غزل

نن مـــــې په ژړا اوښکــــــې خندا وکړه
درده ســـــتا ګیلـــــــو ته مـــې دعا وکړه

عشــــق مـــــــې دازل د پاڼو کرښــو کې
ژوند ته د عـــدم په ویر رضــــــــا وکړه

سوزې به ډیـــــــوې د تیارو غـــیږه کې
اوښکـــــو دې لمـــــبو ســـــره جفا وکړه

رنګ مـــــې د ارمان په لمـــــبو پـریولو
سترګو چې وعــــدو ته نن ســـــبا وکړه

وخت به خود تمبـــیږي د هـجران په پلو
تا چې یې په مــــــــخ د رنـــځ ادا وکړه