دعوت پر له پسې ۲۲۸ مه ګڼه خپره او له چاپه راووته

 
 
د دعوت د ملي او خپلواکې پښتو خپرونې وروستۍ پرله پسې ۲۲۸مه ګڼه په ۱۶ مخونو کې چاپ او خپره شوه چې په لاندې سرلېکنو ښکلې شوې ده.

  • رښتینی پهلوان  - ډاکټر محمد فرید بزګر
  • د طالبانو د اعلامیې هر کلی او یوه هیله ! – احمد شاه امین
  • افغانستان کې بیلتونه پالنه  - لومړۍ برخه - غلام جیلانی ځواک
  • شتمني، ټولیزه شتمني، ملي شتمني - عبدالغفور لېوال
  • تروریزم دولتي - استاد دوکتور ع. روستار تره کی
  • د )ځینو( پښتنو لیکوالو په ټیټه سویه افسوس پکار دی – ځواکمن
  • ژب سیاست او ژب پلان -  دریمه برخه - ډاکټر رحمت ربي زیرکیار
  • ډي پي اې: قومي کړکیچ مزارشریف ته خطر پیښ کړی
  • زه د افغانستان شهزاده یم - مطیع الله عابد
  • ملي اتله - رحمت آریا
د وریښمو کاروان
  • خمار -  نادرشاه
  • ټک و ټوک - امرالدین سرحد
  • غزل - ډاکټر حسن
  • نیتونه  - تواب ترابي
  • ټوکې - اسدافغان
  • ملامت خپله یو
انګلیسي برخه:
Manifest Hypocrisy… The nobel Peace Prize  by Bruce G. Richardson
 
 
د دعوت د دې ګڼې سرلیکنه کې لولو:
درې لسيزې جنګ،دسيسې، پښتانه او پوهه !!!

د هېواد د وروستیو څه باندې درې لسیزو تاریخ د وینو، وژنو، ورانیو، جګړو، جهادونو، مهاجرتونو، غلامۍ، سرښندنو، شهادت، میړانې، وطنپلورنې او.... کلونه دي. دا په دې مانا  چې افغانانو په خپل وجود دا هر څه لمس کړل، دا هر څه یې ولیدل او د دې هر څه قرباني شول.
د ازادۍ پتنګان د خپلواکۍ دښمنان شول او د  ناموس ساتونکي د ناموس دښمنان، د ولسواکۍ استازی د دموکراسۍ د دښمنانو دنده خپله کړه او....
د سولې راوستونکي او د ترهګرۍ دښمنانان پخپله تر ټولو ستر ترهګر شول او.....
خبره اوږده سر یی یو چې ټول د افغان ولس او په ځانګړي ډول د پښتون ولس په دښمنۍ یو تر بله مخکې شول او هیچا پر دې ولس رحم ونه کړ.
چا د اسلام په نوم حلال کړل او بل د ولسواکۍ او د بشر د حقونو په نامه.
د دعوت په تیره ګڼه کې مو د افغانانو په ځانګړي ډول د پښتنو په یووالی زور واچاوه او په دې ګڼه کې پوښتو چې: ایا موږ غواړو چې د سیالانو سره سیال پاتې شو؟ که جواب مو هو وي په څه ډول؟
اوسنۍ نړۍ چې ورځ تر بلې یې مزې ورکیږي او د نړۍ ولسونه یو بل سره نژدې کیږي په دې مانا که د افغانستان په یوه کونج کې څه پیښه وشي نړۍ ډیره ژر خبریږي او په همدې ډول د نورې نړۍ اقتصادي نژدیوالی د دې سبب شوی چې په یوه هېواد کې اقتصادی او سیاسي بحران طبعا نور تر خپل اغیز لاندې راولی او خپل تاثیر پرې شیندي. که ځان پوه نه کړو د نړۍ او هیوادنی کاروان دواړو به دیر وروسته پاتي شو چې اوس یې هم نښې نښانې د کور دننه او بهر ښکاره شوی دي.
پښتانه بیا هم په هر ډګر کې وروسته دی هم د نړۍ د نورو قومونو سره په پرتله کې او د هم د خپل هېواد د نورو قومونو او لږه کیو په وړاندې
څه باید وکړو؟
ایا یوازې په جنګ جګړو موږ کولای شو خپل ولس هوسا کړو؟
که جواب هو وي پښتانه د درې لسیزو د جګړو هم کونکی او هم قرباني دي او بیا هم جګړه په هماغه شدت او بیرحمه ډول سره روانه ده.
نو څه باید وکړو؟
د تیرې ګنې په سرلیکنه کې مې هم یادونه وکړه یووالی د بریالیتوب راز دی او ورپسې علم او پوهه ده چې د ولسونو بریالیتوب، پرمختګ او عزت پکې پروت دی
نو راځۍ چې تر خپله وسه په خپلو اولادونو، ورونو خویندو او هر پښتون ماشوم ته د زده کړې زمینه برابره کړو او هیڅوک پرینږدو چې دا روا حق د پښتنو نه واخلي
که نه سبا او راتلونکې به مو د نورو په غلامۍ او جنګ جګړو کې تیره شي. شاعر وایی:

پاڅه د تیارو پر کور غم ووېشه      لمر پر څراغونو د چم ووېشه
باب د سړیتوب د کتاب پرانیزه       توري ټولوه او قلم ووېشه....
خوشحال بابا ویلي :
هره چاره د پښتون تر مغل ښه ده        که په پوهه پښتانه وای څه هوښیار
زه د ګران سایل صاحب په لاندې وینا خپلې خبرې بیا لنډوم
بیا وهم پتری سایل په خپل توټې ټوتې کچکول
خیر د پښتنو نه د پښتو له پاره غواړمه
ستاسو خپل بزګر
 
د دعوت پوستي پته:
Dawat, P.O.Box 289, 2001 Lillestrom, Norway tel. +47-63844384  mobil. +47-90856195
د دعوت د بریښنالیک پته:
dawatmedia@gmail.com
د دعوت د انترنت پته:
www.dawat.no
 
 يادونه: د دعوت خپرونه اوس د پخوا په څیر وړیا نه لیږل کیږي او یوازې هغوۍ ته استول کیږي چې د دعوت ګډونکونکي وي. په خپل ګډون سره د عوت همیشني لوستونکي شۍ.
خپله د ګډون ونډه د پوست او هم د بانک د لارې د دعوت په پته رالیږلی شۍ
د دعوت بله ګڼه د چاپ لاندې ده.
هغوۍ چې کله هم د دعوت خپرونه نه وي لیدلی او د لومړي ځل له یې پاره غواړۍ چې ویی ولولۍ تاسو ته یوه ګڼه په وړیا ډول درلیږل کیږي خپله پوستي پته د بریښنالیک له لارې ژر تر ژره موږ ته راولیږۍ دعوت به تاسو ته ستاسو په پوستي پته درولیږل شي بیا ستاسو خوښه چې ګډون کوۍ او نه.
دا وړاندیز یوازې د دعوت نوو مینه والو ته دی. 

په پښتونخوا کې د دعوت مینه وال د پيښور په خیبر بازار  کې د مکتبه سرحد نه کولای شي  دعوت لاس ته راوړي