شي لالا مې له اغا مشر دی .

د اوړي ټکنده غرمه وه.په کوڅه کې د ديواله سوري ته  دناستو سپېرو ماشوانو شور وه. زه ښوونځۍ ته روان وم. وروګرځېدم دوه٬دریوو یی خندل او بل یې په یوه نفس ویل ريښتیا وایم٬ريښتیا وایم.ما ترې وپوښتل څه ريښتیا وایی؟ شي لالا مې (شرین لالا)له اغا مشر دی.په څه وجه دې مشر ورور له پلاره لوی ده؟پدې څه هغه قوي ده٬خپل مست خر په چارنالو ځغلوي او  په چپي غوایی هم قلبه کولی شی.                                     د رسنیو له لارې مې اورېدلې چې د افغانیت تقدس د عبدالله٬امرالله صالح او قوماندان عطا په نازکو ګل انداموبدنو درانده شوی.نوځکه یې له افغاني پتمن کولتور او هویت نه اوږې  سپکې کړي.جهاد چې د یني فریضه ده.او دوي ځانونه د دین ضمه وار نوموي.نو باید چې د میلونونو مسلمانو پلارونو په څېر دخپلې  کورنې مشرتوب صفت  په کې وي.  که چېرې دچا لخوا دکوژدې٬واده او یا ختم بلن لیکونه د نوموړ پر ځاي د دوی د کورنې د کشرانو په نومو ولیږل شي.یا کوم څوک د کومې پېښې په اړه لومړي یی له کشرانو او بیا له دوی سره مشورې ته ورشي.یقیناً چې د مقابل لوري کړنه په خپل کورکې لاسوهنه٬ د کشرانولمسونه او دځان سپکاوي ګڼي.او حق یې همده پدې چې دا د غمازۍ کړنه په کورنې کې د شر اچونې تخم کري.                                                           مغرض په خپل هنرسره په کشر باندې پټې ملنډې په ښکاره درناوي کې نغاړي.پدې چې دمشرسپکاوي کورنۍ شمول دي.خوکشر چې د ستیج سر ته د ختلو په نشه کې ډوب وي. دکورني بې عزتي دځاني عزت په ګټلو ویاړ ګڼي.دمشر دون همتي او د کشر بې حیاګي دغرض کسانو ته جرءت ورکوي چې ټوله کوره نۍ یې په ولس کې بې حیثیته کړي.     د اسلام دمبین دین له نظره مشرانو ته نه درناوي حرامیتوب ده. دغماز لخوا په کشر د حرامیتوب ټاپه وهل لا بل پټ دروند ګذار وی.                                                 له هغه پیل نه تر ننه اکثریت افغان ولس د ټلوالې اوکرزي دا لس کلن حکومت پردی ګڼي.پدې چې دمتضادو افکارو٬متخاصمو ډلګیو دغلامانه ذهنیتونو او دپره دیو دڅارګرو ادارو لخوا د روزل شوواجنټانو کثیرالخاینه مجموعه ده.چې د جرمني د بن په ښار کې د بادارانو په نوښت وصل او په کا بل کې نصب شوي مذدور بانډي دی.خو دوی د بې وسه ملت ریښتني نظردځواکمن بادار د وسلو په زور باطل ښيي.غلامي او جاسوسي په جهاد اخېړه وي.حکومت کول دځانو روا حق بولي. نمایشي بېړه نې لویه جرګه٬او دوه د ولسمشرۍ او دوه پارلماني درغلنې ټول ټاکني د غلام حکومت د مشروعیت څلي ښیی.   اوس دې کرزي اوعطامحمد دخپلو ادعاوو سپیاناوی رعایت ته وکړي چې په ريښتیا یې حکومت خپلواک٬ مشروع او منلي دي؟که وي نوڅنګه امریکایی سناتور جانکېري بې ادبي کوي .د ولسمشر٬د کابینې د غړو او دپارلمان داستازو پرځاي نیغ والي ته ورځي او لومړۍ کتنه ورسره کوي.جانکېري په رسمي چارو کې د سلسلې په مراتب او په دیپلو ما تیکو اوصلو ښه پوهېږي.که چېرې نه پوهېږي ولسمشرکرزی دې د افغان دولت د وقار د اعادې لپاره خپل امریکا یې سېال ته اعتراض وکړې.ترڅو د استازي د ناوړې کړني له وجې بښنه وغواړي او بل څوک دېته ورته عمل ونکړي.همدارنګه کرزی خان دې له عطا وپوښتي .ته له هغه سره هم ټولګي وال پاتې شوی یې؟ کله مو د مېوي په منډه یې کې خټکي سره پېر او پلور کړي؟ دسنګر انډیوالان یی؟ د پلارو مو سره وروري وه؟ خېښي سره لرې؟ ته د هغه یا هاغه د تا په ژبه پوهېږې؟کورني٬قومي٬دیني اړیکې سره لرې؟په کامل یقین څه د هغه ځواب نه ده.نو ښیه غلامیه څه پټ پټانکي ورسره لري. پرته د افغانستان له پلورنې.