
نوراحمد عايل
دست کولونه يا لاسي بکسونه ،چې نارينه او ښځينه دواړه يې کاروي، ارومرو په ډېرى کسانو داسې تېر شوي ،چې لاسي بکس يې چېرته هېر شوي يا هم غلو ترى وهلى او پټ کړى وي، خو له دې وروسته به مو بکس نه ورک کېږي.
دMarilynکمپنۍ داسې دستکولونه جوړ کړي چې په GPS( گلوبل پوزېشن سيستم) نړيوال ځاى ښود سيستم مجهز شوي دي. يانې که چېرې مو دابکس پاتې ، ورک يا څوک در څخه غلا کړي GPS يې تاته ښيي چې د طول البلد په دومره درجو او د عرض البلد په دومره درجو، په دې سيمه، ځاى، کلي او کور کې دى او له تا څخه دومره کيلومتره واټن لري.
که چېرې مو دا بکس واخيست تر دوو مياشتو پورې مو GPS وړيا دى له هغه وروسته يوازې د مياشتې ١٥ ډالر فيس چارچ کېږي. ددې بکس بيه 30$ ده.