اسامه مړ شو او که ووژل شو

اسامه مړ شو او که ووژل شو
محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
  دروان  زېږديزکال د مۍ په دوهمه چې د لمريز هجري کال  دغويي له دولسمې سره سمون خوري  سحر   دکابل په وخت پاوباندې او ه بجې مې  له تلويزيون څخه د بريک نيوز (بيړني خبر )اعلان واورېد ورته څک شو . خبر داسامه دوژل کېدو په اړه  ياهغه  موضوع  وه   چې ښايي رسنيو په خپل تاريخ کې بل هېڅ خبر هم دومره ډېر تکرار کړى او شاربلى نه وي
  تراوسه يقيني نده چې امريکايانو دې اسامه  په مدې نېټه  په ايبټ اباد کې دځانګړوځواکونو په کماندويي عملياتو کې وژلى وي .
نښې او قراين داسې دي چې په دې نېټه  دپاکستان په ايبټ اباد کې  يوه مهمه  استخباراتي سناريو  دنړيوالو دتېروېستلو لپاره   نندارې ته وړاندې شوه .
دا دومره مهمه او مرموزه سناريو وه چې آن دپاکستان حکومت يې  دهغې ټولې بدنامۍ سربېره چې ددې سناريو دعملي کېدو او اجرا  په پايله کې دې حکومت ته مخ کېده  ددې ډرامې منلو  ته چمتو کړى وو .
زه داسامه دژوند دعوه  نه کوم  زه باوري يم چې هغه نور پدې نړۍ نشته  خوددې دعوې منل هم راته  ستونزمن دي چې  داسامه په څېر مهم شخص   ځينو ته نړيوال اتل او ځينو ته  نړيوال دښمن  چې ترهرچا ډېر پخپله امريکا ترې هومر اوګېل ګمېش جوړ کړى وو  دې دهغه ستر دښمن  په لاس له پنځلس کلن انتظار  ، لس کلنې لښکر کښۍ، زرګونو انسانانو  او يونيم زر ميلياردو ډالرو لګولو وروسته مړ شي خوبيا دې چاته دهغه مړى هم ونه ښودل شي .
زه پدې اند يم چې که امريکا ته په رښتيا هم داسامه مړجسد په لاس ورغلى واى نو دخپل نوم او رسنيزې جګړې او ګټې اخستنې لپاره به يې هم  څو ورځې په تلويزيزنونو کې ښوده ، او آن  هغو امريکايانو ته به  يې  چې دسپتمبر ديوولسمې په پېښې کې يې دکورنۍ  غړي وژل شوي  داسامه مړى په ډبرو دويشتلو لپاره سپارلى وو .
که امريکايان وايي چې بشريت ته داحترام په خاطر يې  داکار نه دى کړى نو له بشريت او انسان سره ددوى چلند خو موږ په ګونتانامو ، ابوغريب او بګرام کې وليد.
 کله چې  هغوى يواځې  له القاعده سره په  اړيکو يو تورن  لوڅ لپړ کوي ، هغه سزاګانې ورکوي چې قلم يې په ليکلو او ژبه يې په ويلوشرمېږي نو آيا دالفاعده دمشر دجسد داحترام ادعايې منل کېږي.؟
که فرض کړو چې دآجسد يې اسلام ته په احترام ژر ښخ کړ نوولې يې دهغه ورثه وو ته ونه سپاره . ولې يې رسنيو ته ونه ښوده ؟
داخبر په کراتو مراتو په رسنيو کې خپور شوى  چې اسامه دبډوډي سرطان درلود اولکه دايران استخبارات چې په يقين سره دعوه کوي ښايي هغه څو کاله وړاندې  په طبعي مرګ مړ شوى وي  او دامريکا سي اى اې او اف بي اى ته اوس دهغه مړينه يقيني شوې وي  خوداچې هم پاکستان او هم دالقاعده مشرانو دهغه مړينه پټه ساتلې وه نو امريکايانو له دې چانس څخه ګټه واخسته ، دمړ خيالي ښامار  په جسد پسې يې  تورې را ووېستې او داکرېدېت يې ځانته منسوب کړ.
زما په اند پدې خاطر چې پاکستان اوالقاعده دواړو هغه وخت داسامه مړينه او په پاکستان کې دهغه شتون  پټ  کړى و  نو اوس يې له شرمه نړيوالو ته حقيقت نشو ويلى .او مجبور شول چې   پټه خوله پاتې شي .
ځينې وايي چې دامريکا کوماندويانو په لاس  داسامه وژنه  دهغه مېرمنو او بچيانو تاييد کړې ده  پوښتنه داده چې  دکومې خپلواکې رسنۍ استازو  په ازاده او له فشار څخه په پاکه فضا کې له هغوى سره مرکې کړي دي .
هغوى خو اوس هم دجلادانو او سوداګرو په لاس کې دي .. هرڅه چې دوى وغواړي دهغوى له خولې يې راوباسي .
کېدلى شي چې داسامه کورنۍ به په ايبټ اباد کې اوسېده او عمليات به هم  پرې شوې وي خودا دلته داسامه دشتون په معنى نده .
