ نا شوني ده .... دلته دخلکو یوه ډله چې کوم روږدونه او ارزښتونه لري دا خپله یوه لویه ستونزه ده ... ستا غمېزه په دې سیندکې یو څاڅکی دې .... که وحشي او یا دده په څیر لسګوني نور ازاد هم شي بیا هم نیاو او ازادي نه رامنځ ته کیږي .... ټول ژوند موخه مې ټول نظام او بنسټ دې دا باید له سره بدلون ومومي .... او دا بدلون باید له دې ځایه ( سرته یې ګوته ونیوله ) پیل شي او بیا له دې ځایه (زړه ته یې ګوته ونیوه) پرته له دې چې کومه اندېښنه څرګنده کړي ورته وویل :
- وړاندې له دې چې جګړې ته ولاړشم ولې دې له دي څخه نه خبرولم ؟؟
- وخت یې مناسب نه و او بله دا چې سمې پریکړې ته نه وم رسیدلی ....
خپل لاسونه یې سره ومروړل له ځان سره بونګیده :
- بې عقله وینزه اوس فیلسوفه شوه ....
- وحشي د فلسفې په اړه څه نه پیژنم .... دا خبرې مې اوریدلي او زړه مې باور پرې کړي ، او زه یې دېوې امانتګرې په توګه رانقلوم ....
غصې پسې واخست خپل لاسونه یې پورته غورځول وویل :
- تا په مناسب وخت کې اسلام ومانه .... اوس کولای شي چې محمد ته ورشئ ... په ملنډو یې ورته وویل :
- په هغه لوې کامېابې کې ورسره ګډون وکړي چې څو ورځې وړاندې یې په احد کې تر لاسه کړي .....
له خفګانه یې خپل سروخوځاوه ورته وویل :
- پوهیږم چې قریشو دغه مېدان یوړ ....خو وحي محمد ته دا په ټینګه ویلي چې په پای کې به مسلمانان بري مومي ....
ملنډې یې پرې ووهلي
- داخبرې دلیل ته اړتیا لري …
- ایا د الله خبرو ته هم دلیل غواړئ .... دابس ده چې د وحي په بڼه راځي ...که ما چیرې پر الله او دمحمد پرنبوت ایمان راوړي وي نودې که بیا هیڅ نه متردده کیږم چې دقران پر ایتونو ایمان راوړم .....
له لاسه یې ټینګه ونیوله په زور یې راکش کړه :
- داخبرې چا درښودلې ؟
- هغه سړیو او ښځو چې مکه یې په سر اخستي ....او خپل اسلام یې پټ کړي شاته یې ورټیل وهله په بیباکې یې ورته وویل :
- بادار به دې له هر څه خبر کړم .... هغه مهال به بیا د بیلارو سرونه ورِغوڅ کړي اود لوي لار په سر به یې را ځوړند کړي ...
په لوړ او ځیږ اواز ورته لګیا شوه :
- د یونارینه په توګه دا کار کوئ ؟ دخپلې ازادۍ پړاو دې پر دوکه او چل پیلوئ او د نورو دازادۍ مخه نیسي چې ځان ته هغه ګروهه غوره کړي چې خوښه یې وي ماخو خپل راز درته ووایه چې زه پوهیدم ته به د الله لور ته راوګرځی او خپل اسلام به اعلان کړی ....
مخ یې ورځینې واوړه ، روان شو ... دتیارو په منځ کې یې تیندکونه خوړل نه پوهیده چې چیرې روان دې .... دا ورته جوته شوه چې مرګ ورته له دغه دروند او له رمز او معما ځینې له ډک ژوند څخه ښه دې .... هغه ژوند چې پیښې ورکې داسې کولې ووهي لکه سرکښه بادونه ....
کله چې خپل نوي کور ته ورسیده له اوږده سوچ څخه عاجز وه سمدلاسه یې جام ته ورمنډه کړله کیدای شي چې غمونه او حاضره اندېښنه یې ورهیره کړي