په هلمند كې د بولان د چرگانود روزنې فارم خصوصي سكتورته وسپارل شو

 دغه فارم د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د كرنې اومالدارى وزيرمحمد اصف رحيمي،د هلمند والي محمد گلاب منگل،په افغانستان كې د امريكا د نړيوال پرمختيايي ادارې مرستيال باب هيلراويوشميرنورولوړپوړوچارواكوگډون درلود خصوصي سكتورته وسپارل شو.
په دې مراسموكې د كرنې اومالدارى وزيرمحمد آصف رحيمي وويل چې دالړى به د هيواد نوروولايتونوته هم وغزول شي اود همدې چرگانونسل ته به په نوروولايتونوكې پراختيا وركړل شي.
نوموړي دا مهال په هلمند كې امنيتي حالت ښه وباله اوزياته يې كړه چې د امنيت له پراخوالي سره د كوكناروپه كركيله كې هم كموالى راغلى اوډيرى كروندگرو رواكښتونوته مخه كړې ده.


نوموړي داهم وويل چې ياد فارم دامهال د هلمند د اوسيدونكوديرش سلنه د هگيواو۱۰سلنه د غوښې اړتيا پوره كړې اونوموړى فارم په ۲۰۰۷ميلادي كال كې د امريكا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي مرسته جوړشوى دى.
د كرنې اومالدارى وزيردا هم وويل چې دا مهال دغه فارم په هره مياشت كې ۹۰زره چرگوړي او۷۵۰ټنه د چرگانودانه توليدوي چې په لښكرگاه اوولسواليوكې د ۱۲۰پلورنځيوله لارې پلورل كيږي.


په دې مراسموكې د هلمند والي محمدگلاب منگل د امريكا له مرستوڅخه مننه وكړه اوزياته يې كړه چې د امريكا خلكواودولت نه يوازې په دې برخه كې د پام وړمرستې كړې بلكې په نوربرخوكې يې هم د پام وړمرستې ترسره كړې دي.
 
 

د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر سره د لا زياتو معلوماتو يا پوښتنو لپاره په لاندنيو پتو سره اړيكه نيولاي شي.                                                       +93 (0) 794 936 486, +93 (0) 0706 047 912,   +93 (0) 799 534 053, +93 (0) 700 302 009 ګرځنده تليفون:                               mda_600@yahoo.com , hgmcpress.helmand.af@gmail.com , hgmcpress.officer1@yahoo.com ايمل ادرس