بله دحيرانتيا خبرداده چې  امريکايي چارواکي وايي داسامه کورنۍ يې ځکه له ځان سره بنديان بونه تلل چې ګويا له دوى سره په چورلکه کې ځاى نه وو او دڅلورو چورلکو له ډلې يې يوه چورلکه دتخنيکي عوارضو له کبله راولوېده . پوښتنه داده چې په دې درې الوتکو کې  ديوه اضافي تن ځاى هم نه وو . آيادڅلوېښت ميليونوډالرو  په لګښت  داعمليات دومره خام سنجول شوي وو چې دبنديانو دلېږد پيشبيني هم پکې نه وه شوې ؟
باخبره سرچينې وايي دامريکايانو کومه   چورلکه چې په ايبټ اباد کې ولوېده  لامل يې تخنيکي عوارض نه، بلکې داى اس اى توغندى وو ،ځکه چې  دعملياتو په پيل کې دسيمې پاکستاني استخبارات او چارواکي له ډرامې خبر نه وو  او ددواړو ترمنځ جګړه هم وشوه .
که داسامه فرانسه مېشتى او يا ايټاليا ميشتى زوى  له امريکايانو دخپل پلار  مړى  غواړي او امريکايان دادليل وګرځوي چې  ګوندې هغه هم دخپل پلار وژنه تاييد کړې  نو دا هم دمنلو نده ځکه چې ټولو ته څرګنده ده اسامه په داسې حال کې وو چې بايد آن له خپلو داډول زامنو سره هم اړيکې وشکوي دوى هم دسپينۍ ماڼۍ په خبرونو تکيه کړېده .
هغه موده اودعمان په  سمندر  کې داسامه دمړي دغورځولو جريان چې امريکا يې حکايت کوي  هم پوښتنې راپنځوي . ځکه دوى وايي چې دې  عملياتوڅلوېښت دقيقې وخت ونيوه او داعمليات  ، بيا له ايبټ آباد څخه په هليکوپترکې جلال اباد او يا بګرام ته  داسامه دجسد انتقال او دلته ډي ان اى معاينات اوبيا له دې ځايه دعمان سمندرګي ته دهغه دجسد رسول اوهلته غورځول ټول په درې ساعتونو کې ترسره شول ،که څوک دامني نو داوباما په وينا بايد اعصاب يې په روغتون کې تداوي شي ،. دعمان سمندرګي ته ايله  مسافر وړونکې الوتکې چې دهليکوپتر په پرتله څو چنده ګړندى مزل لري  له کابل څخه  په درې ساعتونو کې رسېږي .
 په ايبټ آبادکې چې دسياحت  او تفريح ساحه ده   اوبيا په  داسې  سيمه کې چې دپاکستان دنظامي اکاديمۍ  په نيم کيلومترۍ کۍ دې پرته وي دداسې چا شپږکاله پر لپسې ژوند چې ټولې نړۍ ته يې  دجنګ ټټر وهلى وي او اړ وي چې هره ورځ  خپلو مجاهدينو او ملګروته قومانده  ورکړي ، هغوى اکمال کړي  له جنګي ،منطقي او سياسي پلوه ناسم ښکاري اود اسامه  په اړه چې دامريکايانو په  وينا دومره جنګي شخص او پوځي ماهر وو چې پنتاګون ، سپينه ماڼۍ او  نړيوال سوداګريز مرکز يې ويشلى     او ددومره پيچليو عملياتو پلان يې جوړولى او عملي کولى شو داسخته ده چې څوک داومني چې شپږکاله دې هغه په همدې يوه له استخباراتي پلوه  حساس اودسياحت له پلوه  رسوا  ځاى کې تېر کړي وي .
 
په هرحال . دامنو چې اسامه نور ژوندى نه دى عاقبت يې هم الله ج ته پرېږدو
داچې امريکا يې مړينه اوس ولې اعلان  او داډرامه  پلې کړ ه  ګڼ لاملونه لري  چې که تفصيلي بحث پرې کوونو مقاله اوږدېږي په لنډه دومره وايو چې اوس دامريکا دولسمشرۍ منځمهالې  ټاکنې   رانږدې دي ا واوباما بايد درايو لاس ته رواړلو لپاره امريکايي ولس ته يوه لاسته راوړنه وښيي .
اوباما اعلان کړى چې دروان کال دجولاى  له پيله به له  افغانستان څخه دخپلو پوځونو وېستل پيلوي  که څه هم داپرېکړه  په  افغانستان کې له دوى سره  دکلک مقاومت له کبله شوې خوامريکايي ولس حق  درلود چې  له چارواکيو يې پوښتلى واى چې  نه مو اسامه وواژه ، نه مو القاعده او ددوى په وينا تروريزم ختم کړ نو دڅه لپاره تللي وئ او ولې بېرته تش لاس راغلئ ؟
دنړيوالو رسنيو په وينا . امريکا هر کال په افغانستان کې يو نيم سل ميليارده ډالر لګوي   او هرکال يې له زرتنو ډېر عسکر دلته وژل کېږي چې  امريکايانو ته دامالي او ځاني  زيانونه دزغملو ندي ددې جګړې داغيزې له امله يې دفقر سلنه څلوېښت لوړه شوه  او څوڅوځله  دافغانستان دجګړې پر ضد لاريونونه وکړل  نو امريکا اړ وه چې دهغوى دچپولولپاره هغوى   ته خپله لاس ته راوړنه وړاندې کړي . چې داسامه ابن لادن وژنه هغوى ته ستره ډالۍ بلل کېږي