سفر


يو ملنګ پيران پير په لاس لكړه
پر اوږو يې ول_ول څڼې را پرتې وې
په څېره كې يې مرموز اسرار پټ كړي
دواړو سترګو كې يې زر پټې كيسې وې
***
يو مريد و ورته ناست تر ونې لاندې
قصيده يې پخوله له مرشده
ويل يې حق ته رسېدل اسم اعظم دى
د هستۍ د راز مانا هم پټه نه ده
***
ويل يې ځار دې شم زما پير پيرانه
ټول ذكرونه مي پوره كړل له كتابه
د ښاما ر له جنګه اوس راغلمه خود ته
قصيده كې شومه تېر له لوى دريابه
***
ته خو پاك په كرامت يې زما پيره
قصيده كې چې يو ځل له هوشه ولاړم
سور له اوره يو شيطان مخې ته راغى
بد خبر يې ما ته راكړ چې اوس ژاړم
***
ويل يې ستا تقدير له اصله دوزخي دى
خلاص به نه شې په اويا ځله ژوندونه
د سقر لمبې و تا ته انتظار دي
يې عاجز د خپل تقدير له اوښتونه
***
هغه اور چې ازلي ستا په قسمت دى
بل بنده يې لايق نه دى زماياره
ځه د خپل تقدير كاتب نه تپوس وكړه
چې يې ولې درته كښلې دغه لاره
***
نو كوربان شم زما پيره دستګيره
د شيطان له وسوسې نه خلاصون غواړم
د قسمت او د تقدير په راز مې پوى كړه
له دې بلې مرحلې اوښتون غواړم
***
پير و ډوب په تفكر كې چيرې تللى
بر افق كې يې ګنډلى خپل نظر و
يو ناڅاپه يې مريد ته وكتلې
دې كتو كې څه عجيبه شان اثر و
***
ويل يې لاس راكړه چې لرې چيرې ولاړ شو
د مجاز له دې دنيا نه ځان پناه كړو
حقيقت د اوو سيندونو شاته پټ دى
په اخر سر د دنيا كې يې پيدا كړو
***
پير را پاڅېد، څرخ يې وخوړ او را تاو شو
يوې پښې ته يې درب وركړ مستانه شو
مريد هم ورپسې ګام واخيست چټك شو
نامعلوم لوري ته دواړه روانه شوو
***
اوږد سفر و، شپې او ورځې به روان وو
له ځنګلونو وچو دښتو نه پناه شول
مودې وشوې چې له خلكو څخه هېر شول
تېر د خيال او د خوبونو له دنيا شول
***
يوه ورځ چې دواړه وږي وو نهار وو
مريد واخيست اجازت چې څه پيداكړي
يو كبلى يې د غرڅې په دام كې ونيو
چې مړه ورباندې ګېډه بېنوا كړي
***
له كبلي سره خپل پير ته چې راستون شو
ويل يې ځار شم غرڅه ګۍ مې ده نيولې
تې په خپل پاك مبارك لاس كړه حلاله
چې اروا يې په جنت كې شي آغلې
***
پير ويل، زه به يې حلاله كړمه وروسته
خو په دې دښته كې چيرې هم اور نه شته
وايه څنګه او په څه به يې پخه كړو
دلته سكور او نغرى نه شته دى كور نه شته
***
چې پرې اور په وچو خسو باندې بل كړو
ځه پيدا چې څه لمبه يا څه سپرغۍ كړو
چې پخلي ته يې نغرى د اور تيار شو
بيا حلاله به نازكه غرڅه ګۍ كړو
***
مريد وكتل تش لاس حيران ولاړ و
دلته اور دلته سپرغۍ به شي له كومه
په دا هسې لوى بيابان كې خو څوك نشته
دومره لرې ډېوه ګۍ به شي له كومه
***
ويل كوربان شم زما پيره دستګيره
وايه اور له كومه ځايه را پيدا كړم
كرامات دې راڅرګند كړه په بيابان كې
څه نوا چې د دې ګېډې بېنوا كړم
***
پير ويل هاغه لرې خړه غونډۍ ګورې
د هغې شا ته كلا ده برجوره
د دنيا آخر، هماغلته دوزخ دى
هلته ورشه اور وغواړه بختوره
***
د دوزخ د كلا ور دې چې ټك_ټك كړ
پاسبان د جهنم به را بهر شي
هيبتناك او غوسه ناك مګر سخي دى
څوك چې ورشي نو حاجت يې مقرر شي
***
هلته ډيرې دي لمبې ډېر ډېر اورونه
وايه لږ څه لمبه راكړه چې اور بل كړم
غرڅه ګۍ چې پرې پخه زه او ملنګ كړو
نو دوزخ به پرې د ګيډې ال او مل كړو
***
مريد موسك شو، د غونډۍ پلو روان شو
