دې زیړمازدیګري کې سپین مرغان څپې څپې شول
په خیال کې مې جانانه ستا زلفـــــان څپې څپې
شول
ملنګ یم ســـتادســــــترګوهرزیارت باندې ګرځېږم
دبرکلـــــي ګودرله مینان څــــپې څپــــــــــې شول
سرې پاڼې دګلاب سهــــارنـــــــسیم ورسره یوړې
دکاپ دغره لمـن کې ښــــــــاپریان څپې څپې شول
دنیمې شپې په غــــــیږکې مست رباب دآدم خان وو
ناڅاپه مې په زړه کـــــــې سره لبان څپې څپې شول
ای زمادوفاســــــتوریه ته یوڅوشـــــــــــېیې دمه شه
په غیږه دسپوږمـــۍ کې سپین ګلان څپې څپې شول
لږپام کــــــوه کماله دګودرترغاړې ناســــــــــت یې
پرون دلته دحسن ښاماران څپــــــــې څپــــــې شول
کابل داراکوزیا راډيو
وروستي