
یو ګل که سهار په
یوه بڼه اوماښام په بله وي اوڅو قسمه بوي ولري هرڅوک به یې خوښوي.همدارنګه که يوه
چوغکه په مختلفوغږونو رېز وکړاي شي.ستایونکي٫ خوښونکي٬ اوپېرېدونکي به یې ډيروي.خو که انسان یوه څېره٬ یوه ژبه او ټینګ
عظم ولري٬څنګه چې یي هغهسې
ځان وښيی بیانو دغوره صفتاتو نیک اخلاقو او د اتلانو له ډله څخه ګڼل کېږي. پوهه٬هنر٫کمال٫د هر انسان لپاره د مشروع شهرت اساس ږدي.عمل او اخلاص کول یې
پرکلي او بانډې پېژني٬د ملت د روښانتیا ٬ويښتیا او هوساینې په کاره ونۍ سره په ټول هېواد کې
مشهوریږي.افغان ولس ته که د قوم هر بچي د خپل فزیکي یا ذهني قوت په زیار څه ورکړي٬ولس ان پس له مرګه یې هم درناوي کړی او کوی یی.
په ۱۷۰۷ م کال کې چې
میرویس خان هوتک له صفویانو او په ۱۷۴۷تم م کال کې احمد
شاه دوراني د نادرافشارله مرګه وروسته ملت ته خپلواکي
واخسته په بدل کې ملت د واکمنو په صفت د منلو سربېره د نیکه او بابا لقبونو هم
ورکړل.د وزیر فتح خان او وزیر اکبر خان کارنامې ستایي او
پرې ویاړي خو د شامحمود٬شاه شجاع٬کامران٬ببرک په نومو
شرمېږي. پوره ۳۳کاله شوه چې هېواد مود باروتو٫ګولیواو بمونو په لمبو سور دي. د کاذب شهرت
په رنځ اخته کسان پرې پاستي پخوي .غواړي چې په
درغلو کړو سره خپل نا آشنا نومونه
دملي مشرانو په څېر د تاریخ درج
کړي. له شکه پرته تاریخ کې به یې یاد وشي خو د خاین او وطن پلور په نوم.که لوستي
دي او که نالوسي ټول سیاستوال شوي.چې په هر راز خیانت او خبیثت ځانونه په خلکو
وروپېزني ترڅو واکمن اوشتمن شي. پت٬عزت او وجدان یې د دولت او مقام په وړاندې لیلام
کړی.
نوموړي هيلې لري عزم نه٫ژمنې او
وعدې کی خو وفا پرې نه.په ویناوو اومقالو کې د ځاني زیار اېستلو او خولې تویه ولو
په وجه هېواد او ملت ته د
ودۍ٬پرمختګ٬سعادت څه نلري.دپخوانيو د نومیالیو د کار نامو بېلګي په بیا بیا اوروي .
د منطق په حکم د
ویناوال لخوا د تاریخي ویاړونو یادول اړین دي.پدې چې ملت د ښکېلاک ګرو په منګولو
کې ده.ترڅو هغوی پرتو ستونزو ته تسلیم نشي٫د حقارت٫اسارت اومرئيتوب فکرله ذهن لري
کړي.د نورو ملتونو سره ځان سیال وګڼي.او د لوړهدف د بري لپاره یې مورال او جرئت شي.نه چې دهغو په یاده
ولو بسنه وکړي٫د نن سر ځوړي د پرون په سر لوړي کې پټه کړي٬ د جذباتو په ښوولو روان ناورین ډېر اندک وښیی٬ ځان لارښود او د ستونزو علاج ګر وګڼي. چې داسې کړنه د ټولنې کړکېچ دحل
کېدو پرځای لا پسې ستونزمن او اوږده وي.
د کاذب شهرت کسانو د چوغکو نه
اړه ولې.دوي هر چا ته تمه لري. او هر تمه کونکي ته د هغه د خوښې او نظم برابر رېزکوي.که د ښې اړخو په مارکېټ کې دننه وي نو
ان د اندلس د فاتح( طارق رح ) په یاده ولو اوښکې تویه وي.او که د کیڼ اړخو سره ګیر
وي.نو بیا د مارکس٬انګلس په شان هر
غربې عالم د بېوزلو غمخور ګڼي د ستاینې له وجی یې د ملا مرۍ ماتيږي.که د ملت پالو
په حجره پېښ شي نوبیا لوي او تل پاتي
پښتون شاعر رحمن بابا د ژبې لاندي نیم غړانده هغه هم د صوفي په صفت یاده وي.خو د
تېر وېستنې په خاطر ستر خوشال خان دومره ستایې ته به وای چې بابا د ده په څېره را
ژوندی شوی. خټک بابا به څو ژبو کسانو څومره قهره ولي وي څه دا لاندې وینا یې
ورته کړې. چې دخولې لاریې یوه
د زړه یې بله په چاړه یې شه ځګر
شګاف شګاف دمظلوم ملت د ملاتړ خپلولو په خاطر د هغوي ترمخ ظلم او استبداد غندي٬په وېرجن حالت یی ژاړي. لېکن د مستبدو او ظالمو
چارواکو د خوښۍ په موخه ولس جاهل او ناپوه نوموي چې ولې د زړه سواندو اولایقو
چارواکو په قدر نه پوهیږي٬دهغوی کړه وړه په
ملت احسان ګڼي.که د ښکېلاګرو له خوا په سیاسي واک کې چوخ شي نود هېواد اشغال خپلوا
کي ښیی. خو د وطن سرښندویان چې د ژوند په بیه له ښکېلاکګرو خپلواکي ګټي .د موقف د
لاسه ورکولو په خاطر بیا ملي غورځنګ د وطن دښمنان نوموي.
داسې کسان چې په
دروینې٬درغلنې اود فساد په
هنرسیاسي واک ته ورسېږي.په حکومت کې اداري فساد٬ بډې اواختلاص حتمي او ضروري وي .پدې چې فساد د دوی
مسلک دي او د هغه په برکت دې مقام ته رسېدلي.
په خپل نظر جامع
اکمالات باید پدې پوه شی د ونې چې رېښې پرې شې تر ډېره پورې شنه نه پاتي کېږي د
ملت له پښوغورځیږيدو سره ډلې٬ټپلې اوافراد بیا
ژر ایره کیږي. جبران خلیل جبران
داسې خلک د ملتونو رنځ ګڼلي. وایې څوک چې ېوه دانه نه کري٬ېوه ډبره له لارې نه لرې کوي او ېو تار نه اوبي خوسیاست کوي دا کسان د
ملتونو رنځ دي.
محمد نقيب تره خيل بلجيم ۳۰-۴-۲۰۱۱