په كمزوري ځان يې پورته كړل ګامونه
لږ څه لرې د غونډۍ شاچې ښكاره شوه
ويې ليدل دنګ دېوالونه اوبرجونه
***
هيبتناكه سره بخن يې دېوالونه
د لمبو له تاو يې جوړ واړه برجونه
د دنيا اخر منزل و مريد، ستړى
په لړزا_لړزا يې اخيستل ګامونه
***
شېبه وروسته د كلا مخ ته ولاړ و
له هېبته يې بدن ټول ناكرار و
يوه توره د پولادو دروازه وه
زنځيرونه يې د سرپو صد هزار وو
***
په ډار_ ډار يې ګوتې پورته كړې زنځير ته
يو دروند غږ د شرنګهار د دروازې شو
مريد ويرې نه پر ځاى لكه ډبره
يو ناڅاپه غرهار د دروازې شو
***
په درانه غږ پولادي دروازه وا شوه
تپ او دود ورنه راووته بهر ته
چيرې لرې د ځګرويو چغو ږغ و
مريد هك حيران ولاړ و دې محشر ته
***
دروازې نه بدهيبته سپاهي ووت
دواړه سترګې يې سرې_سرې لكه انګار وې
مخامخ شوې د مريد په څېره خښې
وې حيرانې دغه سترګې هم په قار وې
***
ويل يې څه دي مساپره ته څه غواړې
اجل كوم ځاى نه راوستى يې بدبخته
يم حيران څنګه ژوندى دلته ولاړ يې
دې كلا ته د راتلو لاره ده سخته
***
د خپل نفس اووه دوزخونه به دې پالې
د ګناه سل بيابانونه به وهې ته
خداى دركړې عاطفه به زړه كې وژنې
په دې سختو لواړو لارو چې راځې ته
***
مګر ته خو لاژوندى دلته ولاړ يې
وايه څه ته دې زما دروازه وا كړه
دلته څه غواړې بې سره لېونيه
وايه څه له دې همه دنيا ته شا كړه
***
مريد وويل زما درته سلام دى
لاروى، د حقيقت په لارو سر يم
د خپل پير په توكل باندې روان يم
له دنيا او له عقبا نه ناخبر يم
***
زه او پير په بيابان پاتې نهر يو
يوه ځوانه غرڅه ګۍ مو ده ښكار كړې
اوس په اور پسې راغلى يمه دلته
كه ته راكړې د لمبو يو څو بڅرې
***
بس د اور يوه شغله راكه ښاغليه
چې پخه كړو پرې خوږه دغرڅې غوښه
بس چې لږ شومه پيدا كړو په بدن كې
بيا به پيل كړو مزل په خپله مخه
***
پاسبان د دوزخ سترګې كړې پرې بندې
ويل يې ته يې تېروتلى مساپره
دلته هره كوچنۍ سپرغۍ حساب ده
دلته هر څوك په خپل اور دى شعله وره
***
دلته هيڅ اضافه اور دوزخ كې نه شته
دلته هر دوزخي خپل اور دى راوړى
د هر چا خپله ګناه دلته بليږي
دلته هر عاصى دى خپل تقدير جوړ كړى
***
دلته څومره ګناهونه هومره اور دى
دلته څومره چې ظلمونه هومره شور دى
په دنيا كې هر قاتل په خپلو لاسو
له لمبو نه آباد كړى دلته كور دى
***
زما د هيچا د ګناه په اور كار نه شته
زما په لاس كې يوه تشه شغله نه شته
تا ته تش لوګى هم نه شم دركولى
زما د نورو له اختياره چاره نه شته
***
دلته هيچا ته موږ اور بل كړ ى نه دى
دلته هيڅ دوزخي مور نه پيدا نه دى
هر سړى يې په خپل لاس بلوي ځانته
دلته سكور هم د بل چا په سودا نه دى
***
دلته هر څوك له خپل اوره ګريزان دى
يو ساده لېونى ته يې چې اور غواړې
په خپل ځان كې دې لمبې د عصيان بلې
د ګناه اور دې بس نه دى چې نور غواړې
***
ځه ورځه دلته دوزخ دى خو اور نه شته
كه راځې نو خپل عمل لكه اور راوړه
دلته هيڅ يو سپين تقدير راتللى نه شي
د اختيار په سكور دى ځانته څه تور راوړه
***
دلته رحم د خداى، بل اورونه مړه كا
بنده ګان يې د اختيار په خسو بل كا
چې هرڅوك د سوزېدو لپاره راشي
په ناچار يې خپل عمل ورسره مل كا *
۷_تله_ ۱۳۸۶
*. له ښاغلي اسد الله غضنفر نه په مننه چې د دې كيسې يو روايت يې راكړ.