
نوراحمد عايل
د لرغون پېژندنې د امريکايي مجلې پاريډ د خبر له مخې د څرمنې تر ټولو پخواني بوټونه چې ٥٥٠٠ کاله لرغونتيا لري د ارمنيا (ارمنستان) هېوادپه سوېل ختيځ کې په يوه غار کې وموندل شول . دا بو ټونه د موسمي ادلون بدلون سره،سره تراوسه پورې روغ رمټ پاتې شوي دي،او عمر يې د مصر د دريو اهرامونو له جوړېدا څخه پخوا اټکل شوى دى.
څېړونکي وايي ،چې دا بوټونه د غوا له څرمنې جوړ شوي دي او د گنډلو له طرز څخه يې معلومېږي چې د څښتن په پښو کې يې پوره جوړ وو.
ددې نوې موندنې جزيات په (Plos One) خپرونه کې خپاره شوي دي.
د بوټونو منځ له واښو او گياوو څخه ډک دى. په دې اړه لرغون پوهان وايي: له واښو څخه دبوټانو په ډکېدا دا ګومان کوو ،چې څښتن به يې ددې لپاره واښه پکې اچولي وي چې خپلې پښې پکې گرمې وساتي.
څېړنکو همدا راز ويلي دي چې ډاډه نه دي چې دا به نارينه بوټونه وي که ښځينه، خو په هر حال سايز يې نسبتا کوچنى دى او په نننيو معيارونو تقريبا برابر دى ، دا ٣٨ لمبره بوټونه د( Areni-1) په غار کې چې ارمنستان او ترکيې په پوله پروت دى موندل شوي دي.
پوهان يې د زرگونو کالونو په تېرېدو د روغ پاتي کېدو په اړه وايي: د غار د ننه هوا يې ښه وه، يانې وچې او سړې هوا دا پوستکى ساتلى و.
دوى وايي چې ددې موندنې په باره کې يوه بله خبره داده، چې د غار خوله چې دا بوټان پکې ايښي وو، د پسونو په پچو پوښل شوى وه.او همدا پچې وې چې بوټونو ته د هر ډول زيان رسېدلو مخه يې نيولې وه.
ډاکټر ران پيناسي د (University College Cork Ireland) پوهنتون پروفيسر او د موندونکې ډلې مشر وايي: موږ په لومړيو کې فکر کاوه چې دا بوټان او نور هغه څه مو چې په دې غار کې پيدا کړي دي ،کېداى شي شپږ اووه سوه کاله لرغونتوب ولري ،ځکه چې ډېر روغ او سالم و، خو کله مو چې د انگلستان په اکسفورډ او د امريکا په کاليفورنيا کې په دوو،جلا،جلا ازميښت خونو کې تر څېړنې لاندې ونيول ا، متوجې شوو، چې دا بوټان له هغو بوټانو څخه ،چې د کنگل د وخت خلکو پښو کول، څو سوه کاله پخواني دي.
ياده دې وي، چې په دې غار کې نور لوښي او کپړي هم موندل شوي دي.