اجیران غږ پټه وي خو بوی یې خوریږي.                      د ټلواله په اند به( شي لالا له آغا مشر وي)پدې چې له هغه نه  د جاسوسۍ زړه اوپخه سابقه لري.د مسلمان٫هندو٫عسوي٬کمونست اوکپټال بریالي رولونه لوبولي.د ملي هویت اوملي ګټو ښه دلالي کوي.هم د وسلو اومخدره موادو قاچاقبردي هم د شمال واکمن .هم ملکې کارپوه ده اوهم پوځي؟اساسې قانون په پښتنو تطبیقه وي٫خپله يې لغطه وي . همدا دعطا دټلوالې زور ده چې کرزي ولسمشر دی.که امریکایانو کړي زموږ په خوښه سوی. تېره اونۍ عبدالله او صالح د ټلوالې د لنډغرانو په ډرسک کې له کرزي نه د عدالت غوښتنې سربېره ګوت څنډنه هم وکړه چې د ورور په ویلو طالبا نوته کاذب شهرت مه ورکوه.هغوی دملت دښمن دي لاسونه یې د خلکو په وینو سره دي.                          نوموړي که د ابلیس لاره ویان نه وي.اوس دې د کرزي له والي هم ورته مطالبه وکړي. چې دکوم عدل اوانصاف له مخي د نورو ۳۳ والیانو څخه ځان برتر ګڼي٬د والي پرځاي دهېواد مشر رول لوبه وی. ترې ودې پوښتي که د والي توب په مکلفیت او صلاحیت نه پوهېږې.دنده پرېږده او که پوهېږي ولې دې حد نه پېژنې.داخو حرامیتوب ده چې له مشر نه وړاندې غوزې.خو د شیطان د مریدانو په تعبیرعدالت دادې چې دپښتنو په سیمو کې جګړي سړه نشي.د ورځې دې لس-شل مړه پنځوس شپېته دې ټپیانېږي.او دوي دې د قومي ډېرکیتوب په موخه د ملت په روپیوخپلو نېشه یی ملېشوته ډلېز وادونه وکړي.له    ۱۳پښتنو مېشتو ولایتونه دې په کال کې ایله ۱۵۰۰ زده کونکي پوهنتونو کې شامل شې. تاجکان دې ېوازې دبدخشان نه په پورتنۍ شمېره پوهنتون ته لار ومومي.په ختیځ او سهیل کې دې لومړنۍ ښونځۍ د نامني له وجې همدا سې تړلې وي.او دوی دې دماشومانو دښې روزنې لپاره پخپلو سیموکې وړکتونونه جوړه وي. ټول پښتانه دې طالب او طالب دې ترهګر ونومول شې.ترڅو ښکېلاک او د دوی کاذبه واکمني او شهرت دوام وکړي او  پښتانه په فزیکي او معنوي لحاظ نابود کړي.                                                که کرزی په خپله عیبجن نه وي په زغرده به يې ورته ویلي وه. که د طالبانو لاسونه د خکو په وینو سره دي.البه تاسو ملت نیکمرغي ورکړي .لاسونه مو د هغوي په احساساتي اوښکو او دنڅاګانو په خولو لامده او د وطن د ابادۍ په دوړو سپېره دي. او بل تاسو کوم مشروع شهرت لری؟د معنوي٫دنیی علومو ډګرۍ لری.که یې لری عمل مو پرې کړې؟ اخلاص مو به کې ښوولې ؟د هېواد په ابادۍ( سړک٬پله د او بند په جوړه ولو  دشاړو ځمکواو دښتو په اباده ولو دنیالګيو په کښېنولو)پېژندل شوی یې او که دخلکو په هوسایني .خدای بښلې ناهيد خپل عزت د ژوند په بیه وژغوره٬د مزاراوسېدونکې زرمینه دا پنځه کاله ترۍ تمه ده٬په ماشومو نجونو او هلکانو دجنسي تریو ریکاټ ايښوول شوی٬ په شمالي ولایتونه د تاسو له وېرې دوه لکه پښتانه دالس کاله په کندهار او هلمند کې کې کډوال شوي.په تخار کې یې خپل جایدادو نه ورکوی٬ په میلونو جریبه دولتي ځمکې مو لاندې کړي.دا په میلونو پانګه او جایدات مو دلاسو په تڼاکو ګټلي؟                          ريښتیا خبره داده چې پرونې او نني دولتي ټول چارواکي د بهرنیو د څارګرو شبکو په خوښه د هغوي د رسنیو په فوکس ځلېدلي او زرغون شوی یو. پدي خو ښه یقین لری که یوه شېبه هغوی مخ بله خوا واړه وي لکه پیروتي چې دمیاشتو په دننه کې چنار له ستوني نیسي او سر ته یې ځان رسوي.  د یوي نازکې لنډۍ سړې څپۍ په راتلو سره وچیږي.او بند بند د چنار بېخ ته رالوېږي. موږ او تاسې به هم داسې نوم ورکي شو څنګه چې پخوا وو.
محمد نقیب تره خیل        بلجیم                                     ۲۳ -۲۰۱۱-۵